کرکټ

سرېلانکا د سپین بالینګ پرمټ بیا افریقايي لوبډلې ته سر خوږی جوړ کړی دی

په سرېلانکا کې د کوربه سرېلانکا او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لمړنۍ ټیسټ لوبې وروسته دویمه ټیسټ سیالۍ کې د افریقايي سپین بالر کیشاو مهراج وروسته سرېلانکايي سپینرانو بیرته د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډله را ایساره کړې ده. د سیالۍ په لمړي اننګز کې د سرېلانکا خلاف کیشاو مهراج د خپل ځان او جنوبي افریقا لپاره ۹ ویکټې ترلاسه کړې، خو ورپسې سرېلانکايي سپینرانو د جنوبي افریقا توپ وهونکي … نور ولولئ
کرکټ

بنګله دیش د ویسټ انډیز خلاف لمړۍ بریا ترلاسه کړه

د بنګله دیش او ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه ټیسټ سیالیو د لړۍ وروسته د ۵۰ اوریزه لوبو سیریز پیل شو، چې پکې بنګله دیش د روان سفر لمړۍ بریا خپله کړه. په سیالۍ کې د بنګله دیش لپاره د اوپنر تمیم اقبال د ۱۳۰ منډو ترڅنګ الراونډر شکیب الحسن په ۹۷ منډو جوړولو سره بهترینه لوبه ترسره کړه او دغه لوبډله یې د ۲۸۰ منډو هدف ټاکلو ته ورسوله. ویسټ … نور ولولئ
سپورټ

د سریلنکا په مخ کې افریقايي سپینر دیوال جوړ شو 

 په سریلنکا کې د کوربه لوبډلې سریلنکا او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ د لمړنۍ سیالۍ وروسته دویمه لوبه هم پرون پیل شوې ده، چې پکې د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې سپین بالر کیشاو مهراجا د سریلنکا لوبډلې ته سر خوږی جوړ شو.  په سیالۍ کې سریلنکا لوبډلې د لمړنیو درې لوبغاړو ګونتلیکا، کورانا راتاني او ډیسیلوا د نیمه سیلیزو جوړولو وروسته نورو لوبغاړو ته د زیاتو منډو جوړول موقع نه … نور ولولئ
سپورټ

پښتون فخر زمان د کلونو ریکارډونه په یوه ورځ مات کړل 

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان اوپنر فخر زمان د پاکستانۍ لوبډلې لپاره په لوبیدو کې د کلونو ریککارډونه په یوه ورځ قطار کړل.  نوموړي د پاکستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبدلو ترمنځ د ۵ پنځوس اوریزه سیالیو په لړۍ کې د خپلې غبرګې سلیزې جوړلو سره د پاکستان د کرکټ په تاریخ کې د لمړي توپ وهونکي په توګه خپل نوم ثبت کړ، چې په یو ځل یې ډبله سلیزه جوړه کړه. … نور ولولئ
سپورټ

پاکستان په زمبابوې کانې وکړې

د زیمبابوې په کوربه توب د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د ۵ پنځوس اوریزه سیالیو په لړۍ کې د زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې خلاف څلورمې سیالۍ کې هم بریا خپله کړه.  د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ یو ورځینیو سیالیو لړۍ پیل شوې ده، چې په ۴ ترسره شویو سیالیو کې پاکستان په مسلسل ډول بریاوې، خو زیمبابوې بیا د ماتو لړۍ ته دوام ورکړی دی.  د دغه سیالیو د پرون ورځ … نور ولولئ
سپورټ

محمد شامي بیرته هندۍ لوبډلې ته راستون شو 

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې تېز بالر محمد شامي د انګلستان خلاف لمړیو درې ټیسټ سیالیو لپاره په هندۍ کرکټ ملي لوبډله کې شامل شو.  محمد شامي، چې د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لمړنۍ تاریخي ټیسټ سیالۍ ته د فزیکي جوړښت (فزیکل فیټنیس) په ازموینه کې پاتې راغلی و، اوس د تیز بالر بینیشوار کمار په نشتون کې د لوبډلې برخه شو.  هندي کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې بینیشوار کمار … نور ولولئ
رسنۍ

د سولې رسنیز جام اتلولي ننګرهار میډیا لوبډلې خپله کړه 

 په لغمان ولایت کې د درې ولایتونو د ورزشي خبریالانو ترمنځ د کرکټ درې اړخیزه سیالیو لړۍ پیل شوې وه، چې پکې د کوربه لغمان ولایت ترڅنګ د ننګرهار او کنړ میډیا لوبډلو هم ګډون کړی و.  دغه سیالۍ د تیرې پنجشنبې په ورځ د لغمان ولایت په عدالت لوبغللي کې پيل شوې وې، چې پای لوبې کې یې د ننګرهار میډیا لوبډله د کوربه لغمان میډیا لوبډلې سره مخامخ شوه.  د پای لوبه کې … نور ولولئ
رسنۍ

په لغمان کې د رسنیو ترمنځ د سولې په نوم د کرکټ سیالیو درې اړخیز سیریز 

په ختیځ لغمان ولایت کې د ننګرهار، کنړ او لغمان ولایتونو د رسنیو ورزشي خبریالانو ترمنځ د کرکټ سیالیو درې اړخیز سیریز پیل شو. دغه سیالۍ د افغانستان د ورزشي خبریالانو د فدراسیون او د لغمان ولایت د ورزشي خبرالانو د ډلګۍ لخوا پلان شوې دي، چې د مسولینو په وینا یې موخه یې ترې د رسنیو د ورزشي خبریالانو ترمنځ په رسنیزه برخه کې د اړیکو نږدې والی او همدا راز د سولې پیغام خپرول … نور ولولئ
سپورټ

نیپالی شکتي ګوچن د نړیوال کرکټ نه لار بیلوي 

 د نیپال د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي شکتي ګوچن د نړیوال کرکټ نه د څنګ ته کیدو خبر ورکړ.  نوموړي ویلي وخت را رسیدلی دی، چې نور نړیوال کرکټ نه څنګ ته شي او د کرکټ په لارډز نړیوال لوبغالي کې به یې راتلونکې سیالۍ په نړیوال کرکټ کې وروستۍ وي. د نیپال د کرکټ ملي لوبډله د انګلستان په لارډز کې د ام سي سي کلب او هالینډ د کرکټ ملي لوبډلې سره … نور ولولئ
سپورټ

نن  د میس عینک زون لوبډله مرکزي زون کابل سره په سیالۍ کې مخامخ ده 

د افغانستان د کورني کرکټ غازي امان الله خان په نوم دویم پړاو «لیست ای» ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې سیالیو سوپر سیکس مرحلې په څلورمه سیالۍ کې نن مرکزي زون کابل د مس عینک زون لوبډلې سره په سیالۍ کې مخامخ ده.  د سوپر سیکس یا ۶ بهترینو لوبډلو پړاو په لمړۍ لوبه کې د سپین غر زون کابل ته، دویمه سیالې کې بند امیر میس عینک ته او د پرون ورځې دریمې سیالۍ … نور ولولئ