پوهنه

په فرانسه کې د (پاریس) لوی جومات

ژباړه: حمیدالله حمیدي د پاریس لوی جومات په فرانسه کې تر ټولو پخوانی او پېژندل شوی جومات او اسلامي مرکز دی، چې له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته، د هغو سل زره مسلمانانو د وینو په قدردانۍ کې جوړ شو، چې د فرانسې په دفاع کې یې خپل سرونه بایللي و. د دغه جومات د بنسټ ډبره په ۱۹۲۲م کې کېښودل شوه. پر فرانسه سربېره ګڼ شمېر هغه هېوادونو چې د فرانسې تر مستعمرې لاندې و، … نور ولولئ
پوهنه

۱۴ سوه کاله مخینه لرونکی جومات

ژباړه: حمیدالله حمیدي د هرات جامع جومات د نړۍ له پنځو پخوانیو مسجدونو شمېرل کېږي، چې د آبي مسجد په نامه هم مشهور دی او ۱۴سوه کاله مخینه لري. دغه جومات په (۴۶۷۶۰) متره مربع ځمکه کې جوړ شوی، چې ۴۶۰ ګنبدې، ۱۳۰رواقونه ۴۴۴، پایې، ۴ ایوانونه،۴ دروازې او څلور لویې کتیبې لري، چې د قران کریم آیاتونه او د لویو شاعرانو عرفاني شعرنه پرې لیکل شوي دي. د هرات جامع جومات په یو وخت … نور ولولئ
پوهنه

د لاهور شاهي جومات

ژباړه: حمیدالله حمیدي د بادشاهي مسجد د پاکستان دویم لوی مسجد دی، چې د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې موقعیت لري. دغه مسجد په ۱۶۷۳ مېلادي کې د هند د ګورګانیانو د وروستي امپراتور اورنگ ‌زیب عالمگیر په امر جوړ شوی دی، چې کله کله دغه مسجد د عالمګیري مسجد په نامه هم یادېږي. د بادشاهي مسجد په پاکستان کې د شاه فیصل له مسجد وروسته دویم او د جنوبي اسیا په کچه پنځم … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

استقلال، د اندونزیا د ازادۍ په شکرانه کې جوړ شوی جومات

لیکنه: حمیدالله حمیدي مسجدونه د مسلمانانو لپاره د یوه مقدس او پاک ځای په توګه د ارزښت وړ دي او تل یې په جوړولو کې مخکښ پاتې شوي. د استقلال مسجد، چې د اندونزیا په (جاکارتا) کې موقعیت لري، د نړۍ له مشهورو او لویو مسجدونو څخه شمېرل کېږي. دغه مسجد په ۱۰ هکتاره ځمکه کې ودان شوی، چې پر یو وخت د ۱۲۰ زره لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت لري. ددغه مسجد د جوړولو … نور ولولئ
پوهنه

قبا، د حضرت محمد ص په مبارکو لاسونو لومړنی جوړ شوی جومات

ژباړه: حمیدالله حمیدي د (قبا) مسجد د اسلامي نړۍ لومړنی مسجد دی، چې د مدینې منورې له ښاره شپږ کیلومتره لرې د قبا په کلي کې جوړ شوی دی. د دې مسجد د بنسټ ډبره د حضرت محمد (ص) په لاس اېښودل شوې ده. د هجرت په لومړي کال کله چې حضرت محمد (ص) د مدینې منورې ښار ته ننوت، د خلکو په غوښتنه یې د دې مسجد د بنسټ ډبره کېښوده او په خپلو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په اختر کې دا وخورئ، دا مه خورئ!

ژباړه: حمیدالله حمیدي اخترونه د مسلمانانو د خوښۍ او را ټولېدو ورځې دي. دوی په دې ورځو کې سره را ټولېږي او د یو بل کره مبارکۍ ته ورځي. څو ورځې او ان یوه اونۍ مخکې په دې اړه فکر کوي، چې د اختر لپاره کومې مېوې او څه ډول خواړه تیار کړي. کوچنی اختر چې له روژې وروسته راځي، تر ډېره په کې د روژه لرونکو معدې د یوې میاشتې لپاره د ورځې لخوا … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

بریالي هغوی دي چې ګډ کار وکړای شي

د نړۍ ډېری بریالیو شرکتونو لومړی ګډ کار پیل کړی دی؛ ګوګل (لري پیج) او (سرګي برین) تاسیس کړ او د اپل شرکت بنسټ لومړی ځل سټیوجابز او سټیو وزنیاک کېښود. پي پال امریکايي شرکت دی، چې الکترونیکي وسایل جوړوي او انتقالوي. پي پال د نړۍ په کچه تر ټولو پېژندل شوی هغه شرکت دی، چې بنسټ یې د لومړي ځل لپاره د پنځو کسانو لخوا کېښودل شو. له یوه لاس څخه ټک نه خېژي، … نور ولولئ
سفر

څه وکړو څو یو ارزانه سفر ولرو؟

په سفر تلل او له بېلابېلو ځایونو څخه لیدنه د انسان په تجربو کې زیاتوالی راولي او په هر اړخیزه توګه یې فکر ژور بدلون کوي. ځکه سفر کول د دې لامل کېږي، چې تاسو نوي ځایونه وګوری، له نویو خلکو سره وپېژنی او اړیکه ور سره ټینګه کړی، فکر مو بدل کړئ او خپل ورځني تکراري ژوند کې یو څه بدلون راولئ. دغه څه په ژوند کې ډېر مهم دي. خو څه وکړو چې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

خوښ او ښکلی ژوند

ډېری کسان په دې تمه شپې او ورځې سبا کوي، چې څه وخت به یې خوشالي کور ته کډه راوړي، له ځان سره وایي، که شتمن وای، نو خوشاله ژوند به مې درلود یا که دوه کیلو مې وزن کم یا زیات وای، په خپل ژوند کې به ډېر خوښ وای او یا هم…، تر اوسه مو دا ډول خبرې له خولې وتلې دي او یا مو یې په اړه فکر کړی دی؟ خوښ اوسېدل … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

که مثبت فکر وکړئ، له ناروغیو به بچ شئ

پر ځان باور ولری او مثبت فکر وکړئ. کله چې منفي فکر کوی، هغه ده چې خپلې ستونزې په زړه کې ساتی. همدا په زړه کې د ستونزو ساتل انسان کمزوری کوي او هغه کسان چې مثبت فکر کوي، تل ورته د خوشالۍ چل ورځي او له وړې خوښۍ هم په زیاته کچه خوند اخیستلای شي. د مثبت فکر درلودونکي کسان کولای شي خپلې کورنۍ ملګرو او دوستانو ته هم خوښي ور په برخه کړي، … نور ولولئ