سپورټ

فوټبال: په افغان غوره لیګ کي پرون خورا جذابه لوبه ترسره سوه!

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان د فوټبال غوره لیګ په تېره اونۍ کي پیل سو، چي پرون چهارشنبه ماښام ئې د دوهمي اونۍ په لومړۍ لوبه کي خورا جذابه سیالي ترسره سوه. دا لوبه د طوفان هریرود او موجهای آمو فوټبال ټیمونو ترمنځ ترسره سوه، چي لیدلو ته ئې زرګونه مینوال راغلي وه او خورا په جوش ئې دواړي لوبډلي تشویقولې. په پرونۍ لوبه کي طوفان هریرود ۳ ګولونه پر ۲ موجهای آمو ته ماته ورکړه. … نور ولولئ
سپورټ

افغان ۱۹ کلني لوبډلي په سریلانکا کي تمرینونه پیل کړله.

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان د کرکیټ ۱۹ کلنه ملي لوبډله په آسیایي سیالیو کي د ګډون په موخه تېره یکشنبه سریلانکا هیواد ته ولاړه، چي پرون سې شنبه ئې د سریلانکا په کولمبو ښار کي تمرینونه پیل کړل. د افغانستان د کرکیټ بورډ پر رسمي فیسبوک پاڼه راغلي، چي یاد تمرینونه به د راتلونکي سپټمبر میاشتي تر ۳یمي نېټې پوري دوام وکړي. د دې تمرینونو موخه د ۱۹ کلنو ترمنځ آسیا جام ته پوره چمتوالی … نور ولولئ
سپورټ

د لالیګا رئیس: لالیګا کي د میسي شتون د نیمار او رونالډو په پرتله ډېر ارزښت لري

ليکنه: صابرحميدي د اسپانیا هیواد د فوټبال لومړی درجه لیګ لالیګا دئ، چي د بارسلونا، ریال ماډریډ او اتلاتیک ماډریډ په ګډون هر کال ۲۰ قوي لوبډلي یو د بل په وړاندي د تګ او راتګ په ډول لوبیږي. د لالیګا لیګ رئیس خاویر تباس بارسلونا ته د نیمار پر بیا یو ځای کېدو خبري وکړې. هغه وویل په لالیګا لیګ کي د برازیلي لوبغاړي نیمار شتون دومره ارزښت نلري لکه د ارجنټاین هبواد تکړه … نور ولولئ
رسنۍ

د وزن پورته کولو په نړیوالو سیالیو کي افغانان ښه ځلېدلي.

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان د وزن پورته کولو ملي لوبډله د وزن پورته کولو نړبوالو سیالیو کي ښه ځلېدلي او ۵ بېلابیل مډالونه ئې خپل کړي. د وزن پورته کولو نړیوالي لوبي تر ۲۵۰ څخه د زیاتو ښځینه او نارینه لوبغاړو ترمنځ د رواني اګسټ میاشتي له ۲۰مي تر ۲۵مي نېټې پوري ترسره سوې. د دې لوبو کوربتوب د ازبکستان تاشکند ښار وو، چي دا سیالۍ پکښي په ښه ډول ترسره سوې. افغان لوبډلي د … نور ولولئ
سپورټ

نن د افغانستان د فوټبال غوره لیګ  دوهمه اونۍ پېلیږي

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو سیالۍ تیره سې شنبه پیل سوې، چي په لومړۍ اونۍ کي ئې ۴ لوبي ترسره سوې. تېره سې شنبه طوفان هریرود ۱ ګول پر ۰ سېمرغ البرز ته ماته ورکړه، تېره چهارشنبه بیا شاهین آسمایي ۱ ګول پر ۰ عقابان هندوکش ته ماته ورکړه، تېره پنجشنبه میوند اتلانو ۱ ګول پر ۱ ګول لوبه د موجهاي آمو سره مساوي کړه، خو تېره جمعې ورځ بیا … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: بارسلونا د لالیګا لیګ په نوي پړاو کي لومړۍ بریا خپله کړه

ليکنه: صابرحميدي د هسپانیا هیواد لالیګ لیګ ۸۹یم پړاو یوه اونۍ مخکي پیل سو، چي په لومړۍ اونۍ کي ئې بارسلونا د اتلاتیک بلباوو څخه ۱ ګول پر ۰ ماته وخوړه او د دې لیګ نوی پړاو ئې په ماتي سره راپیل کړ. په هغه لوبه کي د بارسلونا تکړه لوبغاړی لیونل میسي د خوږ له امله نه وو او د دې لوبډلي بل بریدګر لوبغاړی سواریز هم په هغه لوبه کي له پیله خوږ … نور ولولئ
سپورټ

ټورس د فوټبال سره مخه ښه وکړه!

ليکنه: صابرحميدي د فوټبال په نړۍ کي یوه وتلي فوټبالر تېره جمعه د جاپانۍ ساګان توسو په لوبډله کي د فوټبال سره مخه ښه وکړه. هغه خپله اخیرنۍ لوبه د بلي جاپانۍ لوبډلي ویسل کوبه په وړاندي ترسره کړه، چي خپل ټیم ئې د ویسل کوبه څخه ۶ پر ۱ سخته ماته وخوړه او د فوټبال سره ئې په ماتي خوړلو خدای پامانی وکړ. فرناندو ټورس خپل رسمي فوټبال په اتلاتیک ماډریډ کي په ۲۰۰۱م … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: جیونټوس د ايټالیا کورنی لیګ په بریا راپیل کړ.

ليکنه: صابر حميدي د ایټالیا هیواد د کورني فوټبال لیګ ( سیر اې) ۱۱۸م پړاو تېره شپه پیل سو، چي جیونټوس پکښي په لومړۍ لوبه کي پارما ته ۱ ګول پر ۰ ماته ورکړه او د یاد لیګ نوی پړاو ئې په بریا سره راپیل کړ. په یاده لوبه کي د جیونټوس لپاره د دې لوبډلي کفتان کيه لیني په ۲۱تمه دقیقه کي ګولوهنه وکړه. د جیونتوس د او د نړۍ نوموتي لوبغاړي تېره شپه … نور ولولئ
سپورټ

افغان آی ټي اف تکواندو ملي لوبډله د سیالیو لپاره بلغارستان ته ولاړ.

ليکنه: صابر حميدي د مسئولینو په خبره د افغانستان د ITF تکواندو نوې ځوانه لوبډله د تکواندو په نړیوالو سیالیو کي د ګډون په موخه بلغارستان هیواد ته ولاړه. د ورکړل سوو معلوماتو له مخي چي د ITF تکواندو دا نړیوالي لوبي د ټولو هیوادونو ترمنځ نن یکشنبه پېلیږي او د پنځو ورځو تر دوام وروسته راتلونکې پنجشنبه پای ته رسیږي. دا دې سیالیو ۲۱م پړاو دئ. په دې سیالیو کي به له افغانستانه درې … نور ولولئ
سپورټ

والیبال: افغان ملي ټیم شپږم مقام خپل کړ

د افغانستان د والیبال ملي لوبډلي په مرکزي آسیايي سیالیو کي شپږم مقا خپل کړ او په یاد ټورنمنټ کي ئې لوبي پای ته ورسېدې. دا لوبي تېره دوشنبه د نیپال هیواد په کوربتوب د افغانستان، کوربه نیپال، ترکمنستان، قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان، بنګله دېش، مالدیف او بوتان هیوادونو ترمنځ پیل سوې، چي قرغزستان او ازبکستان پایلوبي ته لاره پیداکړه. افغانستان په دې ټورنمنټ کي ۴ لوبي ترسره کړې، چي یوه ئې وګټله، خو درې ئې … نور ولولئ