سپورټ

د سل توپونو کرکټ سیالیو اصول

  د سل توپونو سیالۍ چې ۷ ورځې وروسته په انګلستان کې پیلیږي، پکې راشدخان، محمدنبي عیسی خېل، قیس احمد او مجیب الرحمن هم اخیستل شوي دي. دې سیالیو کې ټولې اته لوبډلې شاملې دي، چې ۱۶ ښځينه لوبغاړې هم پکې موجودې دي او د ځېنو لوبډلو لوبډلمشري به هم ښځينه لوبغاړې مخته یوسي. د دې سیالیو اصول هره لوبډله به سل توپونو ترسره کوي او مقابله لوبډله به یې لوبوي. یوه لوبډله کولی شي … نور ولولئ
سپورټ

«که کرېس ګېل د اسټرالیا پر وړاندې ښه ونه ځلېږي؛ نړیوال جام کې یې اخیستل ظلم دی»

د ویسټ انډیز پخواني چټک توپ اچوونکي سر کورټلي امبروز په یوه راډیویي مرکه کې ویلي، که چېري کرېس ګېل د اسټرالیا پر وړاندې پنځه لوبو کې ښه ونه ځلېد؛ نو نړیوال جام کې یې باید په نه اخیستلو غور وشي. د تېرې جمعې په ورځ اسټرالیا او ویسټ انډیز په سېنټ لوشیا کې د پنځه شل اوریزو لوبو سیریز پرانیست، چې لومړۍ لوبه ویسټ انډیز په اتلس منډو وګټله، خو کرېس ګېل پکې یواځې … نور ولولئ
سپورټ

ویسټ انډیز له اسټرالیا څخه د شل اوریزو لوبو ګټلو کې میدان یووړ 

د اسټرالیا لوبډلې ویسټ انډیز ته د پنځه شل اوریزو لوبو لپاره سفر کړی دی، دې لوبډلې دوه لومړۍ شل اوریزې لوبې ویسټ انډیز ته بایللي دي او د دوشنبې په سهار ۴ بجې درېیمه شل اوریزه لوبه ترسره کوي. لومړۍ شل اوریزه لوبه د جمعې په ورځ ویسټ انډیز په اتلس منډو وګټله، چې اوبېډ مکای پکې ۴ اسټرالیایي لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی شو. دویمه شل اوریزه لوبه کې هم ویسټ … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان د لوبډلې ماته او د مبصرینو تبصرې

د پاکستان کرکټ لوبډلې د انګلستان پر وړاندې د پنجشنبې او شنبې په ورځو کې له انګلستان څخه بې سارې ماتې وخوړې او دې چارې د پاکستان کرکټ مبصرین په غوسه کړي دي. د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۸ مه لومړۍ یو ورځنۍ لوبه انګلستان په ۹ وېکټو وګټله په داسې حال کې چې د انګلستان بي لوبډلې لوبغاړي نسبت مشرانو یا سینیئر لوبغاړو ته په لوبډله کې زیات دي. پاکستانیانو دا سوچ … نور ولولئ
سپورټ

ویسټ انډیز په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې اسټرالیا ماته کړه 

اسټرالیا، ویسټ انډیز ته د پنځه شل اوریزو او درې یو ورځنیو لوبو لپاره سفر کړی، لومړۍ شل اوریزه لوبه یې جولای په لسمه سهار څلور بجې په ډیرین سمي لوبغالي کې ترسره کړه. ویسټ انډیز لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په شل اورونو کې د ۶ وېکټو په نقصان سره د انډری رسل د ۵۱ منډو په مرسته ۱۴۵ منډې وکړې. جاش هزل ووډ د اسټرالیا لپاره په ۴ اورونو کې یو مېډن کړ، … نور ولولئ
سپورټ

هاشم امله په ۲۷۸ توپونو ۳۷ منډې وکړې او لوبه یې مساوي کړه

د سویلي افریقا افسانوي مسلمان توپوهونکي د انګلستان په کورنیو ټېسټ قهرمانۍ جام سیالیو کې د جولای په ۸ مه نېټه د همپشایر پر وړاندې لوبه کې خپل جاود څرګند کړ او د بالرانو جادو یې رد کړ. دا لوبه په ساوتمټن سیمه کې ترسره شوه، چې هاشم امله پکې په ۲۲ کم درې سوه توپونو درې کم ۴۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله یې ماتې ته پرېنښوده. نوموړي په لومړیو سلو (۱۰۰ ) … نور ولولئ
سپورټ

بابراعظم په ډېرو انډو خوړلو کې له جایاوردني او وسیم اکرم سره مساوي شو 

د پاکستان کرکټ لوبډلې لوبډلمشر او د کرکټ نړۍ یو پیاوړی توپوهونکی بابراعظم تل د کرکټ په ډګر کې ښه ځلېدلی؛ خو وخت نا وخت ورسره بخت یاري نه ده کړې او په صفرونو سوځېدلی دی. نوموړی د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۸ مه د انګلستان پر وړاندې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې د ثاقب محمود لخوا په صفر وسوځېد او له دې سره یې د انډو شمېر یا پرته له منډې سوځېدلو … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان ته د کېوېن پېټرسن چلېنج

د انګلستان پخواني تکړه کرېکېټر کېوېن پېټرسن راشدخان ننګولی او ورته ویلي یې دي، چې هیلیکوپټر شاټ خو وهلی شې؛ خو که دومره تکړه یې زما اختراع کړی شاټ سوېچ هېټ شاټ ووهه. (SWITCH HIT SHOT) کرکټ کې سوېچ هېټ شاټ هغې ته وایي چې لوبغاړی په ښي لاس ولاړ وي او د توپ له ورسېدو مخکې دی ځان چپ ته واړوي او شاټ ووهي. دلته ورته په عامه اصطلاح ریورس سویپ وايي. کیسه داسې … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان لوبډلې په تېرو ۴۷ کلونو کې له انګلستان څخه په انګلستان کې لوبلړۍ نه ده ګټلې

د پاکستان او انګلستان ترمنځ په انګلستان کې د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ د پنجشنبې په ورځ په کارډېف سیمه کې پیل شوه. لومړۍ یو ورځنۍ لوبه انګلستان په ۹ وېکټو وګټله او ثاقب محمود چې د انګلستان ځوان چټک بالر دی، د پاکستان د څلورو لوبغاړو په سوځولو سره د لوبې غوره لوبغاړي جایزه واخیسته. دویمه لوبه د شنبې په ورځ ماسپښین دوه نیمې بجې کوي. دا روانه لوبلړۍ د پاکستان لپاره ځکه … نور ولولئ
سپورټ

کورونا وایروس بېن سټوکس لوبډلمشر کړ

د انګلستان کرکټ بورډ ویلي چې د دوی د لوبډلې درې لوبغاړي او د لوبډلې د رهبرۍ څلور غړي په کورونا وایروس اخته شوي دي؛ نو ځکه یې لوبډلمشري بېن سټوکس ته ورکړه. د یو ورځنیو لوبو په لوبډله کې د اېوېن مورګن، جاس بټلر، جېسن رای نومونه نشته او ښایي دوی په کورونا اخته شوي وي. انګلستان او پاکستان د پنجشنبې په مازیګر څلور نیمې بجې یو ورځنۍ لوبې د انګلستان په کارډېف سیمه … نور ولولئ