سپورټ

افغان ۱۹ کلن ټیم خپله دوهمه لوبه هم مساوي کړه

د افغانستان د فوټبال ۱۹ کلني ملي لوبډلي په مرکزي آسیايي سیالیو کي خپله دوهمه لوبه پرون د شنبې په ورځ مازدیګر د ازبکستان فوټبال ۱۹ کلني ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړه، چي لوبه ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو په مساوي ډول پاي ته ورسېده. د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي افغانستان د لوبي تر وروستیو شیبو پوري لوبه ۲ ګولونه پر ۰ په تاوان وه، خو په ورستیو ۱۵ … نور ولولئ
سپورټ

د والیبال ملي ټيم په مرکزي آسیايي سیالیو کي ګډون کوي

د افغانستان د والیبال ملي لوبډله په مرکزي آسیايي سیالیو کي د ګډون په موخه د تیري جمعې په ورځ سهار لومړی هندوستان ته ولاړه او بیا له هغه ځایه د نیپال په لوري ځي. د ورکړل سوو معلوماتو له مخي د افغانستان د والیبال ملي لوبډله به درې ورځي په هند کي وي  او له هغه وررسته به له هندوستانه راتلونکې سې شنبه نیپال هیواد ته سفر وکړي. د افغانستان دا لوبډله به د … نور ولولئ
په زړه پورې

یوه هندۍ ډاکټره په بریتانیا کي د ښکلا ملکه شوه

په بریتانیا کي د تیرو ۶۶ کلنو راهیسي هر کال د ښکلا ملکه ټاکل کیږي، خو سږ کال یوه هندۍ انجلۍ په بریتانیا کي د کال د ښکلي ملکې تاج پر سر کړ. اسپوټينګ ورزشي سایټ د ډیلي میل په حواله راپور ورکړی، چي د ښکلا دا لوبه د رواني اګسټ میاشتي په لومړیو کي په لندن کي ترسره سوه، چي د (باهاشا موحرجي) په نوم یوې ۲۳ کلني انجلۍ د بریتانیا د کال د … نور ولولئ
سپورټ

۱۹ کلن فوټبال ملي ټیم د ترکمنستان سره لوبه مساوي کړه

ليکنه: صابر حميدي د افغانستان د فوټبال ۱۹ کلني ملي لوبډلي په مرکزي آسیايي سیالیو کي خپله لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ مازدیګر د ترکمنستان فوټبال ۱۹ کلني ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړه، چي لوبه ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو په مساوي ډول پاي ته ورسېده. د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر رسمي فیسبوک پاڼه لیکل سوي، چي د افغانستان لپاره په یاده لوبه کي فرشید وجودي او طارق محمدي … نور ولولئ
سپورټ

په کابل کي د ښځینه وو ترمنځ د فوټبال لوبي پیل سوې.

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر رسمي فیسبوک پاڼه راغلي چي د جمعې په ورځ د افغانستان د فوټبال فدراسیون په عمومي فوټبال لوبغالي کي د ښځینه وو ترمنځ د فوټبال لوبي پېل سوې. په دې سیالیو کي د کابل ښار د بیلابیلو سیمو څخه ۴ لوبډلو ګډون کړی، چي په یوه اونۍ کي به یادي ۴ لوبډلي یو د بل په وړاندي ولوبیږي. یادي ۴ لوبډلي د کابل ولایت غوره ښځینه لوبډلي … نور ولولئ
سپورټ

جالبه لوبه؛ بایرن مونیخ خپل سیال ته ۲۳ ګولونه ورکړل

د چهارشنبې په ماښام د جرمني هیواد تکړه ټیم بایرن مونیخ په یوه دوستانه لوبه کي خپلي سیالي لوبډلي ( روټاچ ایګیرن) ته ۲۳ ګولونه پر ۰ سخته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د بایرن مونیخ لپاره د یادي لوبډلي لوبغاړو دا ۲۳ ګولوهني د لوبي په ۶مه، ۷مه، ۹مه، ۱۶، ۲۰مه، ۲۹تمه، ۳۴مه، ۳۸مه، ۴۰تمه، ۴۱تمه، ۴۲، ۴۹تمه، ۵۵مه، ۵۹مه، ۶۱تمه، ۶۳تمه، ۶۷تمه، ۷۳یمه، ۷۶یمه، ۷۹یمه، ۸۱یمه، ۸۲یمه او ۸۸یمه دقیقه کي ترسره … نور ولولئ
سپورټ

د هیواد د خپلواکۍ بیرته اخیستلو په ویاړ د فوټبال ټورنمنټ پيل سو

د کندهار په احمدشاهي فوټبال لوبغالي کي د پنجشنبې په ماښام د ۵۰ آزادو بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل سوې، چي موخه ئې ورڅخه د افغانستان د خپلواکۍ بیرته اخیستلو ۱۰۰مي کلیزي سم لمانځل دي. دا سیالۍ چي د پټۍ په پرېکېدو سره د پنجشنبې په ماښام پيل سوې، پر مهال ئې د کندهار والي حیات الله حیات، د کندهار فوټبال فدراسیون مسئولینو، مدني فعالانو، ځوانانو، لوبغاړو او ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی … نور ولولئ
سپورټ

د بایسکل ځغلوني یو لوبغاړی د لوبي پر مهال مړ سو.

لیکنه: صابر حميدي د آس خبري سایټ د راپور له مخي د بلجیم هیواد ۲۲ کلن د بایسکل ځغلوني لوبغاړی د بایسکل ځغلوني په یوه لوبه کي د لوبي پر مهال مړ سوی. دا بلجیمی لوبغاړی بیورګ لامبرخت نومېدې، چي د پولنډ هیواد د باسیکل ځغلوني دریم پړاو په رسمي لوبو کي ګډون کړی وو. د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي یاد لوبغاړي په ۵۰ کیلو مترۍ فاصله کي بایسکل ځغلونه کوله، چي د … نور ولولئ
سپورټ

افغان ۱۹ کلن ملي ټيم د سیالیو لپاره تاجکستان ته ولاړ

د مسئولینو په خبره د افغانستان د فوټبال ۱۹ کلنه ملي لوبډله په مرکزي آسیايي سیالیو کي د ګډون په موخه د چهارشنبې په سهار تاجکستان هیواد ته ولاړه. د ۱۹ کلنو ترمنځ د فوټبال دا دوهم پړاو سیالۍ دي، چي د مرکزي آسیايي هیوادونو ترمنځ راتلونکې جمعې ورځ د تاجکستان په مرکز دوشنبې کي پېلیږي او تر ۶ ورځو دوام وروسته د رواني اګسټ میاشتي په ۱۵مه نېټه پاي ته رسیږي. په دې سیالیو … نور ولولئ
سپورټ

کابل کې د ښځینه وو ترمنځ د باوولینګ لوبي ترسره سوې

په کابل ولایت کي د ښځینه وو ترمنځ د باوولینګ لومړی پړاو سیالۍ ترسره سوې، چي موخه ئې افغان باوولینګ ملي ټيم ته د غوره ښځينه لوبغاړو موندل وه. د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي د باوولینګ په دې سیالیو کي ۹ لوبغاړي ملي ټیم ته د لاري پيداکولو په موخه ولوبېدې. د یادو ۹ ښځینه لوبغاړو له ډلي زحل بیات لومړی، فضیله حورزاد دوهم او زهرا بیا دریم مقام خپل کړ. زحل بیات … نور ولولئ