افغانستان

ولسمشر غني د ۴۰۰ طالب بندیانو برخلیک په اړه له ولسي جرګې سره ناسته وکړه

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني او اداري پلاوي سره د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدو په اړه مشورتي ناسته وکړه. ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي: په دې ناسته کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د جمهوري ریاست عالي مقام دواړو مرستیالانو، د سولې مذاکراتي ټیم مشر او په پارلماني چارو کې د دولت وزیر هم حضور درلود، جمهوررئیس د … نور ولولئ
افغانستان

د ننګرهار پر محبس برید چا کړی او اوس څه روان دي؟

له پرون مازیګر راهیسې د ننګرهار ولایت پر محبس پراخ برید شوی، چې تر اوسه ترې د ډزو غږونه اوریدل کیږي. ویل شوي چې ۱۵ بریدګرو پر محبس برید کړی او د بندیانو په شمول یې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې. طالبانو ویلي برید یې نه دی کړی، خو ویل شوي داعش یې پړه منلې. د ننګرهار د رسنیو رسمي دفتر دوه ساعته وړاندې وروستي جزیات په دې ډول لیکلي: « لومړني مالومات … نور ولولئ
افغانستان

د انجې کرکېلي ته د بزګرانو لېوالتیا؛ دا څه ډول بوټی دی او څه لپاره کارول کیږي؟

راپور: بشر درویش په هلمند ولایت کې د انجې کرکيله او سوداګري په غوړېدو ده او هلمندي بزګران انجې (هنګ) کرکېلي ته لېوال شوي دي. د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، دوی هلې ځلې کوي چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د مخنیوي په پار بزګرانو ته نوي ارزښت لرونکي کرنیزې توکي ور وپېژنې. د کرنې وزارت د ښاغلي الکو له قوله ویلي چې په همدې موخه … نور ولولئ
افغانستان

هلمند کې د ۱۵۱ عصري ممیزخونو د جوړولو چارې ژر بشپړیږي

راپور: بشر درویش د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې په اډانه کې د ۱۵۱ عصري ممیزخونو د جوړولو چارې پیل شوې، چې اوس د بشپړېدو په درشل کې دي او ډېر ژر به یې پاتې چارې بشپړ او د انګورو بڼوالو په واک کې به ورکړل شي. د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه د یاد ولایت د کرنې رییس زلمی الکو له قوله … نور ولولئ
افغانستان

د حمدالله محب کور ۷ کاله وروسته له طالبانو خلاص شو

سرچینه: سپوتنیک ژباړه: بشر درویش د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار خپلوان وايي چې طالبانو د څو کلونو راهیسې د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار کور د قرارګاه په توګه کارولی دی. سپوتنیک د طلوع نیوز په حواله راپور ورکړی، چې د ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب کور له اوو کلونو راهیسې د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ د قِلغو په کلي کې د طالبانو مرکز و. د … نور ولولئ
افغانستان

د افغان ملي اردو د لوړو زده کړو، ښوونې او روزنې پالیسي جوړه او وړاندې شوه

راپور: بشر درویش د هیواد د ملي اردو د لوړو زده کړو، ښوونې او روزنې د هر اړخیزې پالیسۍ د ښودلو مراسم نن ترسره شول. د افغانستان ملي دفاع وزارت د مطبوعاتو دفتر یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا مراسم د مارشال محمد قسیم فهیم په نظامي پوهنتون کې ترسره شول. یادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال “شاه محمود میاخیل”، د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل مرستیالې “منیرې یوسف زاده”، د … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار: لس زرو ښوونکو ته د مبايل او بانک له لارې معاشونه ورکول کيږي

راپور: بشر درویش د ننګرهار ولایت پوهنې رئيس حسيب الله شينواری وايي، چې په دې ولايت کې ۷ زره ښوونکو ته د مبايل او ۳ زره ښوونکو ته بانک له لارې معاشونه ورکول کيږي او ډاډ يې څرګند کړ، چې د معاشونو ورکړې سیستم کې به لا اسانتياوې رامنځته شي. نوموړي دغه څرګندونې د ولايت مستوفي نويد بشريار سره د ښوونکو د معاشونو سیستم کې د لا اسانتياو رامنځته کېدو په ناسته کې وکړې. د … نور ولولئ
افغانستان

غني: هغه کسان دې وګومارل شي چې نظام ته ژمن وي، نه زورواکو ته !

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ولایتونو ته دې یو ډول پاملرنه وشي او داسې کسان  دې وګومارل شي چې نظام ته ژمن وي. نوموړي دا خبرې پرون  ماسپښین د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس احمد نادر نادري او د یاد کمېسیون کمېشنرانو سره په ارګ کې کړي دي. دا کتنه د ویډیو کنفرانس له لارې شوې ده. د یاد کمېسیون رئیس او کمېشنرانو د ګومارنو، ازموینو او د … نور ولولئ
افغانستان

خوست: ۳۲۵ بېوزله کورنیو ته غواوې، میږې او وزې د مرستو په ډول ورکړل شوي

راپور: بشر درویش د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، چې د«اړیکو دفتر» په همکارۍ ددې ولایت په مرکز او دغه راز علي شېر، باک، صبریو او موسی خېلو ولسوالیو کې ۳۲۵ کورنیو ته غواوې، مېږې او وزې ورکړل شوي دي. د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې لیکلي؛ په دې موخه په جوړه شوې غونډه کې د خوست والي محمدصدیق پتمن په خوست کې د بېوزله کورنیو د ملاتړ او … نور ولولئ
افغانستان

ترکیه: یونان له اسلام او ترکیې سره دښمني کوي

راپور: بشر درویش د ترکیې حکومت په یونان کې د ترکیې پر ضد پر لاریونونو تود غبرګون ښودلی دی. یونان کې تازه د ترکیې پر ضد د ایا صوفیه مسجد بیرته مسجد ته اړولو په غبرګون کې خلکو لاریونونه کړي او د ترکیې بیرغ ته یې اور اچولی. د ترکیې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې یونان کې دا کار یو ځل بیا له اسلام او ترکیې سره د هغوی د دښمنۍ څرګندونه کوي. … نور ولولئ