افغانستان

فضلي: چې د جګړې پای او قاطع پریکړې ته ورسیږو، طالبان په شا شي

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې مشر وايي، طالبان د سولې لپاره نه دي تیار او له امله یې د ترکیې کنفرانس کې ګډون ونه کړ. هغه نن پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي چې ترکیې کنفرانس کې نه ګډون سره طالبانو بیا یو ځل وښوده چې نه سولې او نه هم یو سیاسي تفاهم ته تیار دي. د فضلي په وینا حکومت یاد کنفرانس ته په بشپړه توګه اماده دی. هغه وایي: … نور ولولئ
افغانستان

ایا چین، ایران او روسیه به له دې وروسته د طالبانو ملاتړ وکړي؟ (شننه)

د افغانستان اوږدې جګړې داسې پړاونه او فرصتونه تیر او پیدا کړي چې ډیر هیوادونه او کړۍ په کې ښکیل او خپلې موخې او ګټې په کې وپالي. په دې برخه کې د سیمې د هیوادونو او په ځانګړي ډول د قدرتمندو هغو رول د پام وړ دی. که څه هم یو وخت کې چې افغانستان باندې د طالبانو حکومت حاکم و، همدې (چین، روسیه، ایران…) هیوادونو د طالبانو پر ضد شمال ټلواله حمایه کوله … نور ولولئ
افغانستان

حکمتیار: ډاکټرنجیب د وخت ترخه تجربه باید تکرار نه شي،طالبان باید له مذاکراتو شاته نه شي

د حزب اسلامي مشر انجینر ګلبدین حکمتیار وايي، چې د ډاکټر د وخت ترخه تجربه باید تکرار نه شي او سوله وشي. هغه پر طالبانو غږ کړی چې له افغانانو سره خبرو ته دوام ورکړي او که چیرته طالبان له خبرو په شا شول نو د ټولو افغانانو د غوښتنو خلاف عمل به یې کړی وي. حکمتیار دا خبرې نن یوې خبري ناستې ته کړي دي. نوموړي ویلي چې په نوی انتقالی حکومت کې باید … نور ولولئ
افغانستان

محب: ملا برادر هڅه کوي له ملا فاضل سره ګډه جنګي ډله جوړه کړي

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر هڅه کوي چې د ملا فاضل په نوم د طالبانو یوه قومندان سره ګډه جنګي ډله جوړه کړي. هغه ویلي برادر له دې امله دا کار کوي چې هغه د جګړې په ډګر کې کوم اغیز نه لري، نو د بیلې ډلې جوړولو په هڅه کې دی. « موږ د ملا برادر او نورو مشرانو … نور ولولئ
افغانستان

زلمی خلیلزاد چیرته دی، بلینکن سره ولې نه و، ماموریت یې شته، که خلاص شو؟

د افغانستان د سولې د مسلې په اړه چې له دریو کلونو راهیسې امریکا روانه کړې ده، اوس یو بل حالت ته تللې. له یوه اړخه ښکاري چې امریکا له افغانستان پښې سپکوي، لګښت کموي او خپل زیان مخه نیسي، خو د افغانانو لپاره یو لوی مسوولیت ور په غاړه کیږي. له تیر کاله چې امریکا او طالبانو سره موافقه کړې، طالبانو پر امریکا هیڅ برید نه دی کړی او تر اوسه یې له افغانانو … نور ولولئ
افغانستان

د ګوار قوم غونډه؛ خوښ یوو چې الکترونیکي تذکرو کې مو قوم ثبت شو

ګوار قوم د الکترونیکي پېژنپاڼو په ډیټابس کې د خپل نوم ثبتونې په خوښۍ او ملاتړ غونډه وکړه. دا غونډه د کونړ ولایت سرحدونو او قبايلو چارو ریاست په تالار کې دغه جوړه شوې وه. د کونړ د رسنیو دفتر ویلي؛ ناسته کې چې د ګوار قوم لسګونو مخورو او ځوانانو ترڅنګ د کونړ ولایت مرستیالې برېښنا شیرزۍ، د مرکز او بېلابېلو ولسوالیو یو شمېر مخورو برخه اخیستې وه، د وینا پر مهال یې د … نور ولولئ
افغانستان

کولمبیا: له افغانستان سره د ۵۵ کلنې اوږدې جګړې د پای ته رسولو تجربې شریکوو

د کولمبیا هیواد چارواکو ویلي چې چمتو دي له افغانستان سره د خپل هیواد د ۵۵ اوږدې جګړې تجربې شریکې کړي. دا خبرې په هیند کې د افغانستان لوی سفیر فرید ماموندزي په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي. سرچینې ویلي: ښاغلي فرید ماموندزي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان له پاره د کولمبیا غیر مقیمې سفیرې اغلې مارینا پاچیکو سره وکتل. سرچینه وايي، دواړو لورو د سیمې او نړۍ پر روان حالت خپل نظرونه … نور ولولئ
افغانستان

له غني او عبدالله سره لیدنې؛ د استانبول ناسته او له افغان حکومت د خلیلزاد غوښتنه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا کابل ته راغلی او له افغان مشرانو سره یې لیدلي دي. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر اشرف غني له خلیلزاد سره نن له غرمې مخکې لیدلي دیي. سرچینه زیاتوي؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د سولې بهیر د انکشافاتو او په ترکیه کې د جوړېدونکي کنفرانس لپاره د تیاریو په اړه … نور ولولئ
افغانستان

چارواکي: د داعش مهم غړی او په کابل پوهنتون د برید طراح ونیول شو

دملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي چې پر مهال يې د داعش ډلې غړی حضرت علی مشهور په ابو سعید اعظم مشهور په شاهین ننګرهاری مشهور په حمزه خراسانې د دوه شکمنو کسانو سره یو ځای ونیول شو. د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي چې نیول شوي حضرت علي د کابل پر پوهنتون ډلیز برید طرحه کولو ترڅنګ د داعش ډلې مشرانو سره او آن په عراق، … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشرغني د کمال خان بند پرانیست؛ وايي د قیامت په ورځ به دا اوبه زما شفاعت وکړي

ولسمشر اشرف غني د کمال خان بند د پرانېستو لپاره نن سهار د نیمزور ولایت مرکز زرنج ښار ته ورسېد. ارګ په دې اړه یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې سفر کې چې د جمهوري ریاست دواړو مرستیالانو، د چارو ادارې لوی رئیس، د کابینې یو شمېر غړو او نورو لوړپوړو دولتي چارواکو یې ملتیا کوله، د نیمروز په هوایي ډګر کې سیمه ییزو مسوولینو، د نیمروز ولایت قومي مشرانو او متنفذینو … نور ولولئ