سپورټ

په سل بالیز کرکټ کې د راشدخان لوبډله دویم پړاو ته ولاړه؛ خو د محمدنبي او قیس احمد دوی لوبډله پاتې شوه

  د سل توپونو سیالۍ چې د اته لوبډلو په ګډون په انګلستان کې د جولای په ۲۲ مه پیل شوې وې، د اګسټ په ۲۱ مه پای ته رسېږي. د دې سیالیو د لومړي پړاو یواځې دوه سیالۍ پاتې دي، چې د چهار شنبې په ماخستن لس بجې د قیس احمد دې او محمدنبي دې لوبه ده. هره لوبډله چې لوبه وګټي دویم پړاو ته نشي تللی، یانې ګټونکې او بایلونکې لوبډلې له سیالیو … نور ولولئ
سپورټ

د انګلستان پر وړاندې د هند بریا، ویرات کولي لومړي مقام خواته روان دی

هندوستان په دویمه ټېسټ لوبه کې انګلستان ته په ۱۵۱ منډو ماته ورکړه او کی اېل راهول د لوبې غوره لوبغاړی شو. هندوستان په لومړۍ پاڼۍ توپوهنه کې، ۳۶۴ منډې وکړې، چې کی اېل راهول ۱۲۹، روهېټ شرما ۸۳، ویرات کولي ۴۲ منډې، رېشاب پنټ ۳۷ منډې، روېندرا جدیجا ۴۰ او اېشنټ شرما ۸ منډې وکړې. جېمز انډرسن ۵ وېکټې اخیستې وې. انګلستان په لومړۍ پاڼۍ توپوهنه کې ۳۹۱ منډې وکړې، ۲۸ منډې یې پر … نور ولولئ
سپورټ

محمدنبي عیسی خېل له انګلستان څخه هېواد ته راستون شو

  افغان لوبډله ۱۷ ورځې وروسته له پاکستان سره په سریلانکا کې درې یو ورځنۍ لوبې پیلوي. دا لوبې د مهېندا راجاپکسا لوبغالي باندې ترسره کېږي. تر اوسه افغان لوبډله سریلانکا ته نه ده تللې او کېدای شي په لنډو ورځو کې سفر وکړي. محمدنبي عیسی خېل چې له دې وړاندې په انګلستان کې و او هلته په سل بالیزکرکټ کې له لندن سپایرېټ لوبډلې سره ولوبېد، بېرته هېواد ته راستون شوی دی. محمدنبي د … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ نړیواله شورا؛ نړیوال جام کې باید هره لوبډله ۲۳ لوبغاړي ولري

  څلور میاشتې وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی و، چې د نړیوال شل اوریز جام لپاره هر کرکټ بورډ کولای شي، دېرش لوبغاړي اعلان کړي؛ خو د شنبې په ورځ د اګسټ په ۱۴ مه یې اعلان وکړ، چې هر کرکټ بورډ باید د لوبډلې جوړولو په پار ۲۳ لوبغاړي ولري. افغانستان د نړیوال جام لپاره لوبډله نه ده اعلان کړې؛ خو د پاکستان پر وړاندې یې لوبو ته ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان د یو بل ریکارډ ماتولو په درشل کې دی

  راشدخان چې د ۲۰۱۵ کال په درشل کې یې افغانستان ته لوبې پیل کړي دي، په لږ وخت کې یې بې ساري پرمختګ نړیوال ګوته په غاښ کړي دي. که څه هم خان په شل اوریزو لوبو کې په کمو لوبو کې د زیاتو وېکټو اخیستلو ریکارډ کې تر ټولو مخکښو بالرانو مخکې دی؛ خو لا هم د ده لپاره د نورو ریکارډونو دروازې په مخکې دي، ترڅو یې پرانیزي او ځان د یو … نور ولولئ
سپورټ

ایا د شهزاد محمدي له ریکارډ څخه خبر یاست؟

  شهزاد محمدي د افغان لوبډلې پیلیز او برید کوونکی توپوهونکی دی، چې تل یې د افغان لوبډلې لپاره په اوپننګ کې مثبتې لوبې کړي دي او لا هم د ریکارډ پر کرښه ولاړ دی. په شل اوریزو لوبو کې په یوه کال کې تر دې دمه یواځینی لوبغاړی شهزاد محمدي دی، چې زیاتې شپږیزې یې وهلي دي او تر اوسه یې دا ریکارډ چا نه دی مات کړی. د کرېک ټرېکر وېب پاڼې یو … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبغاړي د سولې اتلان او د وطن په درد دردمن+ انځورنه

  دا چې په دې وروستیو دوو میاشتو کې په افغانستان کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ جګړې زور اخیستی؛ نو د نورو هېوادوالو په څېر افغان لوبغاړو هم د سولې په کمپاین او پر پاکستان د بندیزونو لګولو غوښتنه کې برخه اخیستې ده. د نږدې درې ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې پر ملګرو ملتونو او امریکا غږ شوی، چې پر پاکستان د ترهګرو د ملاتړ له امله بندیزونه ولګوي. دا کمپاین د … نور ولولئ
سپورټ

د اسټرالیا پخوانی چټک توپاچونکی، شان ویلیم ټیټ د افغان کرکټ ملي لوبډلې د توپ‌اچونې روزونکي په حیث وټاکل شو

شان ټیټ د اسټرالیا هېواد سربېره د هندوستان غوره لیګ (IPL) کې له راجستان رایلز، د بنګله دیش په غوره لیګ کې له چیټاګانګ کینګز او ګڼو نورو لوبډلو سره یې لوبه ترسره کړې ده. نوموړی د اسټرالیا لپاره هغه لوبغاړی دی چې د ۲۰۰۷م کال پنځوس اوریزه نړیوال جام کې یې اسټرالیا ته په اتلولۍ ترلاسه کولو کې مهم رول ولوبوه او په یادو سیالیو کې یې ۲۳ ویکټې ترلاسه کړې. ټیټ همدا راز … نور ولولئ
سپورټ

شکېب الحسن تر محمد نبي یوه نومره مخکې شو او لومړی مقام ې یې خپل کړ

  د بنګله دېش پیاوړی الراونډر چې د اګسټ تر ۱۱ مې نېټې پورې د شل اوریزو لوبو په الراونډرانو کې دویم و، اوس یې لومړی مقام خپل کړی او محمدنبي یې له لومړي مقام څخه وروسته کړ. د محمدنبي نومرې ۲۸۵ وې او د شکېب الحسن نومرې اوس ۲۸۶ شوې.   د شکېب الحسن د مخکې کېدو راز شکېب الحسن په لنډ وخت کې اته شل اوریزې لوبې د بنګله دېش په ګټه وکړې، … نور ولولئ
سپورټ

محمدنبي عیسی خېل د افغان جګړه ځپلو لپاره مرستې راتولولو کمپاین پیل کړی

  د محمدنبي عیسی خېل خېریه بنسټ له لوري د جګړې له امله د زیانمن شوو وګړو لپاره د بسپنې راټولولو په خاطر په انګلیسي ژبه دا لېنک په خپله فیسبوک پاڼه چلولی دی. Help raise £ 10000 to Afghanistan emergency response for war survivors. ده په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي« د محمد نبي خيريه بنسټ په هیواد کې د روان جنګ له امله بې ځایه شویو هیوادوالو سره د مرستې په نیت د انلاین … نور ولولئ