په زړه پورې

نړۍ او کرونا؛ په ویروس اخته سوي، ۸ مېلیونو کي ۴ مېلیونه روغ سوي

خبریال: فضل الله فضلي څه موده د کرونا ویروس د راپېدا کېدو په مرکز چین کي آرامي وه، خو اوس بیا پکښي نوي پېښي ثبت سوي دي. همداراز د چین ترڅنګ په جنوبي کوریا کي بیا نوي بندیزونه له هغه وروسته لګېدلي، چي نوي پېښي یې تر ۵۰ رسېدلي. اوس مهال په نړۍ کي هره ورځ تر یو لک او ۳۰ زرو ډېري مثبتي پېښي ثبتیږي او وړمه ورځ بیا ځلي په نړۍ کي تر … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ د ویروس د خپرېدو سره سره هیواد ته نړیوالي الوتني پيلیږي

په افغانستان کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي ورځ په ورځ ډېريږي او د نن د مثبتو پېښو په ثبت سره په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر ۲۴،۷۶۶ تنو ته ورسېدئ. نن د هیواد په ۲۱ ولایتونو کي د ویروس ۶۶۴ مثبتي پېښي ثبت سوي، چي تر ټولو ډېرې يې په کابل کي دي او په پاتي ولایتونو کي تر ۴۰ کمي پېښي ثبت سوي دي. همداراز ۲۰ تنه … نور ولولئ
په زړه پورې

نړۍ او کرونا؛ تېره ورځ تر بل هر وخت ډېري ۱۳۶ زره پېښي ثبت سوي

خبریال: فضل الله فضلي په نړۍ کي په کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ د اخته سوو کسانو شمېر تر ۷،۵ مېلیونو اوښتی او هره ورځ تر یو لک ډېري مثبتي پېښي د نړۍ په لر او بر کي ثبتیږي. تېره ورځ بیا په نړۍ کي د ویروس په ریکارډ کچه لوړ شمېر ثبت سو، چي څه باندي یو لک او ۳۶ زره مثبتي پېښي وې. وړمه ورځ ۱۳۵ زره، تر دې وړاندي ۱۳۰ … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ هغه لیست چي د هر ولایت مثبتي پېښي پکښي لیدلای سئ

  خبریال: فضل الله فضلي په افغانستان کي په کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ یا کرونا وایروس باندي د اخته سوو کسانو شمېر ۲۳۵۴۶ ته پورته سو او هره ورځ تر ۵۰۰ ډېري مثبتي پېښي ثبتیږي. همداراز ۳۹۲۸ تنه له ویروسه روغ سوي، خو ۴۴۶ تنو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړئ دئ. دا هغه لیست دئ، چي په هر ولایت کي د کرونا د مثبتو، تداوي سوو او مړو سوو کسانو شمېر پکښي لیکل سوئ … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ بورډ مشر:  تاجکستان لیګ کې لوبغاړو ته د ګډون اجازه نه شو ورکولای

خبریال: فضل الله فضلي د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرحان یوسفزي نن د بورډ له لوري د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي چي افغان لوبغاړو ته د تاجکستان کرکټ لیګ کي د لوبېدو اجازه نه سي ورکولای. نوموړي ویلي: “دا چې د تاجکستان کرکټ فدراسیون اوسمهال د ودې او په دغه هېواد کې کرکټ د غوړېدا په حال کې دی نو موږ هم د افغانستان کرکټ بورډ په استازیتوب د دغه هېواد د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

نړۍ او کرونا؛ په امریکا کې د ویروس مثتبې پېښې تر ۲ مېلیونو واوښتې

خبریال: فضل الله فضلي په نړۍ کې د کرونا ویروس یا کوايد ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتې پېښې لا هم په خپل اوج کې دي او هره ورځ تر یو لک ډېري پېښې ثبتېږي. د نړۍ د لویو چو پر اساس په اروپا کي ویروس تر پخوا ډېر کمزوره سوی، د امریکا لویه وچه لاهم د ویروس د خپرېدو مرکز دئ، آسیا بیا دوهمه وچه ده، چي ویروس پکښي ډېر دئ، خو افریقا کي تر ټولو … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ هیواد کي د ویروس مثبتي پېښي تر ۲۲ زرو هم واوښتې

خبریال: فضل الله فضلي په افغانستان کي په کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ یا کرونا ویروس باندي د اخته سوو کسانو شمېر تر ۲۲ زرو هم واوښت او اوس مهال ټولي ثبتي سوي مثبتي پېښي ۲۲۱۴۲ دي. په تېرو ۲۴ ساعتونو کي ۶۸۳ مثبتي پېښي ثبت سوي دي، چي تر ټولو ډېري یې بیا هم پلازمېنه کابل کي دي. د تازه ثبت سوو شمېرو ترڅنګ ۲۱ تنو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۲۴ تنه … نور ولولئ
افغانستان

د کندهار، ننګرهار، هلمند او کابل یو شمېر ځوانانو د ایران ظلم په سختو ټکو وغانده

خبریال: فضل الله فضلي د ایران حکومت له پېړیو پېړیو راهسي افغانان نه خوښوي او په تاریخ کي یې د شدیدو ظلمونو یادوني سوي دي. له څه مودې راهسي یوځل بیا ایراني پولیسو ایران ته پر اوښتونکو افغان ځوانانو باندي سخت ظلمونه کړي دي. ایراني ځواکونو څو موده وړاندي د افغانستان لوېدیځ سرحد ته نږدې لسګونه افغان ځوانان د اوبو سیند ته واچول، چي له جملې یې تر ۱۶ ډېر کسان مړه سول. له دې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

نړۍ او کرونا؛ په نړۍ کې د ویروس مثبتې پېښې له ۷ مېلیونو هم واوښتې

خبریال: فضل الله فضلي په نړۍ کې د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ ورځنۍ مثبتې پېښې تر یو لک اوړي او د نړۍ په ډېرو زیاتو هېوادونو کې یې مثبتې پېښې ثبتېږي. اوس مهال د نړۍ په ۱۶ هېوادونو د کرونا وبا زرګونه مثبتې پېښې ثبتېږي، خو نن نیوزلینډ هېواد اعلان وکړ، چې د کرونا ویروس ته یې بشپړه ماته ورکړه او په هېواد کې يې ختم شوی دی. حکومت یې وايي چي … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ په هیواد کي د ویروس اصلي شمېر تر رسمي هغې لوړ دی

خبریال: فضل الله فضلي د عامي روغتیا وزارت مرستیال ډاکټر وحید مجروح رسنیو ته وویل چي په هیواد کي د کرونا وبا اصلي شمېر تر رسمي شمېر لوړ دئ. د رسمي شمېر له مخي په کرونا ویروس ککړ خلګ معاینات کوي او او پایله یې د عامي روغتیا وزار سره ثبتیږي، خو ډېر خلګ په کرونا وبا اخته دي، خو معاینات نه کوي. په هیواد کي د کرونا ویروس رسمي ثبت سوي پېښي تر ۲۰ … نور ولولئ