سپورټ

جیسن هولډر په غبرګې سلیزې لمړي مقام ته ورسید !

د ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ سیالیو کپتان جیسن هولډر د انګلستان خلاف ټیسټ لوبې کې د غبرګې سلیزې جوړولو وروسته د ټیسټ سیالیو په درجه بندۍ کې لمړي مقام ته ورسید.  نوموړي درې ورځې وړاندې د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې خلاف ټیسټ لوبه کې غبرګه سلیزه جوړه کړه، چې ورسره انګلستان په دغه سیالۍ کې د ۳۸۱ منډو په ستر توپیر سره ماتې هم وخوړه.  د غبرګې سلیزې ۲۰۲ منډو … نور ولولئ
سپورټ

نن د پاکستان او افریقا ترمنځ د سیریز برخلیک ټاکل کیږي

د پاکستان او افریقا ترمنځ د سیریز برخلیک نن ټاکل کیږي !  د پاکستان او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵۰ اوریزه سیالیو په پیل شوي سیریز کې دواړو لوبډلو دوه دوه بریاوې خپلې کړې دي، چې ورسره دغه لړۍ مساوي شوې.  که څه هم په لمړۍ لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې بریا خپله کړې وه، خو ورپسې دوه مسلسل لوبو کې بیرته جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړې او … نور ولولئ
سپورټ

ایرلینډ د لوبډلمشر د سترګو دید خرابوالي له امله سټرلینګ کپټان ټاکلی

د ایرلینډ کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې خلاف راتلونکو ۹ مختلوف سیالیو ته درې لوبډلې اعلان کړې، چې پکې د لمړي ځل لپاره اوپنر توپ وهونکی پاول سټرلینګ د لوبډلمشر په توګه غوره شوی دی.  د ایرلینډ کرکټ بورډ لخوا د ورکړل شویو معلوماتو پر اساس په راتلونکې فیبرورۍ میاشت کې د افغانستان خلاف په درې ۲۰ اوریزه، ۵ پنځوس اوریزه او یوې ټیسټ لوبه کې د لوبیدو په موخه یې د ۲۰ … نور ولولئ
سپورټ

د ۲۰۱۸ کال د کرکټ نړیوالې شورا غوره جایزې اعلان شوې

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا هر کال وروسته په نوي کال کې د کرکټ په ډګر کې د ځلیدونکو لوبغاړو لپاره جایزې ډالۍ کیږي، چې دا ځل د تیر ۲۰۱۸ م کال د لوبغاړو نومونه هم په ډاګه شول.   په اعلان شویو جایزو کې د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي د دویم ځل لپاره د کال د غوره کرکټر جایزه خبله کړې ده.  د اعلان شوو جایز نوملړ:  ۱ – هندي لوبډلمشر … نور ولولئ
سپورټ

د کوربه نیوزیلینډ او هندوستان ترمنځ سیالۍ !

 په نیوزیلینډ کې د کوربه نیوزیلینډ او میلمه هند کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ پنځوس اوریزه او درې ۲۰ اوریزه لوبو د سیریزونو پیل سبا په لمړۍ ۵۰ اوریزه سیالۍ سره کیږي.  هندۍ کرکټ ملي لوبډله د اسټرالیا سفر وروسته د راتلونکو سیالیو ترسره کیدو په موخه نیوزیلینډ ته رسیدلې ده. په اسټرالیا کې د هندوستان او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ۴ ټیسټ، درې ۵۰ اوریزه او دوه ۲۰ اوریزه لوبې ترسره شوې، … نور ولولئ
سپورټ

د شهزاد هغه ریکارډ چې تر اوسه چا نه دی مات کړی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ویکټ کیپر توپ وهونکی، چې په نړیوال کرکټ کې هم مشهوره څهره او د اوسني تیز ترین کرکټ رنګ شمیرل کیږي؛ لا هم یو ریکارډ په نوم لري، چې تر دې مهاله بل هیڅ توپ وهونکي نه دی ترلاسه کړی.  افغان لوبغاړی شهزاد محمدي، چې په خپلې برید کوونکې لوبې سره ډیر کله مینه وال خوښ ساتلي دي؛ په کرکټ لوبه کې د افغان لوبډلې لخوا مخکښ منډې جوړونکی، … نور ولولئ
سپورټ

د بنګله دیش غوره لیګ سیالۍ د یو ورځې دمې وروسته نن بیا په دوه سیالیو دوام کوي !

 د بنګله دیش د کورني کرکټ غوره لیګ ۲۰ اوریزه (بي پي ایل) تجارتي سیالۍ د یو ورځې دمې وروسته نن بیا په دوه سیالیو سره دوام کوي، چې په لمړۍ لوبه کې به کمیلا ویکټورینز لوبډله د راج شاهي کینګز او په دویمه سیالۍ کې به د چیټاګانګ وایکنز لوبډله ډهاکه ډینامیټس لوبډلې خلاف د لوبې ډګر ته ولاړه شي.  په لمړۍ کېدونکې سیالۍ کې له راج شاهي کینګز لوبډلې سره قیس احمد او … نور ولولئ
سپورټ

هندۍ لوبډله د اسټرالیا له کامیاب سفر وروسته نیوزیلینډ ته ځي !

 د هندوستان د کرکټ ملي لوبډله د اسټرالیا د کامیابه سفر وروسته د نیوزیلینډ په لور ځي، چیرته چې به د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ۵ پنځوس اوریزه او درې ۲۰ اوریزه لوبې ترسره شي.  هندۍ لوبډله دوه میاشتې وړاندې د اسټرالیا په سفر تللې وه، چې په دغه سفر کې یې دوه ۲۰ اوریزه، ۴ ټیسټ او درې ۵۰ اوریزه لوبې ترسره کړې، چې پکې د کوربه اسټرالیا په نسبت هندۍ لوبډلې زیاتې … نور ولولئ
سپورټ

مجیب نړیواله درجه بندۍ کې اتم مقام ته ورسید

 د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان سپینر مجیب الرحمن ځدران ته د کرکټ اسیا جام سیالیو پر مهال د بنګله دیش خلاف لوبیدو ګټه په روانه اونۍ کې ورسیده. نوموړي د بنګله دیش خلاف د کرکټ اسیا جام سیالیو پر مهال په خپلو ۸.۱ اورونو کې د ۲۸ منډو په ورکړې سره د ۲ لوبغاړو په سوځولو د خپل کرکټ کیریر بهترینه بالینګ ترسره کړ، چې اوس نوموړی په دغه کار کردګۍ سره د … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ په نړیواله درجه بندۍ سپین بالینګ راج کوي !

د کرکټ لوبې نړیوالې شورا لخوا چې د سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کې د لوبډلو او لوبغاړو ترمنځ وخت نا وخت تغیرات لیدل کیږي؛ په اوسني وخت کې د مختلفو هېوادونو سپین یا سوکه د بال چرخیدونکي توپ اچونکي د تیزو بالرانو په نسبت په دغه درجه بندۍ کې راج کوي.  د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په وروستۍ اعلان شوې درجه بندۍ کې ښکاري، چې په درې واړو فارمټونو کې سپین بالران ځای لري، … نور ولولئ