سپورټ

والیبال ملي لوبډلي په خپله دوهمه لوبه کي بنګله دېش ته ماته ورکړه

ليکنه: صابر حميدي د افغانستان د والیبال ملي لوبډلي په مرکزي آسیايي سیالیو کي خپله دوهمه لوبه پرون سې شنبه د بنګله دېش والیبال ملي لوبډلي ته ۳ پر ۲ ماته ورکړه. د افغانستان د والیبال ملي لوبډلي په مرکزي آسیايي سیالیو کي خپله لومړۍ لوبه تېره دوشنبه د ترکمنستان والیبال ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړه، چي د یاد هیواد څخه ئې ۳ پر ۱ ماته وخوړه. افغانستان خپله درېمه لوبه نن چهارشنبه د … نور ولولئ
سپورټ

افغان والیبال ملي لوبډلي خپله لومړۍ لوبه وبایلله

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان د والیبال ملي لوبډلي په مرکزي آسیايي سیالیو کي خپله لومړۍ لوبه پرون دوشنبه د ترکمنستان والیبال ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړه، چي د یاد هیواد څخه ئې ۳ پر ۱ ماته وخوړه. د ورکړل سوو معلوماتو له مخي افغانستان د ترکمنستان څخه په اول، درېیم او څلورم میدانونو کي ۳۲ پر ۳۰، ۲۶ پر ۲۴ او ۲۷ پر ۲۵ ماته وخوړه، خو یوازي ئې په دوهم میدان کي ۲۵ … نور ولولئ
سپورټ

نن د فوټبال افغان غوره لیګ پېلیږي

ليکنه: صابر حميدي د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو سیالۍ نن سې شنبه کابل کي د فوټبال فدراسیون په فوټبال لوبغالي کي پېلیږي. په یاد لیګ کي ۸ ټیمونه ګډونوال دي، چي میوند اتلان، شاهین آسمایي، طوفان هریرود، سیمرغ البرز، عقابان هندوکش، اباسین څپې، سپین غر بازان او موجهای آمو دي. په پچونه کي یادي لوبډلي په دوو ګروپونو وېشل سوي، چي په لومړي ګروپ کي طوفان هریرود، میوند اتلان، موجهای آمو او … نور ولولئ
سپورټ

کارګر: د افغان غوره لیګ له لاري کورنی فوټبال وده کوي.

ليکنه: سميع الله درانی د افغانستان فوټبال فدراسیون سرپرست رئیس یوسف کارګر پرون یکشنبه په یوه خبري کنفرانس کي وویل، چي د افغانستان فوټبال غوره لیګ له لاري داخلي فوټبال وده کړې او له دې وروسته ئې هم کوي. یوسف کارګر زیاته کړه، چي د افغان غوره لیګ په تېر پړاو کي د بېلابیلو ګډونوالو لوبډلو څخه افغان ۲۳ کلنه لوبډله جوړه سوه او په مرکزي آسیایي سیالیو کي ئې ښې لوبي ترسره کړې. هغه … نور ولولئ
سپورټ

کندهار کي د سولي او خپلواکۍ په موخه د بایسکل ځغلوني سیالي ترسره سوه

ليکنه: صابرحميدي د مسئولینو په خبره د شنبې په ورځ مازدیګر په کندهار ولایت کي د بایسکل ځغلوني لوبه د سولي او خپلواکۍ په موخه ترسره سوه. دا سیالي په کندهار کي د پیوند او ارغند مدني ټولونو په ګډه همکاري ترتیب سوې وه. د پیوند مدني ټولني مشر او د دې لوبي مسئول حکمت الله صلحي یارانه ته وویل، چي د بایسکل ځغلوني دا لوبه ۲۰ کیلومتره فاصله کي د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ … نور ولولئ
سپورټ

ریال ماډریډ د لالیګا لیګ نوی پړاو په بریا پیل کړ

ليکنه: صابر حميدي د هسپانیا هیواد لالیګا لیګ ۸۹یم پړاو د جمعې په ورځ د بارسلونا په ماتي او د اتلاتیک بلباوو په بریا سره راپیل سو. د دې لیګ دوهمه لوبه پرون شنبه د ریال ماډریډ او سلتاویګو فوټبال لوبډلو ترمنځ د سلتاویګو په کوربتوب ترسره سوه. یاده لوبه ریال ماډریډ ۳ ګولونه پر ۱ وګټله. د ریال ماډریډ لپاره لومړی ګول کریم بنزیما په ۱۲مه، دوهم ګول کروز په ۶۱تمه او درېیم ګول … نور ولولئ
سپورټ

افغان کريکټ لوبغاړي یو د بل په وړاندي لوبیږي .

ليکنه: صابر حميدي د افغانستان د کرکیټ بورډ مسئولین د ملی لوبغاړو ترمنځ د هیواد خپلواکۍ بیرته اخیستو سلمي کلیزي په ویاړ کابل کي یوه دوستانه سیالي ترسره کوي. ټاکل سوې د افغانستان د کرکیټ دوه ټیمونه افغان اتلان او افغان ځوانان د دوشنبې په ورځ سره ولوبیږي، چي په یادو دوو لوبډلو کي به د هیواد د کرکیټ ملي ټیم بېلابېل لوبغاړي ولوبیږي. د افغان اتلانو لوبډلمشر راشد خان ارمان دئ او په لوبډله … نور ولولئ
سپورټ

مبارز د کاناکوف په وړاندي سختي لوبي ته چمتوالی نیسي.

ليکنه: صابر حميدي د افغانستنان د آزادي مبارزې وتلي لوبغاړي بازمحمد مبارز څه موده مخکي د روسیې هیواد تکړه لوبغاړي دینیس کاناکوف ته د لوبېدو چلینج ورکړی وو، چي هغه هم ومانه او اوس دا دواړه لوبغاړي په راتلونکي سپټمبر میاشت کي سره لوبیږي. د ورکړل سوو معلوماتو له مخي د مبارز او کاناکوف دا لوبه د راتلونکي سپټمبر میاشتي په ۲۷مه نېټه د روسیې په کوربتوب ترسره کیږي. مبارز وروسته له هغه دې قوي … نور ولولئ
سپورټ

څلورو افغان روزونکو د موتای لوبي نړیوال سندونه ترلاسه کړل.

ليکنه: صابرحميدي د مسئولینو په خبره د افغانستان د موتای څلورو روزونکو په دې لوبه کي د لوبغاړو روزني لپاره نړیوال سندونه ترلاسه کړل. محمد طاهر احمدي، خلیل رسولي، عبدالصادق ابراهیمي او وحیدالله علي زاده هغه څلور افغانان دي چي د موتای په لوبه کي ئې د روزونکو په توګه نړیوال سندونه ترلاسه کړل. د افغانستان د موتای فدراسیون وایي، چي یادو روزونکو د ټایلینډ هیواد په بانکوک ښار کي ۱۵ ورځني روزنیز پروګرام کي … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: د لالیګا لیګ ۸۹یم پړاو د بارسلونا په ماتي پیل سو.

ليکنه: صابرحميدي د هسپانیا هیواد لالیګ لیګ ۸۹یم پړاو تیره شپه د بارسلونا په ماتي او د اتلاتیک بلباوو په بریا سره راپیل سو. د بارسلونا او اتلاتیک بلباوو فوټبال ټیمونو ترمنځ دا لوبه د اتلاتیک بلباوو په کوربتوب د لیونل میسي په نه شتون کي ترسره سوه. هغه څو ورځي مخکي په تمرینونو کي د دوو اونیو لپاره خوږ سو. دا لوبه اتلاتیک بلباوو ۱ ګول پر ۰ د بارسلونا څخه وګټله. د اتلاتیک … نور ولولئ