سپورټ

سوریش رانا: که ډوهني د IPL په راتلونکي پړاو کې نه وي؛ زه هم نه لوبېږم

د هند د کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبغاړي او ددې هیواد په آی پي ایل لیګ کې د چینای سوپرکینګز لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړي سوریش رانا په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې د آی پي ایل په راتلونکي پړاو کې که مهندرا سینګ ډوهني لوبیږي، نو زه هم لوبېږم او که بیا ونه لوبیږي، زه هم نه لوبېږم. سوریش رانا د «News 24 Sports» سره په یوې ځانګړې مرکه کې ددې ترڅنګ ویلې، … نور ولولئ
سپورټ

د سریلانکا کورنی لیګ نوومبر میاشتې ته وځنډول شو

ټاکل شوې وه، د سریلانکا کورني کرکټ لیګ دویم پړاو د رواني جولای میاشتې په ۳۰مه نېټه پيل شوی وای او د راتلونکي اګسټ میاشتې په ۲۲مه نېټه پای ته رسېدلای وای، خو اوس تازه د سریلانکا کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې دا سیالۍ د کورونا ویروس له امله وځنډول شوې. دې بورډ پر خپلې رسمې ټویټر‌پاڼې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، دا لیګ به اوس د نوومبر میاشتې په ۱۹مه نېټه پيل … نور ولولئ
سپورټ

د راشدخان تېرې لوبډلمشرۍ او تر رهبرۍ لاندي لوبو ته یې کتنه

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړی راشدخان ارمان د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹م کال د نړیوال جام له سیالیو وروسته د ملې لوبډلې د درې واړه فارمټونو لوبډلمشر وټاکل شو. د ۲۰۱۹م کال په نړیوال جام کې افغان کرکټ ملې لوبډلې د ګلبدین نایب تر لوبډلمشرۍ لاندي ټولې نهه واړه لوبې وبایللې او په همدې موخه ورباندي توندي نیوکې وشوې او بورډ اړ شو، چې ګلبدین نایب له لوبډلمشرۍ څخه … نور ولولئ
سپورټ

محمدنبي د نړۍ دویم نمبر الراونډر شو

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو الراونډر لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د نړۍ دویم نمبر الراونډر شو. د کرکټ نړیوالې شورا تازه په یو ورځنیو لوبو کې د الراونډرانو درجه بندي اعلان کړه، چې محمدنبي عیسی خېل له درېیم ځای څخه دویم ځای ته پورته شوی. محمدنبي پخوا په درېیم ځای کې شتون درلود، چې اوس د ۲۹۴ نمرو په درلودلو سره د نړۍ دویم نمبر … نور ولولئ
سپورټ

اصغر: د راشد تر کپتانۍ لاندي به د ملې لوبډلې د بریاوو لړۍ روانه وي

په دریو واړه فارمټونو کې د افغان کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان، په شل اوریزه سیالیو کې د ملې لوبډلې نوي ټاکل شوي لوبډلمشر راشدخان ارمان ته مبارکي ویلې. اصغر افغان پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې او ټویټرپاڼې ویلې، راشدخان یوازې د هیواد نه؛ بلکې د نړۍ د غوره لوبغاړو څخه شمېرل کیږي او د هیواد لپاره یې ویاړونه راوړې دي. اصغر زیاته کړې، که خدای کول د راشدخان تر کپتانۍ لاندي به د … نور ولولئ
سپورټ

نجیب‌ ځدران: له راشدخان سره په ګډه دا لوی مسئولیت مخته وړو

په شل اوریزه سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې مرستیال لوبډلمشر نجیب‌الله ځدران په خپلو تازه څرګندونو کې، د شل اوریزه لوبو د کپتان په توګه د ملې لوبډلې پياوړي لوبغاړي راشدخان ارمان ته مبارکي ورکړې. نجیب‌الله ځدران پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې د افغان کرکټ بورډ څخه مننه کړې، چې پر ده یې باور وکړ او شل اوریزه لوبو کې یې د مرستیال لوبډلمشر په توګه وټاکه. ددې ترڅنګ نجیب‌الله ځدران ویلې، له … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان: دا زما دنده ده، چې خپل هیواد او ټیم ته خدمت وکړم

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو سلو توپ‌اچونکي او شل اوریزه سیالیو کې نوي ټاکل شوي لوبډلمشر راشدخان ارمان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، دا یې دنده، ترڅو د خپل هیواد او ټیم لپاره خدمت وکړي. راشدخان ارمان پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې ویلې، دا د افغانستان درې رنګه بیرغ دی، چې ماته یې د راشدخان نوم راکړ او اوس زما دنده ده، چي د خپل هیواد او خپلې لوبډلې لپاره … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان د شل اوریزه سیالیو لوبډلمشر وټاکل شو

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو سلو توپ‌اچونکی راشدخان ارمان د افغان کرکټ بورډ له لوري په شل اوریزه سیالیو کې د نوي لوبډلمشر په توګه او نجیب‌الله ځدران یې بیا د مرستیال لوبډلمشر په توګه وټاکل شو. افغان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، راشدخان د کرکټ نړۍ نامتو او پېژندل شوی لوبغاړی دی، چې د هغه تجربو، کاکرده‌ګۍ او همدارنګه د نوموړي په تېرو کلنو کې د … نور ولولئ
سپورټ

هغه لوبډلې چې شل اوریزه سیالیو کې یې زیاتې شپږیزې وهلې

د کرکټ ټرېکر په نوم یوې هندۍ ورزشي ویبپاڼې د هغو لسو هیوادونو لیست خپور کړی، چې په شل اوریزه سیالیو کې یې زیاتې شپږیزې وهلې او په دې لیست کې د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې نوم هم شتون لري. د یاد لیست په سر کې ویسټ انډیز ملې لوبډله د ۸۸۰ شپږیزو په وهلو سره شتون لري، چې تر نورو هیوادونو یې په شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزې وهلې دي. افغان کرکټ ملې … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال؛ اسپانیا او ایټالیا هیوادونه نن لومړۍ نیمه پایلوبه ترسره کوي

د اروپا فوټبال اتلولۍ لوبو په لړ کې اسپانیا، ایټالیا، انګلستان او ډنمارک هغه څلور هیوادونه دي، چې د ۳۲ هیوادونو له ډلې یې نیمه پایلوبې ته لاره پیداکړې ده. نن شپه په لومړۍ نیمه پایلوبه کې اسپانیا او ایټالیا ملې لوبډلې یو دبل پر وړاندې د شپې ۱۱:۳۰ بجې لوبغالي ته کښته کیږي. ددې دوو هیوادونو ترمنځ دا لوبه د لندن په ویمبلې لوبغالې کې ترسره کیږي. بله پلوه دویمه نیمه پایلوبه بیا سبا … نور ولولئ