سیاست

عمران خان ولې د نواز شریف مېښې خرڅې کړې؟

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د فساد په تور د خپل ګوښه شوي ځای ناستي نواز شریف ۸ مېښې خرڅې کړي. د عمران خان حکومت ویلي، چې د دې مېښو پیسې بیت المال ته سپارل شوي. نوازشریف او مېښې د نوازشریف دغه مېښې د صدراعظمۍ په دفترکې ساتل کیدې او شیدې به یې د هغه کورنۍ ته وړل کیدې. په پاکستان کې د مېښو ساتل او له شیدو یې ګټه اخیستنه د شتمنو او … نور ولولئ
کلتور او هنر

د لور په مرسته یې پر احمد ظاهر مستند فلم جوړیږي

سرچینه: بي بي سي فارسي ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش د بې بدیله افغان سندرغاړي احمد ظاهر لور شبنم ظاهر په مرسته د امریکا یو مشهور فلم جوړونکی مستند فلم جوړوي. احمد ظاهر د افغانستان ترڅنګ په سیمه او نړۍ کې تر ټولو محبوب او مشهور افغان هنرمند ګڼل کیږي. دغه مشهور سندرغاړی نیږدې ۴۰ کاله مخکې په مرموز ډول ووژل شو. ظاهر په افغانستان کې د پاپ موسیقۍ بنسټګر او د خپل سبک څښتن … نور ولولئ
په زړه پورې

ایرانی ماشوم د مړو په غسل خانه کې بیا ژوندی شو

  پښتو متل دی چې: د ګور شپه نه په کورکیږي. خو موږ به د دې مطلب له مخې دا متل داسې وکاروو: د کور شپه نه په ګورکیږي. د لومړني متل د تطبیق زیات مثالونه به لرئ، لیدلي به مو وي چې یو څوک رک روغ درسره ناست وي، خو ناڅاپه یا په عادي مرګ یا په کومه پېښه کې د ګور شپه کور ته نه شي رسولای. د دویم متل د اثبات مرحله … نور ولولئ
ټیکنالوژي

پر ایفون Xs څومره لګښت راغلی، په څو یې پلوري؟

ګرځنده ټلیفونونو متخصصینو د ایپل کمپنۍ نوي تولید کړي Xs ایفونونه په مالي لحاظ څېړلي او پر دغه لګښت راغلی لګښت یې اعلان کړی. د اسپوتنیک وېب پاڼې د راپور له مخې، د دغه ټلیفون پر یوه سیټ ټول ۳۹۵ ډالره لګښت راځي. د دغه نوي ماډل ایفون د لګښت اندازه له ایفون x څخه ۴۸ ډالره زیاته ښودل شوې. ویل شوي، چې د ایفون نوی ماډل ټلیفون بازار ته په ۱۱۰۰ ډالرو وړاندې کیږي. … نور ولولئ
سیاست

د ملګرو ملتونو غونډه؛ د نړۍ مشرانو ولې ټرمپ پورې وخندل؟

بشر دروېش د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وینا پرمهال د نړۍ مشرانو د هغه وینا پورې خندلي. خو ډونالډ ټرمپ دا راپور نه مني؛ هغه وایي د غونډې ګډونوالو ده پورې نه دي خندلي، بلکې له ده سره یې خندلي دي. ټرمپ پورې ولې وخندل شول؟ ټرمپ د خپلې وینا پرمهال وویل: د امریکا په تاریخ کې یوه دولت هم د ده د دولت هومره ډېرې بریاوې … نور ولولئ