افغانستان

تاریخي میمله باغ کې ۴۰ کاله وروسته نرګس ګل مشاعره جوړه شوه؛ موخه یې څه وه؟

راپور: غازي عابد د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ میمله باغ سیمه کې له اوږده ځنډ وروسته د دولت له لورې د نرګس ګل مشاعره ترسره شوه. په دې مشاعره کې ګڼو شاعرانو او فرهنګپالو ګډون کړی و. میمله، امنیت او مشاعره د میملې باغ تاریخي بڼ چې پخوانۍ مخینه لري په وروستیو کلونو کې د سختو ناامنیو شاهده وه. هلته د دولت وسله وال مخالفین فعال ول چې له همدې امله دا تاریخي بڼ … نور ولولئ
په زړه پورې

فیسبوک د چین له ولسمشر بخښنه وغوښته

د فیسبوک ادارې د چین له ولسمشر د هغه د نوم د غلط ژباړلو له امله بخښنه وغوښته. فیسبوک په یوه بیانیه کې ویلي چې دا یوه تخینکي ستونزه وه او د چین له ولسمشر شي جین پینګ یې بخښنه هم غوښتې. د چین ولسشمر میانمار ته تللی او هلته یې د میانمار له مشرې انګ سن سو کیا سره په لسګونو تړنونونه هم لاسلیک کړي دي. د اغلې سن سو په هغه بیانیه کې … نور ولولئ
سیاست

د ایران او امریکا لانجه؛ ټرمپ وایي، خامنه یې دې خبرو سره پام وکړي

د امریکا او ایران ترمنځ د روانې لانجې پرمهال پرون د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په یوه وینا کې ټرمپ مسخره وباله او نیوکې یې پرې وکړې. خامنه يي نه یوازې پر ټرمپ لفظي برید وکړ، بلکې ترڅنګ یې درې اروپایي هیوادونه المان، فرانسه او بریتانیا د امریکا مزدوران وبلل. خامنه يي د قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني پر مرګ چې د امریکايي ځواکونو په یوه برید کې په عراق … نور ولولئ
افغانستان

د خوشحال سعادت لرې کیدل او نوې دنده یې؛ خلک ولې منفي غبرګون لري؟

تازه خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سعادت له خپلې دندې ګوښه شوی دی. سرچینو ویلي چې د ښاغلي سعادت پرځای ډګر جنرال عبدالصبور قانع ټاکل شوی دی. د حکومت چوپتیا ارګ یا د حکومت کومې بلې سرچینې تر اوسه ښکاره نه دي ویلي چې وروستی تغیر رښتیا دی او کنه. خو له څو ورځو راهیسې د خوشحال سعادت د لرې کیدو اوازې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ښه او راښکونکي لکچر ورکولو لپاره ۱۳ مهم ټکي

ژباړه: غازي عابد ۱- له پیل نه را راجلبول. د یوه نوي لکچرر لپاره په لومړیو پنځو دقیقو کې دا طلايي چانس دی چې باید زده کوونکي ځان ته جلب کړي او ویې ساتي. لومړی مو ځان ورمعرفي کړئ، د لکچر اهداف مو ور واضح کړئ او د پایلې یادونه هم وکړئ چې په داسې یوه ښه پایله به لکچر پای ته رسوو، که چیرته مخاطبین همداسې له ځانه سره علاقمند وساتې، نو تر اخره … نور ولولئ
افغانستان

منظور پښتین پرونۍ تاریخي غونډه کې څه وویل؟ د هغه د سنجیده خبرو پياوړی پيغام

د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنو ستره تاریخي غونډه ترسره شوه چې په زرګونو پښتنو په کې ګډون کړی و، دلته مو د منظور پښتین څو خبرې راخیستې او خبرې مو پرې کړي. منظور څه وویل؟ منظور پښتین چې د یاد غورځنګ مشري کوي، پرون یو ځل بیا د یوه لیډر په حیث پر هغه څه وغږید چې پښتون یې له امله ځوریدلی دی. منظور د خړ کمر پيښې ته په اشارې وویل چې د … نور ولولئ
افغانستان

د پښتون ژغورنې غورځنګ ستره غونډه؛ د پاکستان حکومت یې مخه نیسي

د پښتون ژغورنې غورځنګ ستره غونډه چې په بنو کې ترسره کیږي، تر اوسه په کې د زرګونو کسانو د ګډون خبر ورکړل شوی دی او ویل شوي چې لا هم د بیلابیلو سیمو پښتانه دې غونډې ته ور روان دي. پر ټولنیزو شبکو یو شمیر انځورونه خپاره شوي چې د غونډې میدان تقریباً ډک ښکاري او د غونډې شروع کیدو تر وخته شاید دا تعداد له دې هم لوړ شي. د پي ټي ایم … نور ولولئ
په زړه پورې

د روسیې او روسانو په اړه څو په زړه پورې ټکي

روسیه د اسیا او اروپا براعظمونو ترمنځ موقعیت لري، چې په نړۍ کې یو مشهورترین هیواد دی. رسمي ژبه یې روسي ده، خو هلته ۲۷ نورې ژبې هم دي چې د هیواد په بیلابیلو ځایونو کې پرې خبرې کیږي. په افغانستان کې ګڼ خلک د روسیې په اړه پوهیږي، روسان چې د پخواني شوروي اتحاد مشرتوب یې کاوه پر افغانستان د یرغل او افغانستان کې د ماتې له کبله په افغانانو کې مشهور دي. اوسنۍ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

خوښ اوسیدل مهارت دی چې زده کولی یې شئ

ژباړه: غازي عابد – هر انسان نیمګړی دی. که کله تیرو بدو عاتونو او منفي ګرايي ته وګرځیدئ یا منفي ګرا شوۍ، نو هڅه وکړئ، تیر مثبت کړه وړه، د خوښۍ خوشبینۍ وختونه او هغه فایدې چې له دې لارې درته رسیدلي، رایادې کړئ او دا حالت دفع کړئ. همداراز بې وزله او بې لارې چارې نه یاست، ځکه کولی شئ هغو کارونو، خلکو او سرچینو ته مخه کړئ چې بیرته مثبت فکر درکولی شي، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

خپله خوښي، د نورو په خوښۍ کې ولټوئ، خو څنګه؟

لیکنه: هینریک ایډبرګ ژباړه: غازي عابد ددې لپاره چې ځانته یو خوشحاله ژوند برابر کړې، یوه اسانه لار یې دا ده چې نور خلک باید خوشحاله کړې. ولې؟ – ځکه کله چې نور درسره په خوښ تندي مخ شي، ته به هم ورسره خوشحاله شې. – ته به هم د خوښۍ احساس وکړې، ځکه یو ښه کار دې ترسره کړی. – څه چې ورکوې بیرته به یې پایله ترلاسه کړې، ځکه چا ته چې تحفه … نور ولولئ