سپورټ

محمدنبي پرون ریکارډونه جوړ کړل

محمدنبي عیسی خېل د مارچ په ۳۱ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د راجیف ګاندي په لوبغالي کې د آې پي ایل سیالیو په ۱۱ مه لوبه کې د بنګلور خلاف خپل نوم د آې پي ایل په وېب پاڼه ۳ ځایونو کې ثبت کړ. لومړی ریکارډ په ۲۰۱۹ کال آې پي ایل کې تر دې دمه حېدراباد د لوړ ټارګېټ بنسټ کېښود ۲۳۲ منډې هدف په ۲۰۱۹ کال کې تر اوسه پورې لوړ … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان د حېدراباد لپاره اتل شو

راشدخان د آې پي ایل په اتمه لوبه کې د راجستان خلاف د حېدراباد لپاره د اتل رول ولوباوه او حېدراباد ته یې یو ځل بیا لومړۍ بریا ورکړه. راشدخان په لومړي اوور کې یې د راجستان خطرناک او برید کوونکی توپ وهونکی جاس بټلر د ګوګلي ښکار کړ او په ۵ منډو یې کلین بولډ کړ. هغه مهال راشدخان د مبصرینو په خوله خورا ډېر وستایل شو. راشدخان په خپل لومړي اوور او د … نور ولولئ
سپورټ

د ملېنګا فري هېټ او د لوبڅار تېروتنه

د مارچ په ۲۸ مه نېټه د آې پي ایل ۷ مه لوبه په بنګلور ښار کې د کوربه لوبډلې رویال چلېنجرز بنګلور او مېلمنې لوبډلې ممبيي انډیئنز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. بنګلور، ممبيي لوبډله توپ وهنې ته دعوت کړه. ممبيي په شل اورونو کې ۱۸۷ منډې وکړې او ۱۸۸ منډې هدف شو. دوهمه پاڼۍ کې لوبه هله جنجالي شوه، کله چې دوو اورونو کې ۲۲ منډې پاتې وې. د ممبيي چټک بالر جسپرېت بومرا … نور ولولئ
سپورټ

ویسټ انډیز کې زیږیدلی ځوان د انګلستان په ملي لوبډله کې

ارچر چې په ویسټ انډیز کې زېږېدلی او پلار یې انګلستانی دی، له اوږود انتظار وروسته یې ارمان پوره کېږي او د انګلستان په لوبډله کې شامل شو. جوفرا ارچر چې اوس ۲۳ کاله عمر لري او د نړۍ په ټولو لیګونو کې لوبېږي؛ خورا خطرناک یارکر غورځوونکی توپ اچوونکی دی. هغه اوس راجستان رویالز لوبډلې سره په آې پي ایل کې لوبېږي. د انګستان لوبډلمشر ایئن مورګن ویلي هغه به اوس د پاکستان خلاف … نور ولولئ
سپورټ

د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سيالۍ دا ځل په ښه کيفيت ترسره کېږي

د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنیو سيالیو لومړی پړاو چې د اپريل په ۴مه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې پورې به دوام ومومي، په ترڅ کې به یې په یاده موده کې ۱۵ لوبې ترسره شي چې هره لوبډله به ۵ لوبې ترسره کوي، د کرکټ بورډ په وېنا چې دغه لوبې به دا ځل په ډېر معیاري او ښه کیفيت سره ترسره شي او دویم پړاو لوبې به یې … نور ولولئ
سپورټ

ایا د اشوېن له خوا د جاس بټلر اوټ کېدل قانوني و؟ نړیوالو لوبغاړو یې په اړه ویلي

د کرکټ لوبغاړو د دوشنبې په ماښام د آې پي ایل په دریمه لوبه کې د جاس بټلر سوځېدل غېرې قانوني بللي، د کرکټ د نړۍ په اوسنیو او پخوانیو لوبغاړو کې ډېری هغو د اوټ کېدو په دې ډول باندې نظرونه ورکړي. دې رقم اوټ کېدلو ته منکد اوټ وایي. اشوک وېنو منکد د هندوستان پخوانی توپ وهونکی و، هغه د هندوستان لپاره ۲۲ ټېسټ لوبې کړې وې، هغه تېر مهال د دې ډول … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان کرکټ بورډ کابل کې ۱۵ ویشتنځایونه جوړوي

د افغانستان کرکټ بورډ د لومړي ځل لپاره په کابل لوبغالي کې له وطنۍ خاورې ۱۵ بېلابېل ویشتنځایونه (پېچونه) جوړوي. د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجراییه رییس اسدالله خان ویلي، د کابل لوبغالي په سرلوڅې روزنځای (اکاډمي) کې به د لوبغاړو لپاره د غوره اسانتیاوو رامنځته کولو او او تمریناتو لپاره د یوې نیمې میاشتې په موده کې له وطنۍ خاورې ۱۵ ویشتنځایونه جوړ شي. ښاغلي اسدالله خان زیاته کړه: ((له ډېرو هلو ځلو وروسته … نور ولولئ
سپورټ

آې پي ایل کې بله لانجه

تاسې د آې پي ایل څلورمه لوبه کې د جاس بټلر د اوټ د پېښې شاهدان یاست او یاران کې مو د هغه اوټ په اړه ولوستل، چې ډېری غبرګونونه یې راپارولي وو. خو تېره شپه د آې پي ایل په پنځمه لوبه کې د چینای او ډیلي لوبډلو ترمنځ دوهمه پاڼۍ کې د دوو لوبغاړو ستونزه راولاړه شوه، چې بیا لوبډلمشر منځګړی شو. پېښه داسې وه، چې د ډیلي لوبډلې بالر اېشنټ شرما توپ … نور ولولئ
سپورټ

د جاس بټلر سوځولو ناندرې راپارولي

د آې پي ایل په څلورمه لوبه کې چې د هندوستان په راجستان سیمه کې په جېپور ښار کې ترسره شوه، د پنجاب او راجستان لوبه له ولولو ډکه وه، لومړیو کې د کرېس ګېل شپږیزو او څلوریزو لوبه خورا ګرمه کړه. پنجاب ۱۸۵ منډې هدف ورکړ. د ټارګېټ د پوره کولو پر مهال جاس بټلر چې د راجستان اوپنر دی خورا ښه توپ وهنه پیل کړې وه، په ۴۳ توپونو یې ۶۹ منډې کړې … نور ولولئ
سپورټ

په IPL کې د حضرت ځاځي د لوبیدو غوښتنه

حضرت الله ځاځی چې د نړۍ په کچه یو له سترو هېټرانو دی، په دې وروستیو کې د کرکټ لوبې بازار خورا ګرم دی او نړیوال یې هم د لوبې مینه وال شوي دي. ځاځي د ریکارډونو پیل د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ کې د تېر کال اکټوبر میاشت کې وکړ، هغه د کابل لوبډلې لپاره د برید کوونکي او اوپنر توپ وهونکي په توګه پیل وکړ. هغه د بلخ لوبډلې په اف برېک توپ … نور ولولئ