سپورټ

ریال ماډریډ او بارسلونا خپلو سیالانو ته ماته ورکړه

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د څلورمي اونۍ په لوبو کي د شنبې په ورځ ریال ماډریډ لوانتې ته او بارسلونا بیا والینسیا فوټبال لوبډلي ته ماته ورکړه. د ریال ماډریډ او لوانتې فوټبال ټيمونو ترمنځ لوبه د شنبې په مازدیګر د ریال ماډریډ په کورني لوبغالي سانتیاګو برنباوو کي ترسره سوه، چي ریال ماډریډ ۳ ګولونه پر ۲ لوانتې ته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د ریال ماډریډ لپاره کریم بنزیما په ۲۵تمه … نور ولولئ
سپورټ

په کابل کي د ښځینوو ترمنځ د فوټبال لیګ پيل سو

ليکنه: صابر حميدي. د مسئولینو په خبره پرون شنبه د افغانستان فوټبال فدارسیون په لوبغالي کي د ښځینه وو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل سو، چي د هیواد د ۴ ولایتونو څخه پکښي لوبډلو ګډون کړی. د افغانستان فوټبال فدراسیون کي د ښځینه فوټبالرانو د کمېټې مسئولي ارزو رحیمي وویل، چي په دې سیالیو کي د کابل، هرات، بلخ او بامیان ولایتونو څخه ښځينه وو منتخبو لوبډلو ګډون کړی. د رحیمي په خبره، چي … نور ولولئ
سپورټ

شاهین آسمايي فوټبال لوبډلي هم پایلوبي ته لاره پیداکړه.

لیکنه: صابرحمیدي د افغانستان فوټبال غوره لیګ اتم پړاو په سیالیو کي پرون جمعه دوهمه نیمه پایلوبه د شاهین آسمايي او سېمرغ البرز لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چي شاهین آسمايي ـ سېمرغ البرز ته سخته ماته ورکړه او پایلوبي ته ئې لاره پيداکړه. په پرونۍ لوبه کي شاهین آسمايي ۴ ګولونه پر ۰ سېمرغ البرز ته سخته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د شاهین آسمايي لپاره درې ګولوهني روف قادري په ۳۴مه، ۴۶تمه او … نور ولولئ
سپورټ

افغانانو په فوټبال کي هم بنګالیانو ته ماته ورکړه.

ليکنه: صابر حميدي د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله پرون سې شنبه د بنګله دېش فوټبال ملي لوبډلي سره په تاجکستان کي ولوبېده، چي افغان لوبډلي بنګله دېش ته ۱ ګول پر ۰ ماته ورکړه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، چي په یاده لوبه کي د افغان ټیم لپاره لوبډلمشر فرشاد نور د لوبي په ۲۷تمه دقیقه ګولوهنه وکړه. دا سیالي د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۳م کال د آسیا … نور ولولئ
سپورټ

د افغان فوټبال غوره لیګ لومړی پړاو پاي ته ورسېد

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو سیالۍ یوه میاشت مخکي د کابل په عمومي فدراسیون لوبغالي کي د اتو لوبډلو ترمنځ پيل سوي وې، چي په دوشنبه ئې لومړی پړاو(ګروپي سیالۍ) پاي ته ورسېدې او څلورو لوبډلو دوهم پړاو یا نیمه پایلوبي ته لاره پيداکړه. د دې سیالیو په لومړي ګروپ کي طوفان هریرود، میوند اتلان، سېمرغ البرز او موجهای آمو شتون درلود، خو په دوهم ګروپ کي بیا شاهین آسمايي، سپين غر … نور ولولئ
سپورټ

نن افغان فوټبال لوبډله د بنګله دېش سره لوبیږي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن سې شنبه د بنګله دېش فوټبال ملي لوبډلي سره په تاجکستان کي لوبیږي. دا لوبه د تاجکستان په دوشنبې ښار کي ماښام ۶:۳۰ بجې پېلیږي. دا سیالي د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام ته او د ۲۰۲۳م کال د آسیا د ملتونو جام ته د لاري پیداکولو په موخه ترسره کیږي. افغانستان په دې سیالیو کي په پنځم ګروپ کي د قطر، بنګله دېش، هندوستان او عمان … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: افغان ۱۷ کلنه ښځینه لوبډله تر سیالیو وروسته هیواد ته راستنه سوه.

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلن ښځینه ملي ټیم د هند په سبروتو کپ کي ګډون کړی وو، چي په یادو سیالیو کي تر ګډون وروسته د شنبې په ورځ هیواد ته راستون سو. د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلني ښځینه لوبډلي د یاد ټورنمنټ په لومړۍ لوبه کي د هند چندیګر ته ۳ ګولونه پر ۰ ماته ورکړه، دوهمه لوبه ئې د هند د ډهلي سره صفر پر صفر لوبه مساوي پای … نور ولولئ
سپورټ

دستګیر: ځان هيڅکله د قطر فوټبال ملي لوبډلي سره نه پرتله کوو!

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان فوټبال ملي لوبډلي د پنجشنبې په ورځ د قطر فوټبال ملي لوبډلي سره لوبه ترسره کړه، چي افغانستان ۶ ګولونه پر ۰ د قطر څخه سخته ماته وخوړه. دا لوبه د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام ته د لاري پیداکولو او د ۲۰۲۳م کال د آسیا د ملتونو جام ته د لاري پیداکولو په موخه ترسره سوه. تر یادي ماتي وروسته د افغانستان د فوټبال ملي ټیم روزونکي انوش دستګیر … نور ولولئ
سپورټ

د سوک وهني افغان لوبغاړي د نړیوالو سیالیو لپاره روسیې ته ولاړل.

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان د سوک وهني لوبغاړي د سوک وهني نړیوالو سیالیو کي د ګډون په موخه پرون چهارشنبه روسیې هیواد ته ولاړه. د سوک وهني دا نړیوالي لوبي د رواني سپټمبر میاشتي په ۷مه نېټه د روسیې په یکاترینبورګ ښار کي پېلیږي او د یادي میاشتي تر ۲۲مي نېټې پوري دوام کوي. له افغانستانه په دې سیالیو کي دوه لوبغاړي لوبیږي، چي یادو دوو لوبغاړو پرون چهارشنبه د یوه روزونکي او یوه پلاوي … نور ولولئ
سپورټ

زابل کي د سولي په نوم د کرکیټ ولایتي سیاليو کي هلمند اتل سو!

ليکنه: صابرحميدي ۸ ورځي مخکي په زابل ولایت کي د ۸ ولایتونو ترمنځ د کرکیټ ولایتي لوبي پیل سوي وې، چي پرون چهارشنبه د هلمند کرکیټ لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پای ته ورسېدې. د دې سیالیو پایلوبه پرون د هلمند او پکتیکا ټیمونو ترمنځ ترسره سوه، چي هلمند په پایلوبه کي پکتیکا ټیم مات کړ. په یاده پایلوبه کی لومړی توپوهنه پکتیکا وکړه، پکتیکا په ټاکلو شل آورونو کي هلمند ته د ۱۶۰ … نور ولولئ