افغانستان

افغان اردو د علیپور د چاودیدونکو توکو یو لوی ډیپو له منځه یوړ

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، د میدان وردګو بهسودو ولسوالۍ کې د غیر مسؤلو وسلوالو د چاودیدونکو توکو یو لوی ډیپو کشف او له منځه یوړل شو یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دفاعي او امنیتي ځواکونو د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړل. خبرپاڼه کې زیاته شوې چې ددې عملیاتو په پایله کې د دښمن د چاودیدونکو توکو او مهماتو ۱ لوی ډیپو, ۱ قرارګاه او په سېمه … نور ولولئ
افغانستان

علیپور ته د صالح غبرګون: ددې جنایت ترسره کوونکي باید سزا وویني

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د وروستي جنایت ترسره کوونکي باید سزا وویني. نوموړي دا خبرې د علیپور غیرې مسووله او ناقانونه ډلې د هغه برید په غبرګون کې کړي چې د پوځ یوه چورلکه یې وویشته او څو افغان سرتیرو او پيلوټانو په کې ژوند بایلود. صالح ویلي: «په هغې شپه په بهسودو کې د هیچا خلاف پوځي عملیات نه وو پلان شوي. د څلورو پیلوټانو او د ځانګړو قطعاتو … نور ولولئ
افغانستان

علیپور: چورلکه موږ ویشتې؛ غني او لوی درستیز به یې رښتیا حساب ورسره وکړي؟

د افغانستان د پوځ یوه چورلکه پرون ویشتل شوې او څو تنه پوځیانو په کې خپل ژوند بایللی دی. ویل شوي چې دا چورلکه د خپل سري وسله وال قومندان عليپور اړوند کسانو غورځولې ده. راپورونو کې ویل شوي چې چورلکه کې ۹ تنو ژوند بایللی دی چې ځانګړي سرتیري هم په کې شامل دي. د ولسمشر غني غبرګون افغان ولسمشر اشرف غني پرون د خبریالانو د ورځې د نمانځلو د مراسمو پرمهال ویلي چې … نور ولولئ
افغانستان

د جمعیت پرسر جګړه؛ عطا وايي مشر شوم، صلاح الدین وايي، اعتبار نه لري، هغوی شړل شوي

د جمعیت اسلامي د مشرۍ پر سر جنجال پرون تر یوې لنډې جګړې هم ورسید. پرون هغه مهال چې د عطا محمد نور په مشرۍ یوې ډلې د جمعیت ګوند د مشرۍ په نوم ټاکنې کولې، ناڅاپه په هوټل کې ‌ډزې پيل شوې، چې ویل کیږي دا ډزې د صلاح الدین رباني اړوند کسانو کړي. ویل شوي چې په دې ډزو کې درې تنه وژل شوي او څو نور ټپيان دي. افغان امنیتي ادارو د … نور ولولئ
افغانستان

د مسکو د غونډې ګډنوالو درې مهمې پریکړې وکړې

مسکو پرون د افغانستان د اسلامي جمهوریت، طالبانو او څو هیوادونو ترمنځ د افغان سولې په اړه د یوې ناستې کوربه وو. په دې ناسته کې امریکا، خپله روسیې، پاکستان او چین استازو هم برخه درلوده. دوی د ناستې په پای کې یوه اعلامیه خپره کړه چې درې مهم ټکي په کې یاد شوي ول. ۱- امارات نه منو د پرونۍ ناستې په اعلامیه کې په واضح ډول سره پر طالبانو غږ وشو چې ددوی … نور ولولئ
افغانستان

د مسکو، واشنګټن او پنجاب سوله؛ ملت ته خوب په کار دی که د سیاسي معاملګرو راټینګول؟

افغانستان؛ هغه دیګ دی چې له اوږده تاریخ راهیسې نړۍ په کې زور ازموینې کوي، خپل شلغم پخوي او لکه په دریاب کې د سمالوې شوې کښتۍ خپلو اهدافو ته استفاده کوي. خو له بده مرغه له دې سره سره د افغانستان ملت پر دې پوه نه شو چې تر کومه به دې نړۍ کې یوازې همدا زه افغان انسان د نړۍ لپاره د پُل حیثیت لرم، تر کومه به زه ورته پروت او دوی … نور ولولئ
افغانستان

ایا د افغانستان معادنونه په استرالیایي شرکت خرڅ شوي او غیرې قانوني کیندنې څوک کوي؟

څو میاشتې وړاندې په افغانستان کې له یوه استرالیایي شرکت سره د کانونې د استخراج د هوکړې په نوم په ټولنیزو شبکو کې یو شمیر سیاسي فعالانو او رسنیو تود بحث درلود. نیوکه کوونکو انتقاد کاو چې افغان حکومت په غیرې قانوني ډول سره د «فارتیسکیو فیوچر» په نوم یوه استرالیايي شرکت سره قرارداد کړی چې دا د افغانستان د قوانینو خلاف کار دی. د افغانستان د کانونو او پیټرولیم وزارت بیا ویلي ول چې … نور ولولئ
افغانستان

د جلال اباد وروستۍ پيښه؛ موږ ولې ملامت یوو او څنګه دداسې پيښو مخنیوی وکړو؟

لیکنه: بشر درویش له بده مرغه افغانستان له هیڅ ډول جګړې پاتې نه شو. په هره بهانه خلک ووژل شول، لا وژل کیږي او دا لړۍ لا هم روانه ده. تر ټولو بده دا چې اوس په جګړه کې پر ښځینه وو هم لاس پورته کیږي، بې عزته کیږي او وژل کیږي. دا کار داسې هم نه کیږي چې ګواکي په مرموز ډول یا یوه تشه دښته کې وي، بلکې په لوی ښار کې ترسره … نور ولولئ
افغانستان

کابل ته د دوستم سفر؛ ولې له یونیم کلن ځنډ وروسته راستون شو؟

مارشال دوستم له شا او خوا یو نیم کلن ځنډ وروسته کابل ته راغلی او له مشرانو سره یې لیدنې او ملاقاتونه یې درلودلي دي. هغه چې پرون په کابل کې ښکته کیده، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او د ولسمشر غني سلاکار محمد محقق یې په هوايي ډګر کې هرکلی وکړ. مارشال دوستم له اوږده ځنډه وروسته ولې کابل ته راغی؟ دوستم پرون کابل ته له راتګ سره یوه خبري … نور ولولئ
افغانستان

دوستم د افغانستان مارشال دی، که د جوزجان؟

د افغانستان د جمهوري ریاست مخکیني مرستیال او د افغانستان په جګړو کې سابقه لرونکي جنرال دوستم د مارشالۍ له رتبې ډیر وخت وروسته رسنیو سره مرکو کې راڅرګند شوی. هغه تیرو څو ورځو کې له ډیر تلویزیوني رسنیو سره خبرې کړي او د روان او پخواني سیاسي وضعیت په اړه یې غبرګنونه لرلي دي. نوموړي دوه ورځې وړاندې د طلوع نیوز سره ځانګړې مرکه کې د خپلې مارشالۍ په اړه جالبې خبرې کړي دي. … نور ولولئ