سپورټ

د کارابین لیګ تازه خپور شوی مهالوېش او پکې افغان لوبغاړي

د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ کورنی لیګ «CPL» نهم پړاو د روان ۲۰۲۱م کال د اګسټ میاشتې په ۲۶مه نېټه د ویسټ انډیز په کیټس اینډ نیویس جزیره کې پيلیږي او د سیپټمبر میاشتې تر ۱۵مې نېټې پوري به دوام وکړي. نویز پارادوس، بارابادوس پریندیس، جیمیکا تلاواز، لوکا زووکس، ګیانا امازون وایررز او ترینګابو نایټ رایډرز هغه شپږ لوبډلې دي، چې ددې لیګ په نهم پړاو کې به یو د بل پر وړاندې ولوبیږي. … نور ولولئ
سپورټ

نړیواله درجه بندۍ کې مجیب‌ځدران پرمختګ کړی

د کرکټ نړیوالې شورا په شل اوریزه سیالیو کې تازه د توپ‌اچونکو نوې درجه بندي اعلان کړه، چي پکښي یو لړ بدلونونه راغلې دي. د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې سلو توپ‌اچونکی مجیب‌ځدران، چې پخوا یې په شپږم ځای کې شتون درلود، اوس یې یو قدم پرمختګ کړی او په پنځم مقام کې شتون لري. ددې ترڅنګ د انګلستان عادل رشید، چې مخکې یې په څلورم ځای کې شتون درلود، درېیم ځای ته پورته شوی. … نور ولولئ
سپورټ

نړیوالو شل اوریزه لوبو کې څوک زیات د لوبې غوره لوبغاړي ټاکل شوي؟

په نړیوالو شل اوریزه لوبو کې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل په نړیواله کچه ترټولو زیات د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی. نبي د ۱۳ ځلې د لوبې غوره جایزې ترلاسه کولو په پار ترټولو مخکې دی. تر نبي وروسته په دویم ځای کې ویراټ کوهلي، په درېیم ځای کې شاهد افریدي، په څلورم ځای کې محمد حفیظ، په پنځم ځای کې روهیت شرما، په شپږم ځای کې شین … نور ولولئ
سپورټ

د سوپرلیګ نوی جدول، پکې د افغان لوبډلې مقام او سیالۍ

سوپرلیګ   د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د تېر ۲۰۲۰م کال د جولای میاشتې په ۲۷مه نېټه د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې پړاو (سوپرلیګ) پيل کړ، چې لوبې به یې په وقفه يي ډول ترسره کیږي. په سوپرلیګ کې د افغانستان په ګډون ۱۳ هیوادونه شامل دي، چې هر لوبډله د بلې لوبډلې سره په خپل کور کې او د مخالفې لوبډلې په کور کې درې ـ … نور ولولئ
سپورټ

کریس‌ګېل لومړنی لوبغاړی شو، چې شل‌اوریزه لوبو کې یې ۱۴۰۰۰ منډې وکړې

د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ ملې لوبډلې پياوړی او نامتو توپوهونکی کریسل ګېل د کرکټ په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی شو، چې شل اوریزه لوبو کې یې ۱۴۰۰۰ منډې بشپړې کړې. هغه پرون د اسټرالیا پر وړاندې درېیمه شل اوریزه لوبه کې ۶۷ منډې وکړې او په دې سره یې خپلې منډې په شل اوریزه لوبو کې ۱۴۰۳۸ منډو ته پورته کړې.   د کریس ګېل شل اوریزه لوبې   ۱ـ کریسل ګېل د … نور ولولئ
سپورټ

لس هغه لوبغاړي، چې یوه انینګز کې یې زیاتې شپږیزې وهلې

د کرکټ په نړۍ کې شپږیزې هغه څه دي، چې مینوال خورا زیات لري او د کرکټ مینوال غواړي په هره لوبه کې شاټونه وویني او ورڅخه خوند واخلي. زیات شمېر لوبغاړي شته، چې خورا د لوړو شاټونو وړتیا لري او زیاتې شپږیزې یې وهلې دي، چې په همدې موخه موږ دې لیکنه کې لس هغه لوبغاړي درپېژنو، چې د یو ورځنیو لوبو په یوه انینګز کې یې زیاتې شپږیزې وهلې وي. ددې لیست په … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال؛ ایټالیا د یورو کپ اتلولي د دویم ځل لپاره خپله کړه

د اروپا د اتلولۍ کپ په ۲۰۲۰م کال کې ترسره کېدی، خو د کورونا ویروس له امله وځنډول شو او د روان ۲۰۲۱م کال د جون میاشتې په ۱۱مه نېټه پيل شو او دادی تېره شپه «د جولای په ۱۱مه نېټه» د ایټالیا فوټبال ملې لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد. ددې کپ پایلوبې ته د ایټالیا ملې لوبډلې سره د انګلستان ملې لوبډلې لاره پیداکړې وه، چې لوبه یو ـ یو مساوي شوه، … نور ولولئ
سپورټ

ارجنټاین د ۱۵م ځل لپاره د کوپا امریکا سیالۍ وګټلې

د کوپا امریکا سیالیو پایلوبه تېره شپه ارجنټاین او برازیل فوټبال ملې لوبډلو ترسره کړه، چې پکې ارجنټاین یو ګول پر صفر برازیل ته ماتې ورکړه او ددې ټورنمنټ اتلولي یې د ۱۵م ځل لپاره خپله کړه. په یاده لوبه کې د ارجنټاین ملې لوبډلې لپاره انجیل ډیماریا د لوبې په ۲۲مه دقیقه کې ګولوهنه وکړه.   تر پایلوبې وروسته د ارجنټاین ملې لوبغاړو خوښۍ   #CopaAmérica 🏆 ¡A los pies de la copa! Enorme … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان: بېټینګ ته باید په څلورم یا هم پنځم پوزېشن راکښته شم

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړي راشدخان ارمان د کورټلي کرشمه شوو په نوم یوې انلاین ویډیويي خپرونه کې ویلې زه د توپ‌اچونې ترڅنګ پر توپوهنه هم کار کوم او هیله لرم، راتلونکو کلونو کې بېټینګ ته په څلورم یا هم پنځم پوزېشن راکښته شم. راشدخان ویلې د کرکټ پيل یې په توپوهنه کړی او په پيل کې تکړه توپوهونکی و، خو وروسته د خلګو په غوښتنه او په توپ‌اچونه کې … نور ولولئ
سپورټ

نوین‌الحق: شل اوریزه لوبو کې قوي ټیم یو، د نړۍ هره لوبډله ماتولای شو

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تېز توپ‌اچونکي نوین‌الحق د امریکا غږ اشنا راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلې افغان کرکټ ملې لوبډله په شل اوریزه سیالیو کې قوي لوبډله ده او په خبره یې کولای شو، د نړۍ هرې لوبډلې ته ماتې ورکړو. نوین‌الحق په یاده مرکه کې ویلې، راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام کې به مو لومړنۍ هڅه دا وي، چې د ګروپ لوبې وګټو او دویم پړاو ته لاره پيداکړو. … نور ولولئ