ټولنیز ژوند

زوړ اصل او نوی شعار

افلاتون په خپل مشهور اثر ( جمهوریت) کې وايي چې موږ باید د ښار واګې داسې چاته وسپارو چې د ښار له دودونو او قوانینو سره بلد وي. له بلدتیا څخه موخه دا ده چې چاته د ښار واګې سپارل کیږي، نو باید د ښار دودونه وساتي او قوانین عملي کړي. دا په حقیقت کې د کار اهل کار ته سپارلو اصل دی. دا داسې اصل دی چې یونانیان ورته آن له میلاده مخکې متوجه … نور ولولئ
اقتصاد

غافله ادارې

د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې یو پول جوړیده. دا سیمه د لغمان له مرکز ( مهترلام ښار) څخه شاوخوا( ۲۴ ) کیلومتره واټن لري. سړک کنډ و کپر و. خو د مشرانو وینا ده چې والي به خپله له کاري بهیر څخه د نظارت لپاره په یوه جیپ موټر کې راته. کارګرو سره یې کار کاوه، هغوی یې کار ته هڅول او یو ځای یې ورسره ډوډۍ خوړله. د همدې نظارت او کاري اخلاص … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د کفر ویره

د میرمنې ساه لنډه لنډه کیده. زموږ انګړ ته را دننه شوه. د خونې دیواله ته یې تکیه ووهله. له تور پوړني یې له ګونځو ډک مخ ښکاریده. سترګې یې کولکونو کې ننوتلې وې. ویل یې: چربانګ ( پیشلمی) مې له یوې پیالې چای سره یوه کپله سړه ډوډۍ وخوړه. اوس مې پښې کمزورې دي او کور په کور نشم ګرځیدلای. هغې خبره پسې وغځوله: نور شیان په خپل ځای، خو سړو اوبو سره به … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څو شیبې د یوه ځوانیمرګ له پلار سره

ټوله لاره را سره همدا سودا وه چې لومړۍ جمله به مې څه وي؟ څنګه یې پیل کړم؟ ایا خپله جمله به تمامه کړای شم او که نه؟ شاوخوا لس کیلومتره لاره مې ووهله؛ خو خپلو پوښتنو ته مې ځواب ونشو موندلی. د انګړ مخې ته خلک راغونډ وو. جوپه جوپه نور کسان هم راتلل. هوجرې ته رهنمايي شوم. پر توشکو خلک ناست وو. ټولو پر مخامخ سپین ږیري سترګې ګنډلې وې. زما په لیدلو … نور ولولئ
سیاست

والیانو ته دې ضرب الاجل وټاکل شي

له ۲۰۰۱ کال څخه تر اوسه ننګرهار اوه والیان تجربه کړل؛ خو لا هم د دغه ولایت داسې والي په برخه نشو چې خلکو سره یې ښې خاطرې ثبت شي او په بیانولو یې ویاړ وکړي. البته، دا د حافظو ضعف نه دی؛ بلکې داسې څه نشته چې حافظو ته وسپارل شي. وګورئ د لغمان ولایت اکثریت خلکو ته اوس هم د داوود خان د جمهوریت د دورې والي حسن خان ګردیزي نوم یا دی. … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

بې مقاومته ښارونه

وړمه ورځ جلال اباد ښار یو بل منظر خپل کړی و؛ په سمندرګي بدل شوی و. ما ویل که جغرافیې تغییر کړی، افغانستان اوس په وچه کې محاط نه دی او له بحر سره یې لاره موندلې ده. ما ویل که د اقتصادي اړیکو د پراختیا په لړ کې له کوم خلیجي هیواد سره سمندري دهلیز پرانیستل شوی او…. خو داسې هیڅ نه و. بس له نیمې ورځې څخه کم باران د ښار نخچه بدله … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د چنجیانو وده – د نعمان دوست لیکنه

یو نری خټین دیوال مو تر منځ و. د دې دیوال د سر پسخه به هر باراني موسم کې ، چې هغوی پشکال باله، اوبه شوه او بیا به مو تازه کړه. له دیواله اخوا کور کې مو ګاونډیان ډير ارام خلک وو؛ خو دې ارامې کورنۍ یوه شوخه لور لرله. ماشومه وه. دې ماشومې داسې خطرناکې لوبې کولې تا به ویل راتلونکې کې په (سرکس) کې لوبیږي. د دوی په کور کې څاه وه. … نور ولولئ
سیاست

تازه کادرونه او نوې هیلې – نعمان دوست

ننګرهار ته په دې وروستیو کې ځوان، علمي او داسې کادرونه د رییسانو په توګه معرفي شول چې حساب پرې کیږي. له دوی څخه په ټولنیزو رسنیو کې دروند هرکلی، د همدې ادعا ښکاره ثبوت دی. دغه ځوانان که له یوې خوا لوړې زدکړې لري، ټولنیز په ځانګړې توګه په ځوانانو کې محبوبیت لري، نو له بلې خوا د فساد پر ضد دریځونه هم لري او له دې نوي ماموریت وړاندې یې دا دریځونه په … نور ولولئ
سیاست

خونړۍ پروسه او نا معلومه راتلوونکې

او نن د خوست د یعقوبیو جومات په وینو ولمبید. نن په یعقوبیو کې د خدای ج کور اور واخیست او د هغه د بنده ګانو په وینو رنګ  او په پرې شویوو هډونو ډک شو. عجیبه ده، دلته د انسان وینې ، د انسان ژوند او مقدساتو خپل ارزښت د ځینو په نزد بایلولی. انسان  په هیڅ ځای او هیڅ مکان کې خوندي نه دی. سړی هیڅ نپوهیږي چې پر موږ څه وشول؟ ولې … نور ولولئ
سیاست

لکه ویشتلې مرغۍ… د نعمان دوست لیکنه

د یوې قومي ناستې یاداشت په چاردیوالي کې تجیر لګیدلی و. لاندې ترې مشران او ځوانان را غونډ وو. دوی ټول د قوم له تیت پرکوالي ځوریدل او د دوی ټولو خواست دا و چې دا تیت او پرک قوم پر یوه دسترخوان راټول شي. په ګډه د خپلو رنځونو درملنه وکړي او له مسلسل درد څخه نور سکون تر لاسه کړي. ګډونوال، هر ویناوال ته غوږ غوږ وو او د خپلو ناپایه دردونو د … نور ولولئ