سپورټ

افغانستان او بنګله دیش خپلو کې درې پنځوس اوریزې لوبې کوي

د بنګله دیش ګرګټ بورډ اجرایوي مشر نظام الدین چوهدري د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو خبر وکړ. نوموړي ( د کرک بز ) ویپاڼې ته په خبرو کې ویلي، د پلان له مخې دواړه افغانستان او بنګله دش د کرکټ ملي لوبډلې به په راتلونکې جون میاشت کې درې پنځوس اوریزه کرکټ سیالۍ ترسره کړي. بنګله دیش کرکټ بورډ په داسې مهال د افغانستان … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ نړیوال جام ته په ورتګ کې د افغانستان او ایرلینډ برخلیک نن په ډاګه کیږي

د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ لپاره د کرکټ غوراوي جام سیالیو څخه د لوبډلو غوراوي کې د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو برخلیک نن ټاکل کیږي. د زیمبابوې په کوربه توب د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې نن کوربه زیمبابوې لوبډله د متحده عربي امارتو سره په سیالۍ کې مخامخ ده، چې په ګټلو سره … نور ولولئ
سپورټ

د معلولینو کرکټ ملي لوبډله د هندوستان سفر پیلوي !

د افغانستان د معلولینو د کرکټ ملي لوبډله د یو شمیر سیالیو د ترسره کیدو په موخه هندوستان ته ځي. د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې د معلولینو د کرکټ ملي لوبډلې ته یې د هندوستان په چندي ګړ کې د هندۍ معلولې کرکټ ملي لوبډلې سره یوه درې ورځینۍ او دوه ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ برابرې کړې.  افغان کرکټ بورډ ویلي، دغې سیالیو ته یې د لا چمتوالي په موخه په کابل کې … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان کرکټ ته ښه خبر؛ کامران اکمل په (PSL) کې بیا وځلیده

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی اوپنر لوبغاړی کامران اکمل، چې په اوسني وخت کې د پاکستان سوپر لیګ ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د پیښور زلمي لوبډلې سره مل دی؛ د «پي اس ایل» دریم سیزن کې یې په خپلې بهترینه لوبې ترسره کولو سره د مخکښ توپ وهونکي مقام خپل کړی دی. د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی پیلیز لوبغاړی، چې له ډیرې مودې راهیسې د لوبډلې څخه بهر دی، … نور ولولئ
سپورټ

پیښور زلمي لوبډلې کراچۍ کینګز کور ته ولیږله

د پاکستان د کورني کرکټ «پي اس ایل» ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې د تیر کال اتلې پیښور زلمي لوبډلې د کراچۍ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لار پیدا کړه. په سیالۍ کې پیښور زلمي لوبډلې د لوبې په ټاکلو ۱۶ اورنو کې د کامران اکمل د ۷۷ منډو جوړولو سره د کراچۍ کینګز لوبډلې ته د ۱۷۱ منډو هدف ورکړ، چې کراچي کینګز لوبډله هدف د رسیدو په وروستیو شیبو … نور ولولئ
سپورټ

ویسټ انډیز د باران په مرسته نړیوال جام ته ورسید

د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې سکاټلینډ ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لار پیدا کړه. په سیالۍ کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې د سکاټلینډ خلاف په لمړۍ توپ وهنه کې ښه پیل نه درلود، ځکه چې دوه بریدګر لوبغاړي اوپنر کریس ګیل او شايي هووف یې د لوبې پیل کې پرته … نور ولولئ
سپورټ

پاکستان د ویسټ انډیز پر لوبغاړو د ډالرو باران کوي

  د پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې د ویسټ انډیز کرکټ بورډ سره هوکړې ته رسیدلي دي، تر څو دغه لوبډله د سیالیو ترسره کیدو لپاره په راتلونکې میاشت کې پاکستان سفر وکړي. د ویسټ انډیز کرکټ بورډ ویلي، هغه لوبغاړي چې د لوبډلې سره پاکستان ته سفر کوي هر یو لوبغاړي ته به (۲۵۰۰۰) پنځه ویشت زره امریکايي ډالر ورکوي. له بل خوا د پاکستان کرکټ بورډ هم خبر ورکړی، چې د ویسټ … نور ولولئ
سپورټ

ویسټ انډیز نن د سکاټلینډ خلاف خپل برخلیک ټاکي

  په زیمبابوې کې د کرکټ نړیوال جام ته د غوراوي پړاو سیالیو کې نن د ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډله د سکاټلینډ لوبډلې خلاف خپل برخلیک ټاکي. د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې ویسټ انډیزۍ کرکټ ملي لوبډلې په خپلې تیرې سیالۍ کې کوربه زیمبابوې لوبډلې ته په ۴ ویکټو سره د لوبې وروستیو شیبو کې ماتې ورکړه او د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته ورتګ لپاره یې خپل ځان ته … نور ولولئ
سپورټ

ځوان لوبغاړو افغانستان سترې بریا ته ورساوه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې نن د متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې ته په ستر توپیر سره ماتې ورکړه. په سیالۍ کې د امارتو لوډلې افغان لوبډلې ته د شایمن انور د ۶۴ منډو جوړلو سره د ۱۷۸ منډو هدف ورکړ. د افغان لوبډلې ځوابي پیل یو ځل بیا لوبډله په ستونزه کې راګیره کړه او د شهزاد محمدي وروسته یې ویکټې یو بل … نور ولولئ
سپورټ

کرکټ بورډ: اصغر بیرته د کرکټ ملي لوبډلې ته راستون شو 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اضغر ستانکزی د اپنډیکس عملیات ترسره کولو وروسته بیرته خپلې لوبډلې ته راستون شو. د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې نوموړی د خپل کامیاب عملیات وروسته د افسر ځاځي پر ځای بیرته د لوبډلې سره یو ځای شو. د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو په لمړیو کې اضغر ستانکزي په زیمبابوې کې د اپنډیکس عملیات ترسره کړ، چې په سیالیو کې له ګډون څخه منع شو. … نور ولولئ