سپورټ

الراونډر کرېس ووکس: جوفرا ارچر د کرکټ نړۍ متاثره کړې

د انګلستان کرکټ لوبډلې تکړه الراونډر کرېس ووکس وایي، جوفرا ارچر نه یواځې دا چې خورا مناسب لوبغاړی دی، بلکې د کرکټ په نړۍ کې یې په خپلو اغېزناکو لوبو د کرکټ نړۍ متاثره کړې. هغه وایي د جوفرا ارچر وړتیا دا ایجابوي، چې هغه باید په نړیوال جام کې د انګلستان په ګټه ولوبېږي. جوفرا ارچر د پاکستان او ایرلېنډ خلاف یو ورځنیو لوبو لوبلړیو کې د انګلستان لپاره اخېستل کېږي او می میاشت … نور ولولئ
سپورټ

اسټرالیاوي لوبغاړی: پاکستان یې نه شي ګټلی، خو ښايي دا ۵ هیوادونه نړیوال جام وګټي

د اسټرالیا د کرکټ پخواني لوبغاړي ایئن چپېل ویلي، پاکستان د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام په هیڅ صورت نه شي ګټلای. هغه پنځه لوبډلې یادې کړي، چې ددغو لسو لوبډلوپه منځ کې خورا فوم کې دي او پآکستان ته هیڅ چانس نه شته چې د نړیوال جام تر پایلوبې ورسېږي. چپېل د هندوستان لوبډلې تېرو لوبو ته اشاره کړې، چې ۱۹۸۳ م کال کې یې ویسټ انډیز ته ماته ورکړه او اتلولي هندوستان یوړه، … نور ولولئ
سپورټ

نړیوال جام ته د هند لوبډله؛ کپټان یې کولي دی

تر اسټرالیا وروسته هندي کرکټ بورډ د نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه. اسټرالیا د دوشنبې په غرمه ۱۴ کسیزه لوبډله د اېرون فېنچ تر لوبډلمشرۍ لاندې اعلان کړه؛ خو اوس دوهمه لوبډله د هندوستان ده، چې نوملړ یې رسنیو ته وښودل شو. ویرات کولي لوبډلمشر، روهېت شرما مرستیال لوبډلمشر، شېکردوان، ویجی شنکر، ایم ایس ډوني، کېدرجداف، هارډېک پانډیا، روېندرا جدیجا، محمدشمي، کولډیپ یداف، جسپرېت بومرا، یوزوېندرا چهل، بونېشور کومار، کی ایل راهول او دېنېش … نور ولولئ
سپورټ

زمبابوې د متحده اماراتو ټیم راګیر کړی

عربي متحده اماراتو، زِمبابوې ته د څلورو یو ورځنیو لوبو لپاره سفر کړی دی، مېلمنې لوبډلې ته زِمبابوې پوره عزت ورکړ، درې لوبې یې سر په سر له عربو وګټلې او د څلورو لوبو سیریز یې درې د صفر پر وړاندې مخته یوړ. لومړۍ لوبه چې د اپریل په لسمه نېټه په هراری لوبغالي کې ترسره شوه، عربي متحده اماراتو د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۰ منډې وکړې او شپږ څلوېښتم اوور کې یې … نور ولولئ
سپورټ

نړیوال جام ته د استرالیا لوبډله؛ لومړۍ لوبه به له افغانستان سره کوي

اسټرالیایي کرکټ بورډ له دوه کلن ځنډ وروسته د نړیوال جام لپاره پخوانی لوبډلمشر سټیف سمېت او مرستیال لوبډلمشر ډېوېډ وار شامل کړي او غواړي چې نړیوال جام کې یې ولوبوي. په دوی دواړو په افریقا کې د توپ د درغلۍ له امله دوه کاله بندیز و. سمېت مخکې د اسټرالیایي لوبډلې لوبډلمشر و او وارنر یې بیا مرستیال و. اسټرالیا پنځه ځلې نړیوال جام ګټلی او د شپږم ځل اتلولۍ لپاره یې ځواکمنه لوبډله … نور ولولئ
سپورټ

د انګلستان کپټان وايي، له دغو ۳ لوبډلو به یوه نړیوال جام وګټي

د انګلستانۍ کرکټ لوبډلې لوبډلمشر ایئن مورګن ویلي، سږ کال پنځوس اوریز نړیوال جام به انګلستان، هندوستان او یا هم پاکستان ګټي. مورګن ویلي له انګلستان او هندوستان وروسته به دریمه لوبډله پاکستانۍ لوبډله وي، چې ښايي نړیوال جام وګټي. مورګن وایي پاکستان په تېر کې په انګلستان کې ډېرې ښې لوبې کړي او کولای شي ځان ثابت کړي. پاکستان ۲۰۱۷ م کال قهرمانۍ جام سیالیو کې انګلستان په نیمه پایلوبه کې مات کړ او … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ په لوبډلو کې جوړه ورونه او جوړه خوېندې

د کرکټ له پیله تر اوسه په لوبډلو کې ورونه او خوېندې لوبېدلي او لا دا لړۍ روانه ده. اوسمهال په افغان لوبډله کې اصغر افغان او کریم جنت، نوروز منګل او احسان الله جنت لوبېدل او دوی سکني ورونه وو. خو د کرکټ په نړۍ کې نور لوبغاړي هم شته، چې یوې لوبډلې لپاره یې نړیوال کرکټ کړی، دلته یې په اړه درته وایو: مېچل هسي او ډېوېډ هسي دواړه اسټرالیایي لوبغاړي وو، چې … نور ولولئ
سپورټ

په راشدخان د پاکستاني رسنیو بل تور؛ وايي راشد میچ فیکسینګ کړی

راشدخان ارمان چې د نړۍ په کچه یو ځلېدونکی او د نړۍ په ډېرو هېوادونو او لیګونو کې ډېر لوبېدونکی لوبغاړی دی؛ نو د پاکستانیانو ورته سترګې نه غړېږي او یو ځل بیا یې پرې د آې پي ایل په یوه لوبه کې د جوړ جاړي تور لګولی دی. د افغان کرکټ سټایل په نامه یوټیوب چېنل ۸ ساعته وړاندې یوه ویډیو پورته کړې، چې هغې کې راشدخان د ممبيي انډیئنز لوبډلې پر وړاندې توپ … نور ولولئ
سپورټ

۲۶مه لوبه او ریکارډونه

د آې پي ایل ۲۶ مه لوبه د جمعې په ماښام د ډیلي کپېټلز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، دغه لوبه د کلکتې په کورني لوبغالي ایډن ګارډن کې وه. کلکتې، ډیلي ته ۱۷۹ منډې هدف ورکړی و. ډیلي دا هدف د درې لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او کلکتې ته یې په خپل کورني لوبغالي کې په ۷ وېکټو ماته ورکړه. دغه لوبه له ځېنو ریکارډونو سره مله وه. شپږویشتمه … نور ولولئ
سپورټ

نبي او راشد د IPL په توپ وهونکو او توپ اچوونکو کې

آې پي ایل کې د ډېرو منډو جوړوونکو او ډېرو وېکټو اخېستونکو لوبغاړو ترڅنګ د لوړ سټرایک رېټ لرونکو لوبغاړو او د غوره توپ اچوونکو نومونه ځانګړي ځایونه لري. د دغو لوبغاړو په منځ کې محمدنبي او راشدخان هم ځای شوي دي، نبي د توپ اچوونکو په منځ کې یو وخت په دوهم مقام کې و، چهل پسې دی و؛ خو وروسته بیا ځېنې بالرانو ښه کارکرده ګي وکړه او محمدنبي وروسته شو. نبي د … نور ولولئ