اقتصاد

عمران خان: زموږ د اقتصاد راتلونکی په چین پوري تړلی دی

خبریال: فضل الله فضلي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د الجزيرې تلوېزیوني شبکې سره په یو تازه مرکه کي ویلي چي د پاکستان اقتصادي راتلونکی نور په چین پوري تړلی دئ. نوموړي ویلي:  د پاکستان مبارزه دوام لري او زه نه غواړم، چي هیوادوال مو مخ پر کښته ولاړ سي. عمران خان تېره پنچ شنبه د یادي شبکې سره په خبرو کي زیاته کړه، چي موږ په یوه نوي جوړښت سره روان یو او … نور ولولئ
رسنۍ

د پاکستان ستره محکمه: نواز شریفه! وروستی ځل دې دی، ځان تسلیم کړه

خبریال: فضل الله فضلي د ټایمز آف انډیا د راپور له مخي تېره ورځ د پاکستان ستري محکمې یو ځل بیا پر نواز شریف ږغ کړی، چي پاکستان ته دي ور وګرځي او نور دي ځان تسلیم کړي. نواز شریف تېر کال د نوومبر په میاشت کي د پاکستان څخه لندن ته د درملني لپاره ولاړ. نوموړی په محبس کي د بند پر مهال په ناروغۍ اخته سو او بیا پاکستاني حکومت هغه ته د … نور ولولئ
په زړه پورې

سږ کال حاجیانو په ژړا، فریادونو او دعاګانو سره حج اداء کړ + انځورونه

خبریال: فضل الله فضلي سږ کال د لوی اختر د حج په مراسمو کي د سعودي حکومت لخوا ۱۰ زرو تنو د حج اداء کولو اجازه ورکول سوې وه. د کرونا ویروس له امله د حج مراسمو خورا په سختو شرایطو کي ترسره سول او یاد ۱۰ زره تنه حج کوونکي یوازي د سعودي هیواد اوسېدونکي وه. دا د لسیزو وروسته هغه حج اکبر وو، چي د کرونا نړیوالي اوبا ټکنی کړ او د نړۍ … نور ولولئ
افغانستان

د سپین بولدک – چمن پر کرښه د جګړې وروستی حال؛

خبریال: فضل الله فضلي نن مازیګر د افغان امنیتي ځواکونو او پاکستانیو ملېشو ترمنځ سخته جګړه پیل سول. جګړه هغه مهال رامنځ ته سول، چي د کرښي ها غاړي چمن کي خلګو د پرلت څخه په تاوتریخوالي لاس پوري کړ او پاکستاني ملېشو پر لاریون کوونکو او بند مسافر افغانانو باندي ټکان وکړل. وروسته افغان ځواکونو پر پاکستاني ملېشو برید وکړ، چي تراوسه یې دوام درلود. جګړه اوس درېدلې، پاکستاني ځواکونه پر شا سوي، ځني … نور ولولئ
افغانستان

د سپین بولدک او چمن پر کرښه د  افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ درنه جګړه پیل سوې

خبریال: فضل الله فضلي دوه ساعته وړاندي د افغان امنیتي ځواکونو او پاکستانیو ملېشو ترمنځ د سپین بولدک او چمن دروازې ته نږدې د دواړو لورو لخوا درنه جګړه پیل سوې ده. جګړه د افغان په مقبوظه خاوره چمن کي د بند سوو مسافر افغانانو تر زورولو وروسته پیل سوې ده. تېره ورځ پاکستان ویلي وه، چي د اختر په مناسبت به دروازه خلاصه وي، چي تېره ورځ یې خلاصه کړې او نن یې بنده … نور ولولئ
افغانستان

کرکټ؛ داځل ۶ افغان لوبغاړي په کارابین لیګ کي ۳ لوبډلو واخیستل

فضل الله فضلي نن (دوشنبه) د ویسټ انډیز د ستر شل اوریز سوداګریز کرکیټ لیګ (کارابین) د لوبغاړو بولۍ ترسره سول او ۶ افغان لوبغاړي د ۳ لوبډلو لخوا رانیول سول. دا لومړی ځل دئ، چي ۶ افغان لوبغاړي په کارابین کرکیټ لیګ کي اخیستل کیږي او لوبیږي. راشدخان او رحمن الله ګربز بارباډوس ټریډینټس لوبډلي واخیستل. د لوبډلي نوملړ: محمدنبي او نوراحمد لکڼوال بیا سینټ لوشیا زووکس رانیول. د لوبډلي نوملړ: قیس احمد او … نور ولولئ
په زړه پورې

د کرونا وبا مثبتي پېښي له ۱۰ مېلیونو او روغ سوي له ۵ مېلیونو اوښتي

خبریال: فضل الله فضلي تېره ورځ په نړۍ کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي تر ۱۶۳ زرو پوري ثبت سوي وې. لدې سره د نړۍ په ۱۸۸ سیمو او هیوادونو کي په کرونا ویروس د اخته سوو کسانو شمېر تر ۱۰ مېلیونو واوښتی او پدې شمېر کي بیا د روغ سوو کسانو شمېر تر ۵ مېلیونو ډېر سوئ دئ. همداراز بیا له دې ویروسه د مړینو شمېر تر ۵ لکو … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ په هیواد کي له ویروسه، نن او پرون ۳۳۳۴ تنه روغ اعلان سوي

خبریال: فضل الله فضلي د عامي روغتیا وزارت د رسمي معلوماتو له مخي تېره ورځ او نن له کرونا ویروسه ۳۳۳۴ تنه روغ سوي او ترڅنګ يې ۳۰ تنه مړه سوي هم دي. تېره ورځ د کرونا وبا مثبتي پېښي ۳۵۱ وې او نن بیا په ۱۶ ولایتونو کي د ۲۷۱ مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکول سوئ دئ. پدې پېښو کي تر ټولو ډېري يې په پلازمېنه کابل کي ۱۳۰ دي. په ټول هیواد … نور ولولئ
په زړه پورې

کرونا لا هم په چټکۍ خپریږي او پر وړاندي یې ۱۲۰ واکسینونه تر کار لاندي دي

خبریال: فضل الله فضلي په نړۍ کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي لا هم په خپل اوج کي دي او نوي مثبتي ورځنۍ پېښي یې تر ۲ لکو پوري رسېدلي دي. تېره ورځ په نړۍ کي تر بل هر وخت لوړ شمېر او په ریکارډ ډول ۱۹۴ زره مثبتي پېښي ثبت سوي دي. خو د کرونا ویروس پر وړاندي په نړۍ کي تر ۸۰ ډېري روغتيايي ډلي په ۱۲۰ واکسینونو … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ په هیواد کي د ویروس ورځنی شمېر تر ۳۰۰ کښته سوی

خبریال: فضل الله فضلي په هیواد کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي ثبت سوي پېښي له ۳۰ زرو اوښتي او اوس مهال ۳۰۶۱۶ ته رسېدلي دي. پدې شمېر کي ۷۰۳ تنه مړه سوي او ۱۰،۶۷۴ تنه بیا له ویروسه روغ سوي دي. اوس مهال له دولت سره ۱۹،۲۳۹ تنه ثبت سوي، په کرونا ویروس لاهم اخته دي. په تېرو څو ورځو کي په هیواد کي د کرونا ویروس مثبتي ورځنۍ پېښي … نور ولولئ