سپورټ

د IPL او نړیوال جام د برخلیک ټاکلو په پار سبا مهمه ناسته کیږي

  د هند آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو لیګ ۲۹ سیالۍ د هند په کوربتوب ترسره شوې، خو له هغه وروسته یې یو شمېر لوبغاړي په کورونا اخته شول او ددې لیګ ۳۱ لوبې تر نامعلومې نېټې پورې وځنډېدې. ددې لیګ تر ځنډېدو وروسته اسټرالیا، سریلانکا، انګلستان او متحده عربي اماراتو د هند کرکټ بورډ ته ویلې، تر څو ددې لیګ د پاتې لوبو کوربتوب ورکړي او ډاډ یې هم ورکړی، چې له هر … نور ولولئ
سپورټ

د ټیسټ لوبو قهرمانۍ پایلوبې ته ټاکل شوي جالیب اُصول

    د ټیسټ لوبو قهرمانۍ جام پایلوبه   د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د ۲۰۱۹م کال د اګسټ میاشتې د لومړۍ نېټې څخه د ټیسټ قهرمانۍ جام سیالۍ پيل کړي دي، چي په دې لوبو کې ټولې مخکښې او نامتو لوبډلې شاملې دي. د راپورونو له مخي د ټیسټ لوبو قهرمانۍ جام کې تر دې دمه پورې ټولې ۵۷ سیالۍ شوې دي، چې پایلوبه به یې د راتلونکې جون میاشتې په … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال؛ زین‌الدین زیدان په رسمي توګه ریال ماډریډ لوبډله پرېښوده

د فرانسې د فوټبال ملې لوبډلې پخوانی لوبغاړی، چې په بېلابیلو نړیوالو کلبونو کې یې هم سیالۍ کړې دي، د ریال ماډریډ لوبډلې روزونکی و، ددې لوبډلې څخه نور په رسمي توګه جلا شو. د اسپانوي کلب «ریال ماډریډ» له لوري په خپره شوې اعلامیه کي راغلې، چې د ځینو بېړنیو ستونزو له امله زین‌الدین زیدان له خپلې دنډې استعفاء وکړه، خو د یادو بېړنیو ستونزو په اړه یې نور جذیات نه دي ورکړي. دا … نور ولولئ
سپورټ

د IPL لیګ په اړه رسمې پرېکړه راتلونکې شنبه کیږي

د هند آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو لیګ ۲۹ سیالۍ د هند په کوربتوب ترسره شوې، خو له هغه وروسته یې یو شمېر لوبغاړي په کورونا اخته شول او ددې لیګ ۳۱ لوبې تر نامعلومې نېټې پورې وځنډېدې. ددې لیګ تر ځنډېدو وروسته اسټرالیا، سریلانکا، انګلستان او متحده عربي اماراتو د هند کرکټ بورډ ته ویلې، تر څو ددې لیګ د پاتې لوبو کوربتوب ورکړي او ډاډ یې هم ورکړی، چې له هر ډول … نور ولولئ
سپورټ

د راشدخان توپ‌اچونې ته مخامخ درېدل، خورا سخت کار دی

یادي څرګندونې د هند کرکټ ملې لوبډلې او د هند په آی پي ایل لیګ کې د ګډونوالې لوبډلې «سنرایزر حیدراباد» تکړه ویکټ ساتونکي وریدهیمان ساها د کریک ټرېکر په نوم یوې هندۍ ورزشي پاڼې سره د مرکې پر مهال وکړې. ساها ویلې، که چیري موږ د کرکټ درې واړه فارمټونو ته وګورو، نو پر هر درې واړه فارمټونو کې د راشدخان توپ‌اچونې ته مخامخ درېدل خورا سخت کار دی. خبریال له هغه څه پوښتلې، … نور ولولئ
سپورټ

نوې درجه‌بندي؛ مجیب ځدران پکې شاتګ وکړ

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي په یو ورځنیو لوبو کې د توپ‌اچونکو نوې درجه بندي اعلان کړه، چې پکې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې سلو توپ‌اچونکی مجیب ځدران له دویم ځای څخه درېیم ځای ته راکښته شوی. مجیب ځدران په یاده اعلان شوې نوې درجه بندي کې د ۷۰۸ نمرو په درلودلو سره درېیم ځای لري. دوو بنګله دېشي لوبغاړو په دې درجه بندي کې ښه پرمختګ کړی.   یو ورځنیو … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان سوپرلیګ ته اووم افغان لوبغاړی هم واخیستل شو

د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو سیالیو ته د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چپ لاستی توپوهونکی حضرت‌الله ځاځی واخیستل شو، چې د لوبېدو په موخه یې د پېښور زلمي لوبډلې سره تړون وکړ او د بل افغان لوبغاړي وقار سلام‌خېل سره به یوځای په یاده لوبډله کې ولوبیږي. د پاکستان سوپرلیګ او خپله پېښور زلمي لوبډلې تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلې، خو یو شمېر نامتو خبریالانو خپله د حضرت‌ځاځي د خولې دا … نور ولولئ
روانې سلامتي

غواړو د درېیم ځل لپاره شل اوریزه نړیوال جام وګټو

د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ ملې لوبډلې روزونکي پيلیپ سیمونز په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې د ویسټ انډیز هیواد تازه ټاکل شوې لوبډله خورا پياوړې لوبډله ده او پکې هغه ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی، چې د ښه وړتیاوو خاوندان دي. هغه ویلي، غواړو ددې لوبډلې په مټ د درېیم ځل لپاره د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام وګټو. پیلیپ سیمونز څرګندونې «موږ خورا پياوړې لوبډله راټوله کړې، د نړۍ په … نور ولولئ
سپورټ

شاهد افریدي د پاکستان «PSL» لیګ پاتې سیالیو کې نه لوبیږي

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې پخوانی تکړه او نامتو لوبغاړی، چې د پاکستان په سوپرلیګ کې د ملتان سلطانز لوبډلې سره لوبېدی، ددې لیګ په پاتې لوبو کې د خوږ له امله نشي لوبېدلای. د پاکستان په سوپرلیګ کې د شاهد افریدي لوبډلې «ملتان سلطانز» پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې ویلې، شاهد افریدي د ملا په برخه کې ټپي شوی، نو په همدې موخه به د لیګ په پاتې سیالیو کې ونه لوبیږي. دې لوبډلې … نور ولولئ
سپورټ

نجیب‌الله ځدران او رحمن‌الله ګربز متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې دوو تنو تکړه او نامتو لوبغاړو نجیب‌الله ځدران او رحمن‌الله ګربز د پاکستان سوپرلیګ په پاتې سیالیو کې د ګډون په موخه نن دوشنبه متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ. د ملې لوبډلې دې نامتو لوبغاړو پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې او انسټاګرام انځورونه خپاره کړي، چې د سفر په حال کې دي. رحمن‌الله ګربز پر خپل انسټاګرام لیکلي، چې د پاکستان سوپرلیګ په موخه متحده عربي اماراتو ته ځي … نور ولولئ