سپورټ

پاکستان کې د افغان لوبډلې د لوبو ګټې

  په یو ناڅاپي ډول د پاکستان پي ټي وي سپورټ او کرېک اېنفو اعلان وکړ، چې افغان لوبډلې د سریلانکا پر ځای د لوبو لپاره پاکستان انتخاب کړ. اوس به د افغان لوبډلې درې یو ورځنۍ لوبې د پاکستان په کراچۍ نېشنل لوبغالي کې ترسره شي. د افغان کرکټ بورډ اجرایوي رئیس حامد شینواري هم په پاکستان کې د لوبو ترسره کېدل تائیدکړل. که څه هم دا لوبې د افغانستان په کوربتوب ترسره کېدې؛ … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان او پاکستان درې لوبې ۲۰۲۲ کال ته وځنډول شوې

  د افغانستان او پاکستان د درېیوو یو ورځنیو لوبو په اړه په درې ورځو کې درې ډول، ډول خبرونه خپاره شول. لومړی خبر داسې و چې افغان کرکټ بورډ له بي پلان څخه ګټه اخلي. پلان یې دا و چې لوبډله به لومړی پاکستان ته ځي، له هغه ځایه به دوبۍ ته ځي او بیا به سریلانکا ته B ځي؛ خو دا پلان یې د اګسټ په ۲۳ مه د دوشنبې په ورځ په … نور ولولئ
سپورټ

عثمان خواجه؛ د اسټرالیا روزونکی له شا نه په خنجر ګوزار کوي

  عثمان خواجه چې د اسټرالیا د لوبډلې کیڼ لاسی مسلمان لوبغاړی دی، له ۲۰۱۹ کال راپدېخوا یې لوبډله کې شتون اغېزمن شوی دی. د ویسټ انډیز، بنګله دېش خلاف او د نړیوال جام لوبډلو کې نه و اخیستل شوی. همدارنګه له ۲۰۱۹ کال راپدېخوا د اسټرالیا په لوبډله کې نه دی اخیستل شوی او له همغه وخته یې د اسټرالیا د کرکټ بورډ غوراوي کمېټه په دوه ګوني چلند تورن کړی دی. دا چې … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبغاړي لومړی پاکستان او دوبۍ ته او بیا له هغه ځایه سریلانکا ته ځي

  دا چې د اسد یا زمري په ۲۴ مه چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ مې نېټې سره سمون خوري وسله والو طالبانو په افغانستان ولکه ټینګه کړه، د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر څخه ملکي او سوداګریزې الوتنې بندې دي. نو افغان لوبغاړي هم په دې برخه کې ایسار شول او نه شي کولای چې له دې ډګر څخه سریلانکا ته ولاړ شي. نو افغان کرکټ بورډ مجبور شو، چې لوبغاړو … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ بورډ چارواکي؛ که هر حکومت وي لوبډله په نړیوال جام کې ګډون کوي

  د اسټرالیا د کرکټ بورډ وېب پاڼې د افغان کرکټ بورډ د چارواکو له قوله ویلي، چې هر حکومت وي افغان لوبډله په راتلونکي نړیوال شل اوریز جام کې ګډون کوي. د کرکټ ځېنو غړو دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې په افغانستان کې اوس د طالبانو په مشرۍ د اسلامي امارت لخوا هېواد کې نسبي واک دی؛ خو دلته لا هم هېواد مشر نه دی معلوم او د ګډ حکومت پرسر … نور ولولئ
سپورټ

د سل بالیز کرکټ اتلولي او د افغان لوبغاړو لوبې

  د انګلستان کرکټ بورډ د کرکټ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۲۲ مه په انګلستان کې د سل توپونو سیالۍ تاسیس او پیل کړې. دې سیالیو کې اته لوبډلې شاملې وې، چې څلورو بېلابېلو لوبډلو کې څلور افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل، راشدخان، مجیب الرحمن او قیس احمد ولوبېدل. هر یو افغان لوبغاړي له خپل ځان پوره وړتیاوې وښودلې او د لوبو غوره لوبغاړو جایزې یې … نور ولولئ
سپورټ

په سل بالیز کرکټ کې غوره لوبغاړي

  د سل توپونو په سیالۍ کې تر ټولو زیات ځلېدونکی توپوهونکی او د ټول ټورنمنټ مخکښ منډې جوړوونکی د انګلستان لیام لېوېنګسټن و، هغه له اتلې لوبډلې ساوترن برېف سره ولوبېد او په ټولو لسو لوبو کې یې ۳۴۸ منډې وکړې او ټولې یې ۹ پاڼۍ توپوهنه کړې ده. په هره لوبه کې یې اوسط یا اورېج ۵۸ منډو ته رسېږي، چې خورا لوړ اورېج دی. سټرایک رېټ یا ګوزارکچ یې ۱۷۸ اعشاریه ۴۰ … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان په یوه مهمه لوبه کې د ټرېنټ راکېټس لوبډلې ملا تړي

  راشدخان چې په سل بالیز کرکټ کې له ټرېنټ راکېټس لوبډلې سره لوبېږي، تر دې دمه د دې لوبډلې تر ټولو بریالی توپ اچوونکی ثابت شوی دی. راشدخان په دې سیالیو کې شاوخوا پنځلس وېکټې ترلاسه کړي دي، چې د ټرېنټ راکېټس لپاره تر ټولو مخکښ توپ اچوونکی دی. نوموړي د همدې اونۍ په سر کې په یوه لوبه کې درې وېکټې واخیستې او په شل توپونو ۱۶ منډې ورکړې او لوبډله یې په … نور ولولئ
سپورټ

د افغان لوبډلې د توپوهونکی نوی روزونکی څومره بریالی دی؟

  د افغانستان کرکټ بورډ څلور ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د سریلانکا پخوانی توپوهونکی اوېشکا ګوناوردني یې د افغان لوبډلې لپاره د توپوهنې روزنکی ټاکلی دی. د توپوهنې دا روزونکی په داسې حال کې ټاکل کېږي، چې افغان لوبډله د سپټمبر په لومړۍ نېټه په سریلانکا کې له پاکستان سره د درېیوو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي. افغان لوبډلې د دې لوبو لپاره په کابل کې درې ځلې تمرینات ترسره کړي دي، خو په … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو هم د خپلواکۍ ورځې مبارکیانې له ملي بېرغ سره خپرې کړي

  دا چې له نن څخه ۱۰۲ کاله وړاندې د افغانستان د ازادۍ اتل شاه غازي امان الله خان له انګریزانو خپلواکي واخیسته؛ نو له ۱۹۱۹ د اګسټ له ۱۹ مې نېټې دا ورځ د افغانستان د خپلواکۍ په توګه د ټولو افغانانو لخوا نمانځل کېږي. د پنجشنبې په ورځ د اګسټ په نولسمه یو ځل بیا افغانانو په داسې حال کې د ازادۍ ورځ ونمانځله، چې نږدې پنځه ورځې وړاندې طالبانو پر افغانستان ولکه … نور ولولئ