طبیعت

دا کیشپ سیرو نومیږي او ۵۴مه کلیزه يې ولمانځل سول

لیکنه: فضل الله فضلي د اسټرالیا د پرت ښار په پرت باغ وحش کي د سیرو په نامه دغه امریکايي کیشپ ساتل کیږي. وړمه ورځ د ”سیرو “کیشپ ۵۴ کاله پوره سول او د باغ وحش مسؤلینو او ننداره چیانو يې کلیزه ولمانځله. په کلیزه کي یې دغه کیشپ ته دده خوارکي مېوه هندواڼه اماده کړې وه. سیرو د نن څخه ۵۴ کاله مخکي په ۱۹۶۶م کال کي د امریکا متحدا ایالاتو په سن ډیاګو … نور ولولئ
اقتصاد

د ټرمپ لخوا د ټیک ټاک او ویچټ له بندولو وروسته د چین خبرداری

فضل الله فضلي د نړۍ په روانه اقتصادي جګړه کي د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا په وروستي اقدام کي د امریکا په متحده ایالاتو کي د چین پر دوو لویو اپلیکېشنونو بندیز لګېدلئ دئ. امریکایان له دې بندیز سره نور نسي کولای، چي د ویډیو مشهور چینايي آپ ټیک ټاک او د میسج آپ ویچټ ډاونلوډ او استعمال کړي. د ټرمپ لدې اقدام وروسته چين د خپلو شرکتونو د ګټو د خوندي کولو لپاره … نور ولولئ
په زړه پورې

د کرونا ویروس مثبتي پېښي له ۳۰ مېلیونو واوښتې، هند او امریکا يې ډېر ځپلي

خبریال: فضل الله فضلي د نن د نویو ثبت سوو پېښو سره، په نړۍ کي د کرونا ویروس مثبتي ثبت سوي پېښي تر ۳۰ مېلیونو واوښتې. د دې وبا ورځنۍ پېښي تر ۳ لکو رسېدلي دي. اوس مهال په نړۍ کي تر ټولو ځپل سوي هیوادونه لومړی امریکا، ورپسې هند او بیا برازیل او روسیه هیوادونه دي. آمریکا کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر ۶،۸ مېلیونو ته رسېدلی، چي پدې کي څه باندي … نور ولولئ
سپورټ

شپږیزه؛ شاپور د خپل ځوان سیال ګربز سره سبا پایلوبه ترسره کوي

خبریال: فضل الله فضلي سبا د کورني سوداګریز شپږیزه کرکیټ لیګ اووم پړاو پایلوبه ترسره کیږي. دا پایلوبه د شاپور ځدران په لوبډلمشرۍ د میس عینک اتلانو او ځوان او نوي لوبډلمشر رحمن الله ګربز په مشرۍ د کابل بازانو ترمنځ د کرکیټ بورډ په عمومي لوبغاړي کي ترسره کیږي. نن د کوارټر فاینل په دوهمه لوبه کي د بندآمیر ښامارانو لوبډلي چي لوبډلمشري یې اصغر افغان کول د میس عینک لخوا له لیګ څخه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د اېل‌جي نوی دوه سکرین لرونکی ځیرک مبایل بازار ته وړاندي کیږي

فضل الله فضلي د جنوبي کوریا د ټکنالوجۍ جوړوونکو توکو کمپنۍ یو شرکت (اېل‌جي) نوی ځیرک مبایل بازار ته وړاندي کوي، چي دوه مخه (سکرینه) لري. یو سکرین د مبایل پر مخ شتون لري او بل سکرین د مبایل د لومړي سکرین لاندي دئ، چي د لومړي سکرین په څرخولو سره دوهم سکرین ښکاره کیږي. دا مبایل لومړی ۵ میاشتي وروسته په جنوبي کوریا کي بازار ته راوځي او وروسته به په اروپا کي بازار … نور ولولئ
افغانستان

خواجه آصف ته د منظور پښتین، وحید عمر، رحمت الله نبیل او محسن داوړ ځواب

فضل الله فضلي د پاکستان پخواني د کورنیو چارو وزیر خواجه آصف په ټویټر کي یو ټویټ کړی او دا ټویټ د سیمي او په خاص ډول د افغانانو غبرګونونه راپارولي دي. وړمه ورځ خواجه آصف په ټویټر کي د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو او په قطر کي د طالبانو د مرستیال ملابرادر د عکس په پورته کولو سره لیکلي وه: (زور ستاسي سره دئ او الله زموږ سره دئ، الله … نور ولولئ
افغانستان

حنیف اتمر: د موقت حکومت موضوع قطعاً نسته او لومړی پر اوربند خبري کوو

خبریال: فضل الله فضلي د بین الافغاني مذاکراتو د پیلیدو سره سم د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمدحنیف اتمر قطر ته پر لاري رسنیو ته ویلي، چي په بین الافغاني مذاکراتو کي قطعاً د موقت حکومت موضوع نه مطرح کیږي. نوموړي ویلي: د موقت حکومت موضوع قطعاً نسته او لومړی موضوع د مذاکراتو داده، چي پر اصولو، وخت او ځای خبري کیږي. ښاغلي اتمر زیاته کړه، چي ددې ترڅنګ به پر اوربند کولو … نور ولولئ
سپورټ

شپږیزه؛ د شاپور میس عینک او د اصغر ښامارانو خپلي دریمي لوبي وګټلې

خبریال: فضل الله فضلي د شپږیزه کرکیټ لیګ په اووم پړاو سیالیو کي نن میس عینک اتلان د سپین غر زمریانو پر وړاندي او آمر نهنګان د بندآمیر ښامارانو سره ولوبېدل. د لیګ شپږمه او د نن لومړۍ لوبه بندآمیر ښامارانو د آمو نهنګانو څخه په ۷ ویکیټو وګټل. د لوبي پچه د ښامارانو لوبډلمشر اصغر افغان وګټل او د آمو لوبډلي د جاوید احمدي په لوبډلمشرۍ د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۴۳ … نور ولولئ
سپورټ

شپږیزه؛ اصغر افغان د ګلبدین نایب لوبډلي ته ماته ورکړه

لیکنه: فضل الله فضلي د شپږیزه کرکټ لیګ پنځمه لوبه نن د بندآمیر ښامارانو او بُست ساتونکو لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چي پکښي بندآمیر ښامارانو په ۹ ویکټو بریا خپله کړه. د بندآمیر ښامارانو نوملړ: بندآمیر ښامارانو نن دغه ۱۱ لوبغاړي ولوبول؛ لوبډلمشر اصغر افغان، عثمان غني، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدران، شراف الدین اشرف، طارق ستانګزی، میرویس اشرف، ناصر جمال، سلام وقارخیل، حمید حسن او ویکیټ ساتونکی اکرام عليخیل. د بُست ساتونکو نوملړ: بُست … نور ولولئ
سپورټ

شپږیزه لیګ؛ بُست او سپین غر لوبډلو خپلي لومړۍ لوبي وګټلې

خبریال: فضل الله فضلي شپږیزه کورنی کرکیټ لیګ تېره ورځ پیل سو او وړمه شپه یې د پرانیستني مراسم د ولسمشر اشرف غني په شتون کي ترسره سول. د دې ۷م پړاو لیګ لومړۍ لوبه میس عینک اتلانو له بندامیر ښامارانو څخه په یوه منډه وګټل. نن د یاد لیګ دوې لوبي ترسره سوې، چي د سپین غر زمریانو او بُست ساتونکو لوبډلو خپلي لومړۍ لوبي وګټلې. لومړۍ لوبه د سپین غر زمریانو لوبډلي له … نور ولولئ