سپورټ

د شپږیزو پاچا د ویسټ انډیز مرستیال لوبډلمشر شو

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ په یوه تازه پریکړه کې د شپږیزو پاچا او د کرکټ پیاوړی لوبغاړی کرېس ګېل، د خپل ټیم مرستیال لوبډلمشر وټاکه. کرېس ګېل چې د ویسټ انډیز لوبډلې او نورو سوداګریزو لیګونو کې په خپل چټک اوپننګ او هسکو شپږیزو د لوبډلو ملا ورتړي اوس د لوبډلې مرستیالي لوبډلمشري واخېسته او ښایي نړیوال جام لوبډله ښه وځلوي. نوموړی د ویسټ انډیز په اوسنیو لوبغاړو کې تر ټولو مشر او تجربو … نور ولولئ
رسنۍ

هندوستان د ښځينه IPL سیالیو لپاره لار پرانیزي

د هندوستان کرکټ بورډ چې په ۲۰۰۸ کال کې یې د نارینه وو آې پي ایل سیالۍ پیل کړي، اوس غواړي چې د ښځینه وو لپاره هم داسې یو لیګ پرانیزي. په هندوستان کې د می په ۶ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د درې ښځينه لوبډلو ترمنځ لوبې پیل شوې. دا لوبې یواځې څلور ورځې دوام کوي او په جېپور ښار کې پرون پیل شوې. پرون پکې دوه لوبډلو د دې لوبو پیل … نور ولولئ
سپورټ

پرتلنه: پاکستانۍ لوبډله د زوال پر لور ده؛ خو افغان ټیم مخ په بره روان دی

پاکستانۍ لوبډله چې په شل اوریزو لوبو کې لومړی مقام لري، اوس یې پاڼه په ژېړېدو ده او مخ پر زوال ده. دې لوبډلې یوه میاشت وړاندې له افریقا او اسټرالیا څخه ماتې وخوړې او تازه یې د می په ۵ مه نېټه په یواځېنۍ شل اوریزه لوبه کې له انګلستان هم ستره ماته وخوړه. د کرېک ټرېکر وېب پاڼې د پاکستانۍ لوبډلې د وروستیو اتلس لوبو نوملړ یا لېست خپور کړی، چې دې لوبډلې … نور ولولئ
سپورټ

پنځه هغه لوبغاړي، چې د راتلونکي IPL مزه به ونه څکي

د سپورټس کيډا په نامه وېب پاڼې د شپږو هغو لوبغاړو نومونه ذکر کړي، چې راتلونکي دیارلسم پړاو آې پي ایل کې به ریلیز کېږي او نه به اخېستل کېږي. یوسف پټان یوسف پټان چې د حېدراباد لوبډلې سره د یو هېټر، فېنېشر او لوبې په بریا تماموونکي لوبغاړي په توګه اخېستل شوی، تر اوسه په روان ۲۰۱۹ کال آې پي ایل کې هیڅ مسئولانه رول نه دی ادا کړی او په منځنۍ برخه کې … نور ولولئ
سپورټ

رسل په صفر اوټ شو او یو اور کې یې ۲۱ منډې ورکړې؛ خو غوسه ډیکاک ته و

د آې پي ایل ۵۶ مه او د لومړي پړاو وروستۍ لوبه د یکشنبې په ماښام په ممبيي ښارکې د ممبيي او کلکتې لوبډلو ترمنځ وشوه. کلکتې خپله د توپ وهنې پاڼۍ پای ته ورسوله، ۱۳۳ منډې یې وکړې، رسل په دې مهمه لوبه کې د ملېنګا په بال صفر یوړ. د رسل غوسه له همدغه ځایه پیل شوه، ځکه دی د کلکتې لپاره هېټر توپ وهونکی دی او تل یې کلکته له ستونزو راایستلې … نور ولولئ
سپورټ

انګلستان پاکستانۍ لوبډله ماته کړه‌

پاکستانۍ لوبډله چې په شل اوریزو لوبو کې لومړی مقام لري، پرون د انګلستان له خوا په یواځېنۍ شل اوریزه لوبه کې ماته شوه. پاکستان د ټاس په ګټلو سره توپ وهنه وکړه، دې لوبډلې په شل اورونو کې د بابراعظم د ۶۵ منډو او د حارث سهېل د ۵۰ منډو په مرسته ۱۷۳ منډې وکړې. انګلستان دا هدف په شلم اوور کې پوره او پاکستان ته یې په ۷ وېکټو ماته ورکړه. لوبډلمشر ایئن … نور ولولئ
سپورټ

سنګاکارا: راتلونکی نړیوال جام به ډیر جالب وي، ځکه د افغانستان غوندې نوی ټیم پکې دی

سنګاکارا چې د سریلانکا وېکټ ساتونکی لوبغاړی او لوبډلمشر پاتې شوی، اوس تازه د مېریلېبن کرکټ کلب لپاره مشر ټاکل شوی دی. هغه له دې دندې وروسته په خپلو لومړیو څرګندونو کې د ۲۰۱۹ کال پنځوس اوریز جام غوره بللی دی. سنګاکارا چې ۴۱ کاله عمر لري، وایي دا نړیوال جام به خورا جذباتي او له جوش ډک وي. د دې جام لپآره د کابو ۴ میاشتو راهیسې د نړۍ ګوټ، ګوټ کې پراخ کمپاین … نور ولولئ
سپورټ

له جنګه ستړو ځوانانو د سپین غره په لمن کې د سولې شپږیزې ووهلې

  د سپین غره ډډې هغه ولسوالۍ، چې یو بل سره پېوست پرتې دي، د نسبي سولې په راتګ سره یې هیلې بیا په غوړېدو دي. د دغو ولسوالیو له منځه د هسکې مېنې ولسوالي، چې څنډو کې یې د سپین غره څوکې هسکې دي، د کابو یوې میاشتې راهیسې د کرکټ لس اوریزو لوبو کوربنه وه. دلته هغه ځوانان چې له جنګه ویریدلي او تیت و پرک شوي وو، یو ځل بیا د سولې … نور ولولئ
سپورټ

د انګلستان او ایرلینډ لوبه؛ د انګلینډ نوي کرکټر د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته

انګلستانۍ لوبډله د می په ۳ مه نېټه د جمعې په ورځ د ایرلېنډۍ لوبډلې مېلمنه وه، دې لوبډلې د یوې یو ورځنۍ لوبې لپاره د ایرلېنډ دوبلېن سیمې ته سفر کړی و؛ خو دا لوبډله، له سفر بریالۍ هېواد ته ستنه شوه او وېکټ ساتونکي یې بیا خپله لومړۍ لوبه کې د غوره لوبغاړي جایزه هم واخېسته. انګلستان پچه وګټله او توپ اچونه یې وکړه، ایرلېنډ په ۴۳ اعشاریه یو اوور کې د ټولو … نور ولولئ
سپورټ

د کګېسو راباډا ټپي کېدل د افریقا لپاره د خطر زنګ

کګېسو رباډا چې د سهیلي افریقا چټک توپ اچوونکی دی، اوس مهال د هندوستان سوداګریز کرکټ لیګ یا آې پي ایل کې د ډیلي کپېټلز لوبډلې په ګټه لوبېږي. هغه د ملا د ټپ له امله د می په لومړۍ نېټه د چینای لوبډلې پر وړاندې ونه لوبېد او د آې پي ایل په پاتې سیالیو کې به نور د ډیلي کپېټلز ملا ونه تړي. رباډا په ۲۰۱۹ کال آې پي ایل سیالیو کې تر … نور ولولئ