روغه سټه

له ستریس او خپګانه د وتلو څو لارې

د نړئ مشهور ارواپوه ډاکټر اليکس کارل وينا ده: ”که ځينو خلکو خپګانونه نه ول زغملي، نو هغوی به په ځوانۍ کې د مرګ خولې ته لويدلي ول.“ ليدل کېږي چې ډېر کله  خلک له خپګانونو سره مخ کېږي،که لږ فکر وکړو، نو معلومېږي چې په دې خپګانونو کې ډېرې خواشينۍ داسې وي، چې زموږ د لږې پاملرنې له امله په اسانۍ سره له منځه تلای شي، ځکه چې دا يو ډول مصنوعي خپګانونه وي، … نور ولولئ
اقتصاد

د نوي کار د پيل لپاره ۵ مهم ټکي

د انبيا ژمن ژباړه خامخا پوهېږى چې د کومې دندې په مرکه کې چې ترسره کوى يې لومړۍ اغېزه ډېر اهميت لري. ښايي دا ټکى مو منلى هم وي، ځکه چې اوس يو نوى کار لرئ. آيا پوهېدئ چې د يوه نوي کار په پيل کې هم لومړى اغېزه اهميت لري؟ د څو لومړيو، ګړيو، ورځو يا آن اونيو په اوږدو کې چې نوى کار پيولوى، ستاسو نوى رييس او ملګري ستاسو په اړه خپل … نور ولولئ
اقتصاد

کورنی اقتصاد څنګه جوړ کړئ؟!

د درېیمې نړۍ د هېوادونو د کورني اقتصاد د ضعف یو لامل په نارینه متمرکز اقتصاد دی. دلته د کور کفالت او مسوولیتونه د مشر نارینه پر غاړه دي. یو یې ګټي او سل یې څټي، خو په لویدیزه نړۍ کې برعکس سل یې ګټي، یو یې څټي. څټونکي ډېری هغه کسان دي، چې معیوب او معلول دي. په کور کې شل تنه دي، خو یو ۴۰۰ کلن نارینه د ټولو کفالت پرغاړه لري. لس … نور ولولئ
اقتصاد

د قوي روحیې څښتان څه کوي؟!

له رواني اړخه پیاوړي کسان ښه او غوره خویونه لري. هغوی خپل احساسات، افکار او چلند په داسې ډول مدیریت کوي، چې په ژوند کې یې په بریالیتوب تمامیږي. دا ډول کسان هېڅ وخت ګوښه نه کښيني او په دې فکر نه کوي، چې نور خلک د ده پر وړاندې څه ډول چلند او نظر لري. د دې پرځای په ژوند کې د خپل رول مسوولیت پر غاړه اخلي او پوهیږي، چې ژوند تل اسانه … نور ولولئ
اقتصاد

د زده کړو پر مهال څه ډول کار وکړو؟!

اقتصادي ستونزو د زده کړو په ګډون د افغانانو د ژوند ګڼ اړخونه زيانمن کړي دي. هر افغان زده کوونکى او محصل د همدې ستونزو له کبله د زده کړو پر مهال د کار هڅه کوي. په دې کې نه شته چې کار کول که هر وخت وي ښه خبره ده؛ خو که د زده کړو د مخنيوي سبب کېږي په لوى لاس د خپل راتلونکي له منځه وړل دي. پرون د ژورنالېستانو د روزنې … نور ولولئ
اقتصاد

هغوی ته، چې د کار په لټه کې دي!!

پرون په موټر کې له یوه ملګري سره روان وم. د خپل یوه نږدې دوست له بیکارۍ یې شکایت کاوه. ویل یې «له بهره یې ماسټري او دوکتورا راوړې ده، خو څوک کار نه ورکوي». « په ادارو کې ډېری داسې کسان په کار بوخت دي، چې له ۱۲ فارغ دي، یا د لیسانس په کچه زده کړې لري، خو دده اسنادو ته څوک پام نه کوي». دا مسئله د افغانستان په دولتي ادارو کې … نور ولولئ
اقتصاد

ځینې کسان ولې ټنبل پاتې کیږي؟

یو وخت د امریکا ولسمشر بارک اوباما خپل روسي سیال ته په اشارې وویل، چې د ټولګي د وروستي کتار د شاګرد په څېر دی. د اوباما هدف دا و، چې ووايي د روسیې ولسمشر خورا ټنبل دی. پوښتنه داده، چې د ټولګي د وروستي کتار شاګردانو ته ولې ټنبل ویل کیږي؟ د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د ټولګي وروستي کتارونه د ټنبلانو د ناستې ځای ګڼل کیږي. زه، چې … نور ولولئ