سپورټ

الزاري جوسیف په IPL کې د نوو ریکارډونو بنسټ کېښود

د ویسټ انډیز ۲۲ کلن چټک توپ غورځوونکي الزاري جوسیف د آې پي ایل په ټولو ریکارډونو کرښه راښکله او د یو نوي ریکارډ اساس یې کېښود. د آې پي ایل په ۱۸ مه لوبه کې حېدراباد د پچې په ګټلو سره لومړی توپ اچونه وکړه، په توپ اچونه کې محمدنبي عیسی خېل او راشدخان ارمان شهکار وکړ، یو یو لوبغاړی یې وسوځاوه. محمدنبي ۴ اورونو کې ۱۳ منډې ورکړې، روهېت شرما یې وسوځاوه او … نور ولولئ
سپورټ

براوو له چینای سره د دوه اونیو لپاره مخه ښه وکړه

د ویسټ انډیز تکړه الراونډر دیجی براوو د ټپ له امله له چینای لوبډلې سره نه لوبېږي. د چینای لوبډلې د توپ وهنې روزونکي مېچل هسي وویل، چې براوو ژوبل دی او نه شي کولای چې د پنجاب لوبډلې خلاف نننۍ لوبه کې ولوبېږي. مېچل هسي ویلي هغه به دوه اوونیو کې بېرته عادي حالت ته راشي او ستونزه به یې حل شي. مېچل هسي زیاته کړه، مونږ هڅه کوو چې د هغه پر ځای … نور ولولئ
سپورټ

دوه اورونه، د بونډریانو باران او کولي ته سخته ماته

د آر سي بي او کلکتې لوبډلو لوبه خورا ګرمه او خطرناکه وه، په لومړۍ پاڼۍ کې د ویرات کولي او ای بي ډیویلیئرس توپ وهنه ښه مخته لاړه، ویرات کولي په ۴۹ توپونو ۸۴ منډې وکړې، ۹ څلوریزې او ۲ شپږیزې پکې شاملې وې، ای بي ډیویلیئرس بیا په ۳۲ توپونو ۶۳ منډې وکړې، چې څلور یې شپږیزې او ۵ یې څلوریزې وهلې وې. آر سي بي د روان آې پي ایل دریم ستر … نور ولولئ
سپورټ

په اوس وخت کې د لوبډلمشر بدلول څنګه اقدام دی او څه باید وشي؟

د کرکټ بورډ عمومي رئیس سویلي افریقا ته د لوبغاړو له تګ وړاندې له هغوی سره ناسته وکړه د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي عزیزالله فضلي نن د غوراوي کمېټې له خبري ناستې وروسته له ملي لوبغاړو سره ناسته وکړه او دوی ته یې د لا ډېرو لاسته راوړنو او خپلو هېوادوالو ته د خوښيو ورکړې هیله څرګنده کړه. د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې نن د یوې خبري ناستې پر مهال د کرکټ لوبې … نور ولولئ
سپورټ

محمدنبي حېدراباد لوبډله لومړي مقام ته ورسوله

د آې پي ایل سیالیو په دوام ۱۶ مه لوبه د ډیلي کپېټلز او حېدراباد لوبډلو ترمنځ په فِروز شاه کوټله لوبغالي کې ترسره شوه. ټاس حېدراباد وګاټه او توپ اچونه یې وکړه، ډیلي لوبډله په لومړي سره کې د محمدنبي د او بونېشور کومار د توپ اچونې ښکار شوه. محمدنبي شېکردوان او رېشاب پنټ له لوبغالي بهر کړل. نبي په ۴ اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې واخېستې. دوه افغان لوبغاړي … نور ولولئ
سپورټ

د IPL د ټولو لوبډلو مالکان، شرکتونه او لوبډلمشران

آې پي ایل په ۲۰۰۸ کال کې پیل شوی له هغه وخته یې سپانسري یا مالي ملاتړ ځېنې کمپنۍ او اشخاص کوي. دلته یې په اړه بشپړ معلومات درکوو: ممبيي لوبډله د ممبيي لوبډلې مالکه موکېش امباني دی؛ خو چارې یې انېتا امباني پر مخ وړي. په دې کې د هندوستان سپورټس شخصي کمپنۍ هم ګډون لري. د دې لوبډلې لوبډلمشر روهېت شرما دی، دې لوبډلې درې ځلې د آې پي ایل اتلولي ګټلې. چینای … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان: زه داسې توپ غورځوم چې توهونکی یې په اسانۍ نه شي لوبولی

راشدخان په داسې حال کې د ښې توپ اچونې خبره کوي، چې په ۲۰۱۹ م کال آې پي ایل کې یې په درې لوبو کې یواځې دوه وېکټې اخېستي او په درې واړو لوبو کې یې ۷۵ منډې ورکړي. هغه روانو لوبو کې یو ځل مېن اف د مېچ یا د لوبې غوره لوبغاړی راغلی دی. ۲۰۱۷ م کال کې راشدخان او محمدنبي عیسی خېل له حېدراباد لوبډلې سره ملګري شول، په لومړیو کې د … نور ولولئ
سپورټ

کندهار کې د کرکټ لوبغاړو لپاره مېلمستون

پرون په کندهار کې د شا وخوا ۲۴ ملیون افغانیو په لګښت د کرکټ لوبغاړو لپاره د مجهزه مېلمستون جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او د اقتصاد وزارت په ګډه ددغه میلمستون د جوړولو بنسټ کیښود. د افغانستان کرکټ بورډ ادارې مشر ښاغلي عزیز الله فضلي په دغه غونډه کې وویل، ډېره د خوشالي ورځ ده چې په تاریخي کندهار کې د مېلمستون پرانېسته کېږي چې دغه مېلمستون به … نور ولولئ
سپورټ

ننګرهار کې په رسمي ډول د ښوونځیو ترمنځ د کرکټ لوبې

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې پرون د لومړي ځل لپاره د کرکټ بورډ د لوبې پراختیایي څانګې له لوري په رسمي ډول د ښوونځي په کچه (School level)کرکټ لوبو پرانېسته وشوه، چې پکې د یادې څانګې د مشر تر څنګ د ننګرهار د پوهنې رییس او اړوند مسوولینو ګډون کړی وو. د کرکټ بورډ د لوبې پراختیا څانګې مسوول ښاغلي جار عبدالرحیمزي په دې اړه وویل، له دې وړاندې د هېواد په … نور ولولئ
سپورټ

د ۲۰۱۹ کال په IPL کې لومړی هیټرېک

د آې پي ایل ۱۳ مه لوبه د لومړي هېټرېک شاهده وه، دا لوبه د ډیلي کپېټلز او کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. پچه ډیلي وګټله او د توپ وهنې بلنه یې پنجاب ته ورکړه؛ پنجاب لوبډلې په ټولو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۶ منډې وکړې. ډیلي لوبډلې د لوبې تر اوولسم اوور پورې لوبه په لاس کې لرله. اتلسم اوور او د ډیلي لوبډلې زوال له لومړي سره … نور ولولئ