سپورټ

د نړۍ په ستر لیګ کې پر دوو افغانانو ستر باور !

درې افغانان چې په آې پي ایل کې لوبېږي، پکې د محمدنبي ورځ روان آې پي ایل کې ښه ده او تر یوې اندازې ښه ځلېږي. د آې پي ایل په مهمه او ۵۱ لوبه کې پر محمدنبي او راشدخان خورا ستر اعتماد وشو. کوم باور؟! د افغانانو لپاره دا د ویاړ ځای دی، چې په تر ټولو ستر کرکټ لیګ کې اخېستل کېږي او بیا د لوبېدو ترڅنګ پرې ۹۰ سلنه تکیه کېږي. د … نور ولولئ
سپورټ

شاهد افریدي رښتینی عمر وښود؛ ۱۹ کاله یې په دروغجن عمر کرکټ کړی

شاهد افریدي مخکې ویلي ول، چې دی په ۱۹۸۰ کال کې زېږېدلی دی او اوس یې عمر ۳۹ کاله دی، په کرېک انفو وېب پاڼه کې هم د ده عمر ۳۹ کاله لیکل شوی دی او د زوکړې کال یې ۱۹۸۰ زېږدیز کال ښودل شوی دی. د ۲۰۰۰ م کال څخه راوروسته کلونو کې افریدی د لوبډلې مشر لوبغاړی بلل کېده. افریدي په ۱۹۹۶ م کال کې د کینیا خلاف د یو ورځنیو لوبو پیل … نور ولولئ
سپورټ

د نړۍ د بیرغونو له امله د انګلستان رنګین اوړی؛ افغان بیرغ به یې ښکلازیاته کړي

د نړیوال جام پر مهال به د افغانستان د درې رنګه بېرغ ترڅنګ د نهو نورو هېوادونو رنګارنګ بېرغونه یوه ننداره جوړه کړي، د کرکټ نړیوالې شورا لیکلي چې انګلستان د نړیوال جام کوربه دی او دا هېواد به یو رنګین اوړی یا دوبی ولري. د کرکټ نړیوالې شورا د لوبډلو په تجربه او نورو اړخونو هم رڼا اچولې، دوی له سرلیک وروسته لیکلي، چې سریلانکا ډېر کم، تجربه کار لوبغاړي د نړیوال جام لپاره … نور ولولئ
سپورټ

روهېت شرما خپلې غوسې جرمانه کړ

روهېت شرما چې د هندوستان په لوبډله کې له ډوني وروسته دوهم نرم خویه او د ښو اخلاقو خاوند بلل کېږي، د می په ۲۸ مه نېټه یې معمولې غوسه کول ستره تېروتنه شوه. روهېت شرما په آې پي ایل سیالیوکې د ممبيي انډیئنز لوبډلمشر دی. نوموړي د آې پي ایل په ۴۷ مه لوبه کې ټاس وګاټه او توپ اچونه یې وټاکله. کلکتې لوبډلې د ممبيي لوبډلې پر وړاندې د روان کال آې پي … نور ولولئ
سپورټ

ګلبدین نایب: مُرال مو لوړ دی، نړیوال جام کې به له اسیا جام هم ښه ولوبیږو

د افغان لوبډلې لپاره د یو ورځنیو لوبو تازه ټاکل شوي لوبډلمشر ګلبدین نایب ویلي، چې نړیوال جام لپاره یې د لوبډلې او لوبغاړو مُرال خورا لوړ دی. هغه ویلي زمونږ لوبډله د بریا ډېر چانس لري، ځکه چې د لوبغاړو روحیې ډیرې لوړې دي. دا خبرې ګلبدین نایب په داسې حال کې کړي، چې نړیوال جام ته پوره یوه میاشت پاتې ده او ۳۴ ورځې وروسته افغان لوبډله په خپله لومړۍ لوبه کې د … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان له سکاټلېنډ دوه لوبې کوي

افغان کرکټ ملي لوبډله سهیلي افریقا کې له کابو ۲۴ ورځو تېرولو وروسته پرون خپل هېواد ته راستنه شوه. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وویل، چې افغان لوبډلې ۲۴ ورځې په تمریناتو کې تېرې کړې، دې لوبډلې درې تمریناتي لوبې هم وکړې، افغان یوولس کسیزې لوبډلې لومړی د کاناډا لوبډلې ته ماته ورکړه او بریا یې خپله کړه، له افریقایي مخ پر ودې یا ایمرجېنګ لوبډلې سره یې دوه لوبې وکړې. لومړۍ لوبه افغان … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ نړیوالې شورا ښځينه لوبډلو قهرمانۍ جام سیالۍ

د کرکټ نړیوالې شورا ښځينه کرکټ قهرمانۍ جام سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ کال کې پیل شوې، دا سیالۍ د نړیوال پنځوس اوریز جام لپاره د ښځينه لوبډلو د غوراوي یا کوالیفای لپاره ترسره کېږي، دا لوبې کله دوه کاله او کله درې کاله دوام کوي. لومړی پړاو یې د ۲۰۱۴ م کال د اپریل په میاشت کې پیل شو، چې تر ۲۰۱۶ کال پورې یې لوبې روانې وې، د دې لوبو لومړی … نور ولولئ
سپورټ

دویم پړاو ته د حېدراباد، پنجاب، راجستان او کلکتې د تګ برخلیک

د ۲۰۱۹ کال آې پي ایل سیالۍ چې د مارچ په ۲۳ مه نېټه د اته لوبډلو په ګډون پیل شوي، مهم پړاو ته د رسېدو په دُرشل کې دي. د دې سیالیو په لړکې ځېنو لوبډلو په لوړ مُرال سره ځان وښود او د نومرو د جدول لومړی، دوهم او دریم ځایونه یې کابو کړي دي. دوه لوبډلې سر له اوسه دوهم پړاو ته رسېدلي دي، ډیلي کپېټلز لوبډلې چې د یکشنبې په ورځ … نور ولولئ
سپورټ

چټک توپ اچوونکی، حمید حسن وپيژنئ

حمید حسن د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې ځانګړی نوم دی، هغه د جون په لومړۍ نېټه په ۱۹۸۷ م کال کې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. اوس مهال څه د پاسه ۳۱ کاله عمرلري. واده یې کړی دی. حمید حسن د افغانستان ملي لوبډله، مېرېلېبن کرکټ کلب، مېرېلېبن کرکټ کلب یانګ ټیم او پاکستان کسټم کرکټ لوبډلو کې لوبېدلی دی. په ښي لاس چټکه توپ اچوونه کوي او په … نور ولولئ
سپورټ

شاون پولاک د رسل څرګندونې ناسمې وبللې

د ویسټ انډیز خطرناک الراونډر او د کلکتې هېټر توپ وهونکي دوه ورځې وړاندې د کلکتې لوبډلې په بالېنګ او ډګر ساتنې انتقاد کړی و، رسل ویلي وو، چې آې پي ایل کې د دوی لوبډله ځواکمنه ده؛ خو د توپ اچونې او توپ نیونې برخه یې کمزورې ده، نوموړي ویلي و؛ همدا علت دی چې کلکتې پرله پسې شپږ ماتې وخوړې. شاون پولاک چې افریقایي پخوانی لوبغاړی و او د نړۍ په کچه لومړی … نور ولولئ