سپورټ

ډوني د راشد خان په ګوګلي بال ننګول کیږي؛ شاید بیا یې پرې اوټ کړي

راشدخان د ډوني هېلېکپوپټر شاټ لوبولی شي؛ خو ډوني د راشدخان ګوګلي توپ نه شي لوبولی. نن د آې پي ایل په څلوېښتمه لوبه کې سن رایزرز حېدراباد او چینای سوپرکېنګز لوبډلې سره مخ دي، د کرکټ مبصرین په دې اند دي، چې ډوني به یو ځل بیا د راشدخان د ګوګلي توپ ښکار کېږي او سوځوي به یې. نن ماښام اووه بجې حېدراباد لوبډله په چینای ښار کې د چینای مېلمنه ده او راشدخان … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ نړیواله شورا وايي، د افغان لوبډلې په نوملړ کې دا درې ټکي د حیرانتیا وړ دي

د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د اپریل په ۲۲ مه نېټه د لوبډلې اعلان خبر خپور کړی او درې ټکو ته یې اشاره کړې، چې په وېنا یې د حېرانتیا وړ دي: لومړی ټکی تجربه کاره او له ستونزو سره لوبېدلی او بریالی لوبډلمشر اصغر افغان د نسبتاَ کم تجربه لوبډلمشر ګلبدین نایب تر لوبډلمشري لاندې لوبېدل د حېرانتیا وړ ټکی دی، دوی وایي اصغر افغان د افغانستان لپاره بریالی … نور ولولئ
سپورټ

د IPL تکړه وېکټ ساتونکي او ریکارډونه یې

آې پي ایل چې ۲۰۰۸ کال کې پیل شوی، تر دې دمه پکې نامتو وېکټ ساتونکي لوبېدلي او دغو وېکټ ساتونکو بیا حېرانوونکو سټمپ اوټونو سره ریکارډونه هم جوړ کړي دي. دا چې آې پي ایل کې د وېکټ ساتونکي په توګه چا ډېر سټمپونه کړي او چا ډېر کېچونه نیولي، معلومات یې درکوو: ایم ایس ډوني ایم ایس ډوني چې له شک پرته وتلی او نامتو وېکټ ساتونکی دی، آې پي ایل کې یې … نور ولولئ
سپورټ

پاکستانی لوبغاړی، د هندي لوبغاړي تخنیکونه کاروي

د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې نوی پیلوونکی لوبغاړی عابدعلي غواړي، چې د هندي مشهور او نامتو کرکټ لوبغاړي سچېن ټېنډولکر له تخنیکونو ګټه واخلي او نړیوال جام کې اغېزناکه لوبه وکړي. عابد علي د یکشنبې په ورځ ویلي، دی د سچېن ټېنډولکر له توپ وهنې متاثره دی او غواړي چې د هغه په شان په پاکستانیانو کې محبوبیت ومومي. عابد علي وایي دا د ټېنډولکر د توپ وهنې په اړه معلومات لري او یا یې هم … نور ولولئ
سپورټ

له بندیز تر لوبډلمشرۍ؛ سمېت د لوبې غوره لوبغاړی شو

د اسټرالیا پخوانی لوبډلمشر او له بندیز تازه راوتلی لوبغاړی سټیف سمېت تېره ورځ د اپریل په شلمه نېټه له یو کلن ځنډ وروسته بریالۍ لوبډلمشري وکړه. سمېت چې د بال د ټمېپر کولو له امله یو کال له لوبو ځنډول شوی و، سږ کال یې بندیز پای ته ورسېد او د آې پي ایل په ۳۶ مه لوبه کې یې بریالۍ کېپټنسي وکړه. د کرکټ نړیوالې شورا لیکلي، چې سمېت یو ځل بیا مشرۍ … نور ولولئ
سپورټ

کېن ویلیمسن: افغانستان به نړیوال جام کې قوې ماتوي

د کرکېټ مشهورې وېب پاڼې کرېک بز ویلي، نیوزیلنډي لوبغاړي او د حېدراباد کپټان کېن ویلیمسن افغان لوبډله په ۲۰۱۹ م کال کې بریالۍ لوبډله یاده کړې او کولای شي، چې ښې لوبډلې وننګوي. ویلیمسن ویلي افغان لوبډله کولای شي، چې ډېرې لوبډلې ماتې کړي. ده ویلي د نړۍ غوره لوبغاړي لکه محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان او مجیب ځدران له دې لوبډلې سره ملتیا کوي او نړۍ کې یې ستر لیګونه لوبولي دي. کېن … نور ولولئ
سپورټ

په څلور ورځینو لوبو کې نجیب ترکي د نړۍ په کچه دریم ریکارډ جوړ کړ

نجیب ترکی چې ۲۸ کاله عمر لري په شل اوریزو لوبو کې تکړه لوبغاړی دی. ترکی چې اوس تازه د افغانستان په کورنیو څلور ورځنیو ټېسټ احمدشاه ابدالي سیالیوکې د سپین غر په ګټه ولوبېد په ۱۴ مه لوبه کې یې په خپلې شاندارې لوبې د ریکارډ بنسټ کېښود. ترکی د نړۍ په کچه دریم لوبغاړی شو، چې یوه پاڼۍ کې په یواځې ځان زیاتې شپږیزې وهي. دا دوهم افغان لوبغاړی دی، چې د شپږیزو … نور ولولئ
سپورټ

رسل وايي د کریس ګیل شاګرد یم، چل مې ترې زده او ژوند مې بدل کړ

رسل چې نن سبا د نړۍ ستر هېټر کرکټ لوبغاړی بلل کېږي، د هندوستان په سواګریز لیګ کې خورا فوم کې دی، ده د کلکتې لپاره داسې لوبې کړي، چې ناممکنې لوبې یې ورته ممکنې کړي او په پرله پسې ډول یې ۹ ځلې ۴۰ جمع منډو باندې کلکتې لوبډلې ته د اوړو پوزه اېښې. تازه د جمعې په ورځ د بنګلور خلاف یې په ۲۵ توپونو د بونډریانو باران وکړ او د ویرات کولي … نور ولولئ
افغانستان

د افغان لوبغاړو معاشونه؛ کوم لوبغاړي لوړوې تنخواوې لري؟

افغان کرکټ بورډ شا او خوا ۸۰ لوبغاړو ته په مختلفو کټګوریو کې میاشتني معاشونه ورکوي. دغه کټګوریانې له A یا الف، B یا بې، E او نورو څخه عبارت دي. الف یا A کټګوري او لوبغاړي الف کټګورۍ کې اصغرافغان، راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل، محمدشهزاد او ګلبدین نایب شامل دي. ګلبدین نایب مخکې بي کټګورۍ کې و؛ خو اوس الف کټګورۍ ته پورته شوی دی. د دې کټګورۍ لوبغاړو میاشتیني معاشونه نفر سر … نور ولولئ
سپورټ

دیموت کرونرټنی نړیوال جام لپاره د سریلانکا نوی لوبډلمشر وټاکل شو

سریلانکا تر اوسه نړیوال جام لپاره لوبډله نه ده اعلان کړې، خو پرون یې د نړیوالو یو ورځنیو لوبو لپاره د ملېنګا پر ځای نوی لوبډلمشر وټاکه. ملېنګا چې فسټ بالر دی، د افریقا په سفر کې د لوبډلمشر و، چې ټیم یې دومره ښه ونه ځلېده، له ټېسټ لوبو وروسته یې یو ورځنۍ لوبې وبایللې. کرونرټنی د سریلانکا کیڼ لاسی ټاپ ارډر توپ وهونکی دی، هغه ۳۰ کاله عمر لري او په ۱۷ یو … نور ولولئ