سپورټ

د ایرلېنډ غوره الراونډر له یو ورځنیو لوبو سره مخه ښه وکړه

  کېوېن اوبراین چې د نړۍ په کرکټ او په ځانګړي ډول د ایرلېنډ په کرکټ کې ځانګړی نوم و، د جمعې په ورځ یې له کرکټ سره مخه ښه اعلان کړه. نوموړي ویلي دي چې « د ایرلېنډ لپاره له پنځلس کلن کرکټ وروسته غوره وخت دی، چې خپل تقاعد اعلان کړم». هغه ۳۷ کاله عمر لري او په ټېسټ او شل اوریزو لوبو کې به د ایرلېنډ لپاره لا لوبو ته دوام ورکړي. … نور ولولئ
سپورټ

د سي‌پي‌اېل نېټه د هندوستان د کرکټ بورډ په غوښتنه بدلېږي

  تمه وه چې د کرابیئن یا ویسټ انډیز سوداګریزې کرکټ لوبې د اګسټ په ۲۸مه پیل شوې وای؛ چې له دې امله یې د هندوستان لوبو او آی‌پي‌اېل سیالیو کې د لوبغاړو د لوبېدو ستونزه رامنځته کېده. د هندوستان سوداګریزې کرکټ لوبې په سپټمبر کې پیلیږي او پاتې ۳۱ لوبې به یې ترسره شي. څه موده وړاندې ځېنو رسنیو اعلان کړی و، چې د ویسټ انډیزلوبغاړي په پاتې آی‌پي‌اېل سیالیو کې نشي لوبېدای او … نور ولولئ
سپورټ

حضرت الله ځاځی درېیم لوبغاړی شو، چې پي‌اېس‌اېل کې چټکه نیمه سلیزه وهي

  د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې په ۲۰۱۶ کې تاسیس شوي دي؛ خو دا لومړی ځل دی چې افغان کیڼ لاسی هیټرتوپوهونکی حضرت الله ځاځی یې په شپږم پړاو کې د یوې پښتنې لوبډلې ملا تړي. حضرت الله ځاځي د سه شنبې په ورځ د جون په ۱۵ مه د کراچي کېنګز پر وړاندې لوبه کې په ۱۷ توپونو نیمه سلیزه پوره کړه او د پي‌اېس‌اېل په تاریخ کې درېیم لوبغاړی شو، چې چټکه نیمه … نور ولولئ
سپورټ

په دوو لیګونو کې درېیوو افغان لوبغاړو څلور وېکټې واخیستې

  تېره شپه درې افغان لوبغاړي د پاکستان او انګلستان سوداګریزو لیګونو کې ولوبېدل، چې هر لوبغاړي ښې لاسته راوړنې لرلې. تېره شپه یواځې افغان بالران په لوبډلو کې شامل وو. ظاهرخان پکتین په پاکستان سوپرلیګ لوبو کې د کوېټې په ګټه ولوبېد، چې د ملتان سلطان لوبډلې پر وړاندې یې ښه توپ اچونه وکړه. هغه په څلورو اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او پاکستانی سهیب مقصود یې په ۵ منډو کلین بولډ کړ. ملتان … نور ولولئ
سپورټ

په بلاسټ سیالیو کې نوین الحق ۸ وېکټې پوره کړې

  د وېټلېټي بلاسټ سیالیو په لړ کې تېره شپه په دوو بیلابېلو لوبډلو کې د دوو افغان لوبغاړو لوبې ترسره شوې. په کېنټ لوبډله کې قیس احمد ولوبېد، هغه په درې اورونو کې ۴۰ منډې ورکړې او د وېکټ په اخیستلو بریالی نشو. د دوی پر وړاندې سمرسېټ لوبډلې ۲۰۴ منډې وکړې، چې د ټام ابېل ۶۸ منډې پکې شاملې وې. سمرسېټ لوبډلې کېنټ ته په ۴۷ منډو ماته ورکړه او ټام ابېل د … نور ولولئ
سپورټ

حضرت الله ځاځی پاکستان سوپرلیګ لوبو کې غوره لوبغاړی شو

د افغان لوبډلې کیڼ لاسی اوپنر توپوهونکی تېره د پاکستان سوداګریزو لوبو کې د پېښورزلمي په ګټه ولوبېد. هغه په خپله لومړۍ او د لیګ په ۲۴ مه لوبه کې د کراچۍ کېنګز لوبډلې بالران وټکول او د پېښورزلمي لوبډله یې د بریا پر کرښه ودروله. کراچي کېنګز لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په ټولو اورونوکې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د شرجیل خان د ۲۵ منډو، د نجیب الله ځدران د ۱۷ … نور ولولئ
سپورټ

رسنۍ: ډوپلیسي له ټکر وروسته یوه برخه حافظه له لاسه ورکړې

د سویلي افریقا پخواني لوبډلمشر د پي‌اېس اېل لوبو پرمهال د جون په دولسمه د پېښورزلمي لوبډلې پر وړاندې لوبه کې له محمدحسنېن سره د ټکر له امله خپله حافظه له لاسه ورکړې ده. بال د توپ وهونکي لخوا ولوبول شو او دا توپ د ډپلیسي لخوا د فیلډ کېده، نوموړي په توپ پسې ډایف واړاوه یا یې ځان وغورځاوه، چې دې وخت کې محمد حسنېن هم راورسېد او پښه یې د ډوپلیسي له سر … نور ولولئ
سپورټ

عظمت الله عمرزی؛ له پاکستان سره به سختې لوبې نندارې ته وړاندې کړو 

د جون په لسمه افغان لوبغاړو په کابل کې تمریناتي کمپ پیل کړی دی او موخه یې له پاکستان سره د درېیوو یو ورځنیو لوبو لپاره چمتووالی دی. په دې کمپ ۳۰ لوبغاړي برخوال دي، چې ځېنو ځوانو لوبغاړو ته پکې هم ځای ورکړل شوی دی. د ځوانو لوبغاړو په منځ کې یو هم عظمت الله عمرزی دی، چې کمپ کې ورته وخت ورکړل شوی دی. عمرزی چې ۲۱ کاله عمر لري د نولس کلنو … نور ولولئ
سپورټ

د ګربز  په نشتون کې ملتان سلطان درېیمه بریا ثبت کړه

د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو په دوام ۲۱ مه لوبه د پېښور زلمي او ملتان سلطان ترمنځ ترسره شوه. ملتان سلطان لوبډلې د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ اچونه وکړه. پېښورزلمي لوبډلې په ټولو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د کامران اکمل د ۳۵ منډو او د شېرفېن رترفورډ د ۵۶ منډو په مرسته ۱۶۶ منډې وکړې. شهنواز داني د ملتان لپاره څلور لوبغاړي وسوځول. ملتان سلطان لوبډلې لپاره لوبډلمشر محمد … نور ولولئ
سپورټ

هغه لوبغاړي چې د توپوهونکو کېچونه یې غورځولي او لوبډلو یې درانه پورونه پرې کړي

  په کرکټ کې یوه اصطلاح ده، چې ټېک د کېچ وېن د مېچ، یانې کېچ واخله او مېچ وګټه. یا موږ وایو چې کېچونه مېچونه ګټي، دا رښتیا هم ده کله چې یو ښه او با تجربه لوبغاړي څخه د بالر په هنر کېچ ووځي او ډګر ساتونکی یې ډراپ کړي، نو د ډکر ساتنې لوبډله بیا ستر پور پرې کوي. دا لوبډله یا له پوره ستونزه سره مخ کېږي او یا هم لوبه … نور ولولئ