سپورټ

د کرکټ ملي لوبغاړو هم د تکبیر نارې پورته کړې

  دا چې افغانستان کې جګړه ګرمه شوې او د وسله والو طالبانو لخوا د یو شمېر ولایتونو پر مرکزونو بریدونه شوي دي؛ نو دې چارې په ځېنو ولایتونو کې پخواني جهادي قوماندانان او عام خلک اړ کړي، چې د دې حالت پر وړاندې د تکبیر نارې پورته کړي. د تېرې دوشنبې په ماسختن د اګسټ په لومړۍ نېټه په هرات کې ګڼ شمېر خلکو او ښاریانو د روان جنګ پرضد د الله اکبر نارې … نور ولولئ
سپورټ

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ بللې ده. هغه د کرېک لیډ په نامه د یوې وېب پاڼې ټول پوښتنه خپره کړې ده، چې د دې ټول پوښتنې له لارې د یاد ۱۷ کسیزه لوبډله چې ترې ډېره پکې ځوانې څېرې تر سترګوکېږي، خلکو خوښه کړې … نور ولولئ
سپورټ

د شل اوریزو لوبو په درجه‌بندۍ کې د اسټرالیا او پاکستان مقابله

  د اسټرالیا لوبډله د روانې میاشتې په درېیمه نېټه د سه شنبې په مازیګر څلورنیمې بجې له بنګله دېش سره د پنځه یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي. اسټرالیا د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې پنځم مقام لري او ۲۴۸ نومرې لري. له اسټرالیا څخه په شل اوریزو لوبو کې پاکستان یو قدم مخکې دی. د پاکستان لوبډله د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې څلورم ځای نیولی دی او د نومرو … نور ولولئ
سپورټ

په سل بالیز کرکټ کې د راشدخان دې لوبډله مخکې ده

  سل بالیز کرکټ چې د جولای په ۲۲ مه نېټه د اته لوبډلو په ګډون پیل شوي، پکې څلور افغان لوبغاړي هم برخوال دي. راشدخان چې له ټرېنټ راکېټس لوبډلې سره لوبېږي، تردې دمه تر ټولو مخکښه لوبډله ده، دې لوبډلې په ۴ لوبو کې ۳ ګټلي، یوه یې بایللې او د ۶ نومرو په لرلو سره د جدول په سرکې ده. مانچیسټراورېجنل لوبډلې په ۴ لوبو کې دوه ګټلي، یوه یې بایللې او … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ د نړۍ هغه بالران، چې هېڅ نو بال یې نه دی کړی

  د کرکټ لوبو کې داسې بالران هم تېر شوي دي، چې په خپل ټول کرکټ کې کېریئر کې یې هېڅ ( نو ) بال نه دی کړی. نو بال د یوې لوبډلې او بالر لپاره د زهرو ګوټ دی، چې تېروي یې، ځکه مقابلې لوبډلې ته لومړی مفته منډه په لاس ورځي، که د نوبال ترسره کېدو سره په بال بونډري راشي، نو پنځه یا هم اووه منډې حتمي او توپ هم نه حسابېږي. … نور ولولئ
سپورټ

د راشدخان او کترین برنټ ذوقونه او ځوابونه

د کرېک اېنفو وېب پاڼې له د انګلستان سل بالیز کرکټ لیګ د دوو لوبغاړو راشدخان او د انګلستان ښځينه لوبغاړې کترین برنټ څخه پوښتنې کړي دي او دوی دواړو په ځوابونو کې خپل ذوقونه بیان کړي دي. دوی دواړه په سل بالیز کرکټ کې له ټرېنټ راکېټس لوبډلې سره لوبېږي. پوښتنې او ځوابونه له کترین څخه لومړۍ پوښتنه: پېپسي دې خوښېږي، که کوکاکولا؟ ځواب: د دواړو څخه مې مېکس خوښېږي، یعنې د پېپسي او … نور ولولئ
سپورټ

هند بهرنیو لوبغاړو ته؛ که مو د پاکستان د کشمیر لوبو کې ګډون وکړ، له کرکټ څخه مو محروموو!

  پاکستان هڅې پیل کړي، چې د اګسټ په ۶ مه نېټه په کشمیر کې د کی‌پي‌اېل په نامه سوداګریز لیګ پیل کړي. دا لوبې د پاکستان لوري ته کشمیر په مرکز مُظفراباد کې پلان شوي دي. په دې لوبو کې ۶ لوبډلې شاملې دي، چې میرپور رایلز، باګ سټالیئنز، اورسیز وریئرز، مُظفراباد ټایګرز، راولکوټ هاکس او کوټلي لاینز نومېږي. د لوبډلمشرانو په برخه کې شاهد افریدی، محمد حفیظ، شعیب ملک، فخرزمان، شاداب خان او … نور ولولئ
سپورټ

بېن سټوکس په ناڅاپي توګه له هرډول کرکټ څخه دمه اخلي

  د انګلستان پیاوړی الراونډر بېن سټوکس چې تېره اوونۍ کې په سل بالیز کرکټ کې د نارترن سوپرچارجرز لوبډلې په ګټه ولوبېد او لوبډلمشر یې هم دی، ویلي چې په ناڅاپي ډول له هرډول کرکټ څخه دمه اخلي. نوموړی  د سل بالیز کرکټ له پیل وړاندې د پاکستان پر وړاندې درې یو ورځنیو لوبو کې لوبډلمشر و او سیریز یې له پاکستان څخه وګاټه. اوس د انګلستان کرکټ بورډ ویلي چې هغه به د … نور ولولئ
سپورټ

د شل اوریزکرکټ په تاریخ کې هند د درېیم ځل کوچنی هدف وړاندې کړ

  د هندوستان لوبډله چې نسبتا پیاوړې لوبډله ده، د سریلانکا پر وړاندې په درې شل اوریزو لوبو کې دوه د یو پر وړاندې ماته وخوړه. دې لوبډلې له ۲۰۱۲ کال راپدېخوا درې کمزوري هدفونه وړاندې کړي، چې یو یې تېره شپه د جولای په ۲۹ د سریلانکا خلاف وړاندې کړ. په ۲۰۰۸ کې یې د اسټرالیا پر وړاندې ۷۴ منډې هدف وړاندې کړی و، دا لوبه د اسټرالیا په مېلبورن کې شوې وه. په … نور ولولئ
سپورټ

په سل بالیز کرکټ کې د افغان لوبغاړو لاسته راوړنې

  څلور افغان لوبغاړي د انګلستان په سل بالیز کرکټ ټورنمنټ کې لوبېږي، چې څلورو واړو لوبغاړو له ځان څخه وړتیا وې ښودلې دي. قیس احمد په یوه لوبه کې د وېلش فایر لپاره څلور لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه. په یوه لوبه کې راشدخان هم غوره توپ اچونه او توپ وهنه وکړه او د مجیب الرحمن دې پر وړاندې لوبه کې یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه … نور ولولئ