بریا او پرمختګ

د زده کړو پر مهال څه ډول کار وکړو؟!

اقتصادي ستونزو د زده کړو په ګډون د افغانانو د ژوند ګڼ اړخونه زيانمن کړي دي. هر افغان زده کوونکى او محصل د همدې ستونزو له کبله د زده کړو پر مهال د کار هڅه کوي. په دې کې نه شته چې کار کول که هر وخت وي ښه خبره ده؛ خو که د زده کړو د مخنيوي سبب کېږي په لوى لاس د خپل راتلونکي له منځه وړل دي. پرون د ژورنالېستانو د روزنې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ځینې کسان ولې ټنبل پاتې کیږي؟

یو وخت د امریکا ولسمشر بارک اوباما خپل روسي سیال ته په اشارې وویل، چې د ټولګي د وروستي کتار د شاګرد په څېر دی. د اوباما هدف دا و، چې ووايي د روسیې ولسمشر خورا ټنبل دی. پوښتنه داده، چې د ټولګي د وروستي کتار شاګردانو ته ولې ټنبل ویل کیږي؟ د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د ټولګي وروستي کتارونه د ټنبلانو د ناستې ځای ګڼل کیږي. زه، چې … نور ولولئ
ټیکنالوژي

څنګه خپل انلاین اکاونټونه خوندي کړﺉ؟

د اطلاعاتو امنیتي کنټرول د اکاونټونو په سم، فني او فزیکي مدیریت پورې تړلی دی. کلیمې یا پاسورډ د سایبري جرمونو پر وړاندې لومړنۍ دفاعي کرښه ګڼل کیږي.پاسورډ ستاسې د اطلاعاتو د خوندیتوب لومړنۍ لاره ده. څومره، چې پاسورډ د هکرانو پر وړاندې د مقاومت او په ذهن کې د ژر کښیناستو وړ وي، هومره اغیزناک او خوندي دی. که یو څوک ستاسې اطلاعلاتو ته لاره کوي، ستاسې هرڅه ورسره افشا کیږي؛ ستاسې برېښلیکونه لولي، … نور ولولئ
ژوند بڼه

د ژوند له واقیعت تېښته ستونزه نه هواروي

انسان هغه مهال تر محیطي اغېزو لاندې نه راځي، چې اندېښنې یې له ځانه لرې ساتلې وي. څومره، چې سړی له نامطلوبو شرایطو سره په خپلې وړتیا او ابتکاري فعالیتونو ځواب وايي، هومره د ژوند لاره وباسي. پوهان وايي: « څنګه، چې یاستئ، ځانونه په همغه ډول ومنئ». ډېر کسان داسې فکر کوي، چې که ځانونه په خپل شته وضعیت ومني، په ځان کې بدلون نه شي راوستلی. ډېر وخت موږ فکر کوو، چې که … نور ولولئ
اقتصاد

پنسي هو؛ د هانګ کانګ تر ټولو بډايه مېرمن

دا ځل د نړۍ په کچه د يوه لوى سوداګريز ښار هانکانګ تر ټولو بډايه مېرمن درپېژنو. (پنسي هو) چې پوره نوم يې (Pansy Catalina Ho Chiu-king) دى د ١٩٦٢ زېږديز کال د اګېسټ په ٢٦ مه د دغه ښار په يوه بډايه کورنۍ کې زېږېدلې ده. پلار يې (سټېنلي هو) په هانګ کې مخکښ سوداګر و. نوموړى چې وروسته نه يوازې د هانګ کانګ بلکې د اسيا په کچه په سترو شتمنو کې راغى … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

تړلي ذهنونه پرانیستل غواړي؛ خو څنګه؟

پرانېستی او خلاص ذهن (Open Mind) سړی د افکارو له کنګل او کنټرولي حالته ژغوري. هغه فکر، چې ستاسې پر روان او فعالیتونو حاکم دی، د ذهن پرانېستلو په وخت کې تغییر کوي. یوڅوک فکر کوي، چې په خپل مسلک کې تر هرچا تکړه دی. هېچا ته ټیټه نه وايي او د هېچا پر وړاندې په خپل ضعف اعتراف نه کوي. هغوی خپل فکر همداسې روزلی، یا د فکر مسیر یې پر یوه داسې اړخ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ناکامۍ یو دېرش مهم سببونه

له ” فکر وکړئ او شتمن شئ “ اثر څخه لېکوال: نيپولېین هېل ژباړه: زمریالی اباسین د هر نارینه او ښځې د ژوند تر ټولو ستره تراژيدي یا مصیبت دا دی، چې کله په شوق هڅه وکړي او بیا ناکام شي. د ناکامۍ دغه تراژیدي له څو هغو کسانو پرته چې کامیابي ترلاسه کوي، نور د اکثریت وګړو د ژوند داستان تشکیلوي. هغه زرګونه کسان چې ما پخپله تحلیل کړي، ۹۸ فیصده یې د ناکامیو … نور ولولئ
ټیکنالوژي

اینټرنیټي اعتیاد څه شی دی؟

تاسې سګرټ نه څکوئ، نصوار نه اچوئ، خو بیا هم معتاد ګڼل کیږئ!! اعتیاد یوازې نشه يي توکي نه دي، چې تاسې پرې روږدي کیږئ. اعتیاد انټرنېټ هم دی. له ګهیځ نه، چې تر ماښام پورې په انټرنیټي ماشینونو کې بوخت یئ، فیسبوک او ټویټر لټوئ او په دفتر، موټر او کور کې ترې ارام نه یئ، بله څه معنا درلودای شي؟ څه فکر کوئ دا انټرنېټي اعتیاد (Internet addiction) نه دی؟!. فیسبوک او ټویټر … نور ولولئ
اقتصاد

ولې ځیني خلک چې ښه شتمني او پیسې لري، خو بیا هم بدبین او خفه وي؟

پیسې د کاغذ ټوټې دي او د افرادو په شخصي انتخاب د وسیلې په توګه کاریږي. زه دا نه وایم، چې بې ارزښته دي، یا د ځینو په وینا د لاس خیری دی. پیسې د ژوند تېرونې لپاره مرستدوی څیز دی. یانې پیسې موږ ته خوښي نه راکوي، خو د خوښۍ د حصول په برخه کې له موږ سره مرسته کوي. په بله وینا، پیسې وسیله ده او خوشالي د ښه ژوند کولو یو هدف. … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

که مو خپل غبرګون کنټرول کړ، پېښې کنټرولی شئ

نن د ۱۰پر ۹۰ فورمول در ته رانقلوم. د ژوند لس سلنه هغه څه دي، چې انسان ورسره په خپل ژوند کې مخ کۍږي. پاتې ۹۰ په سلو کې ژوند د چارو پر وړاندې په خپل غبرګون ټاکي. دا څه معنا لري؟ لږ فکر په کار دی. موږ پر ۱۰۰ په سلو کې پېښېدونکو پېښو هېڅ راز کنټرول نه لرو. دغه پېښې زموږ له واکه بهر دي. یانې موږ نه شو کولای، چې له سړک … نور ولولئ