سپورټ

محمدنبي: نړیوال جام کې پیاوړې لوبډلې ننګوو !

محمدنبي عیسی خېل په تازه څرګندونو کې ویلي، غواړي د آې پي ایل په څېر نړیوال جام کې د خپلې لوبډلې لپاره وځلېږي او لوبډلې ته بریاوې ورکړي. د کرکټ نړیوالې شورا وېب پاڼه کې د هغه څرګندونې تازه د جمعې په ورځ خپرې شوې دي. افغان غوره الراونډر په دې باور دی، چې دوی د نړۍ په کچه ځواکمن بالېنګ لاین لري او کولای شي نړیوال جام کې لوبډلې وننګوي او ماتې یې کړي. … نور ولولئ
سپورټ

په افغانانو او ویسټنډیزیانو ښایسته IPL

آې پي ایل سیالیو کې د ډېری هېوادونو لوبغاړي لوبېږي، خو هغه چې اکثره وخت یې لوبې ډېرې په زړه پورې وي، له ډلې یې افغانان او ویسټنډیزیان یادیږي. ویسټ انډیزیان او آې پي ایل کې یې ونډه ویسټ انډیز کې داسې لوبغاړي دي، چې د شل اوریزو لوبو لپاره خورا ښه او مناسب دي، دوی کله په ویکټو اخېستلو او ډېر کله په توپ وهنه کې د بونډریانو باران جوړوي، ناممکنې لوبې د خپلو … نور ولولئ
سپورټ

روهېت شرما په ۱۱ کلونو کې لومړی ځل د IPL څخه بې برخې شو

روهېت شرما په ممبيي ښار کې د آې پي ایل ۲۴ مې لوبې لپاره تمرینات کول، چې پښې په عضلو کې یې درد حس کړ. د اپریل په لسمه نېټه د چهارشنبې په ورځ ممبيي لوبډله له کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې سره مخ وه، چې روهېت څخه دغه لوبه د درد له کبله پاتې شوه. روهېت شرما چې اوس ۳۱ کاله عمر لري، د ممبيي لوبډلې لوبډلمشر دی او له تېرو یوولس کلونو راهیسې هغه … نور ولولئ
سپورټ

ډوني ته د شاه رخ خان دعا

شاه رخ خان ته د هندي سینما وتلی ستور دی. بل پلو بیا ډوني د هندوستان او د نړۍ د کرکټ په ډګر کې نه هېرېدونکی نوم دی. یعنې دواړه د هندوستان دوه مهم ویاړونه او څیرې دي. ډوني سربېره پر دې چې هندوستان ته یې په خپله لوبډلمشرۍ کې درې نړیوالې اتلولۍ ګټلي، د چینای لوبډلې لپاره یې هم درې ځلې د آې پي ایل اتلولۍ ګټلي، په دغو شپږ واړو اتلولیو کې د … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان ته د ویسډن جایزه ورکول کیږي

د کرکټ ځېنو وېب پاڼو تازه راپور خپور کړی، چې د ویرات کولي او سمریتي مندانا ترڅنګ راشدخان هم په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ م کال کې غوره بالر راغلی او جایزه ورته ځانګړې شوې ده. ویرات کولي دا دریم ځل دی، چې د ویسډن جایزه ګټي او د راشدخان بیا لومړی ځل دی، چې د دې جایزې ګڼل مستحق کېږي. کولي په ۲۰۱۸ م کال کې د یو ورځنیو او ټېست لوبو غوره توپ وهونکی … نور ولولئ
سپورټ

د IPL په تاریخ کې کوچني هدفونه

آې پي ایل کې ځواکمن لوبغاړي د ځواکمنو لوبډلو ملا ورتړي؛ خو ځېنې وخت داسې وشي، چې دا ځواکمنې لوبډلې په کمو منډو د توپ اچوونکو ښکار شي او هدف یې خورا کم شي. ددغه لیګ له لومړي پړاو تر اوسه همداسې شوي او د کمو ټارګېټونو ریکارډونه ځېنې لوبډلو خپل کړي دي. که څه هم بنګلور لوبډله په ۲۰۱۳ م کال کې ستر ټارګېټ کې لومړۍ وه او ۲۶۳ منډې هدف یې وړاندې کړی … نور ولولئ
سپورټ

د سپين غر او بُست بې پایلې لوبه

د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنیو سياليو دريمه لوبه په کنړ کرکټ لوبغالي کې د سپين غر او بوست ترمنځ بې پایلې پای ته ورسېده. بُست د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه؛ سپين غر د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۵۳۶ منډې جوړې کړې. د سپين غر په لومړۍ پاڼۍ کې درې کسانو سلیزې جوړې کړې چې نجیب الله تره کي ۱۰۸، ناصر خان ۱۲۱ … نور ولولئ
سپورټ

د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس ټېسټ سیالۍ

د امو او بند امیر زونونو ترمنځ د فرسټ کلاس لومړۍ لوبه په وروستیو کې ډېره جالبه ترسره شوه، ځکه بند امير ته ۸۰ منډې د بريا لپاره پاتې وې او ۸ لوبغاړي يې درلودل، خو د امو زون شرف الدین اشرف ډېره په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د بند امير لوبغاړي یې په پرلپسې ډول وسوځول او امو ته يې لومړۍ بريا ورپه برخه کړه. امو زون خپله لومړۍ لوبه کې په … نور ولولئ
سپورټ

د نبي او راشد دې بله ماته؛ علتونه یې دا کیدای شي

د آې پي ایل ۲۲ مه پنجاب په ۶ وېکټو وګټله او حېدراباد ته یې پکې مناسبه ماته ورکړه. د حېدراباد لوبډلې لپاره د پاور پلی لوبول له ستونزو ډک و، اوپنر توپ وهونکی جاني بېرسټو د مجیب ځدران له خو د دوهم اوور په دوهم توپ وسوځول شو او بیا د حېدراباد د توپ وهنې سرعت کم شو. حېدراباد لپاره که څه هم ډېوېډ وارنر ۷۰ ناسوځېدلې منډې وکړې؛ خو منډې یې د تېرو … نور ولولئ
سپورټ

د IPL په تاریخ کې لوړ هدفونه

د هندوستان سوداګریزې سیالۍ په ۲۰۰۸ کال کې پیل شوي دي او لومړي پړاو آې پي ایل کې پاکستاني لوبغاړي هم شامل وو. خو له دې وروسته بیا پاکستانیو لوبغاړو باندې په یادو سیالیو کې د پاکستان او هند ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا په وجه بندیز ولګېد. له لومړي پړاو آې پي ایل څخه تر روان دولسم پړاو آې پي ایل پورې ځېنې ریکارډي هدفونه جوړ شوي دي: لومړی لوړ هدف تر ټولو لومړی ستر … نور ولولئ