بریا او پرمختګ

د کندهار ولایت مقام عبدالباري نوراني وستایه.

عبدالباري نوراني هغه ځوان دئ، چي تراوسه یې ګوګل ژباړن ته زرګونه پښتو جملې اضافه کړي دي. نوموړي تېره اونۍ یاران ته د مرکې پر مهال وویل چي تراوسه یې ګوګل ژباړن ته له انګلیسي څخه پښتو ته شاوخوا ۷۰،۴۰۰ جملې ژباړلي او لا هم غواړي، چي په ګوګل ژباړن کي پښتو ژباړه قوي او غني کړي. نن نوراني د کندهار ولایت مقام ته غوښتل سوی وو، او هلته د مراسمو پر مهال وستایل سو. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ځواني په خدمت کي؛ دغه کندهاری ځوان ډېر ستر کارونه وړیا کوي.

عبدالباري نوراني؛ په کندهار کي د یو کمپیوټر ورکشاپ مشر دئ. نوراني تراوسه پښتو ګوګل ژباړن ته ۷۰،۴۱۰ جملې ژباړلي دي، له دې وروسته غواړي چي د هیواد د ګوګل نقشې او د ګوګل عکسونو، پښتو ویکیپيډیا، پښتو-عربي او پښتو-اردو ډیکشنرۍ ته کار وکړي او ترڅنګ یې د کندهار یو شمېر زده کوونکي د کمپیوټر هارډویر په برخه کي هم وروزي. نوراني په کندهار کي اوسیږي، هغه له تېر یو نیم کال څخه ګوګل ټرانسلېټ … نور ولولئ
سپورټ

په کندهار کي په لومړي ځل د یو خصوصي تحصیلي نهاد لخوا د کرکیټ جام پیل سو.

په کندهار ولایت کي د لومړۍ ځل لپاره د یو خصوصي تحصیلي نهاد (ډاکټر مامون (طاهري) د روغتيايي علومو انستیتوت) لخوا د ځونانو په نامه د کرکیټ ۱۴ اوریز جام په لومړۍ سيالۍ سره پیل سو. د ځوانانو په دې جام کي ۶۴ لوبډلي لوبیږي او د اونۍ په اخیره ورځ لوبي کوي او ددې جام اتلي لوبډلي او غوره لوبغاړو ته د انستیتوت لخوا لويي جایزې هم په نظر کي نیول سوي دي. د … نور ولولئ
افغانستان

د بیرغ ملي ورځ؛ د افغانستان بیرغ ۴ نیم زره کلن دئ.

په دې لیکنه کي د افغانستان د معاصر تاریخ دپیل څخه د هیواد د بیرغ په اړه معلومات لیکل سوي دي. د هیواد له هوتکي دورې څخه بیرغ یوازي په تور رنګ پیل سو، خو له ۱۷۴۷م کال څخه وروسته د افغانستان معاصر تاریخ او د سترامپراتور غازي احمدشاه بابا دوره پیل سوه، چي بیرغ یې په لاندي شکل اوږد مثلث ډوله وو. د افغانستان د اکاډمي علومو ریاست مشاویر استاد حبیب الله رفیع وايي، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د پلاستیکي کڅوڼو ضد کمپاین ترسره سو.

نن د کندهار د چاپیریال ساتني ریاست لخوا د پلاستیکي توکو د استعمال پر ضد د عامه پوهاوي کمپاین ترسره سو. په دې کمپاین کي د یاد ریاست کارکوونکو، مدني فعالانو او یو شمېر رضاکاره ځوانانو برخه اخیستې وه او پر مهال یي د ښار په مختلفو ساحو کي خلګو ته د ټوکر کڅوڼي د پلاستیکي کڅوڼو پر ضد ووېشلي. دوی د کمپاین پر مهال دوکاندارانو او د لاري تېرېدونکو خلګو ته د پلاسټیک د … نور ولولئ
سپورټ

افغان ځوانانو بایللې لوبه وګټل.

افغان الف لوبډلي د بنګله دېش الف لوبډلي ته په یو په زړه پوري لوبه کي په څلورو ویکیټو او پنځو توپونو ماته ورکړه. په نن دوهمه یو ورځنۍ لوبه کي افغان الف لوبډلي د لوبي پچه وګټل او توپ اچونه یې انتخاب کړه. بنګله دېش په لومړۍ پاڼۍ کي د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۸ منډې وکړې، چي د لوبډلي لپاره تر ټولو ډېري محمد میتن ۸۵ منډي وکړې. افغان توپ اچوونکو فضل … نور ولولئ
سپورټ

د زیمبابوې معلولینو ملي لوبډله له نړیوال جام څخه بهر سوه.

له هغه وروسته چي د کرکیټ نړیوالي شورا اعلان وکړ، چي نور د زیمبابوې کرکیټ بورډ ورسره غړی نه دئ، نو لوبډله یې نوره هم له ګډوډیو سره مخ سوه او د زیمبابوې هیواد نورو کرکیټ لوبډلو ته هم صدمې ورسېدې. د کرکیټ نړیوالي شورا تازه د معلولینو کرکیټ نړیوال جام څخه د زیمبابوې د معلولینو کرکیټ لوبډلي نوم ایسته کړ او په جام کي یې له لوبېدو څخه بې برخي کړه. د راتلونکي اګسټ … نور ولولئ
سپورټ

افغان الف لوبډلي بنګله دېش ته په لومړي سریز کي ماته ورکړه.

افغان الف لوبډلي نن د بنګله دېش الف لوبډلي څخه د غیر رسمي دوو ټیسټ یا فرسټ کلاس لوبو سریز یو پر صفر وګټئ. لومړۍ لوبه افغان الف لوبډلي د بنګله دېشۍ الف لوبډلي څخه په ۷ ویکیټو وګټل، چي د یادي لوبي غوره لوبغاړی قیس احمد وټاکل سو. په دوهمه فرسټ کلاس لوبه کي د دواړو لوبډلو لوبه مساوي پای ته ورسېده، چي د لوبي غوره لوبغاړي بیاهم د افغان الف لوبډلي څخه ابراهیم … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال؛ د افغانستان په شمول د آسیا جام او نړیوال جام لپاره پچه اچونه کیږي.

د فوټبال نړیوال اداره یا فیفا خبر ورکوي، چي راتلونکې چهارشنبه به د قطر د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۳ آسیا ملتونو فوټبال جام لپاره د هیوادونو د ملي لوبډلو پچه اچونه د مالیزیا په کولالمپور ښار کي ترسره سي. د فوټبال راتلونکئ نړیوال جام په قطر هیواد کي د ۳۲ ملي لوبډله ترمنځ ترسره کیږي. دا نړیوال جام د ۲۰۲۲ عیسوي کال د نومبر په میاشت کي پیلیږي، چي ددې کال په … نور ولولئ
سپورټ

له څه مودې ځنډ وروسته د نړۍ مشهور فوټبال لیګونه بیا پیلیږي.

د سږني فصل لالیګا، بونډس لیګا، پریمیر لیګ او سیر اې لیګونه په راتلونکې عیسوي میاشت کي د رخصتیو وروسته بیا پیلیږي. د نړۍ دا مشهور څلور لیګونه د جرمني، انګلیستان، هسپانيې او ایټالیا هیوادونو پوري تړوا لري. لالیګا لیګ د روان عیسوي کال د اګسټ پر ۱۶مه ڼېته د بارسلونا او اتلاتیک کلب په لوبي سره پیلیږي. ددې لیګ په لومړۍ اونۍ کي په ټول ټال لس لوبي ترسره سي. لالیګا د نړۍ تر … نور ولولئ