افغانستان

هلمند: نادعلي کې ۵۰ بېوزله مېرمنو ته د کار زمینه برابریږي

راپور: بشر درویش د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د نادعلي ولسوالۍ ۵۰ بېوزله مېرمنو ته د کار زمینه برابروي. د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دغه کاري فرصتونه مېرمنو ته د بېلابېلو مېوو او سبو د پروسس له لارې برابریږي. د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې د نادعلي په ولسوالۍ کې ۵۰ بېوزله مېرمنې د سبو او مېوو د پروسس په … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: د امرالله صالح ترڅارنې لاندې به، اورښت ځپلو ته مرستې ورسول شي

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر د پران ولایت مشرانو او متنفذینو سره د وروستیو اورښتونو په ترڅ کې خلکو ته د ور اوښتو زیانونو او غمشریکۍ په اړه وغږید. ارګ وايي، ولسمشر غني دې ویډیو کنفرانس خبرو کې خلکو ته ډاډ ورکړ چې ټولو زیانمنو ته به مرستې ورسیږي. د پروان والي ډګر جنرال فضل الدین عیار او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني د دغه طبیعي افت … نور ولولئ
افغانستان

پروان کې د سیلابونو له امله د مړو شمیر ۸۵ لوړ شو

خبر: بشر درویش د افغانستان په پروان ولایت کې د سیلابونو راتلو له امله د مړو شمیر تر ۸۵ تنو پورې رسیدلی دی. د راپورونو له مخې چې د ځايي چارواکو له قوله ورکړل شوي دي، وايي، ددې اورښتونو له امله ۱۱۰ تنه زخمیان شوي هم دي. سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د پروان مرکز چاریکار کې سیلابونو لسګونه کورونه او موټرونه ویجاړ کړي دي. مسوولینو ویلي؛ تیره شپه درې بجې د دې ولایت مرکزي … نور ولولئ
افغانستان

د اسیا زړه- استانبول پروسې کنفرانس؛ د افغانستان ملاتړ مهم وبلل شو

راپور: بشر درویش د اسیا زړه – استانبول پروسې غونډه چې  د هیوادونو لوړپوړو چارواکو په کې ګډون درلود جوړه شوه. افغان بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې ناسته کې میرویس ناب او خسرو نظري د افغانستان په استازولۍ له افغان بهرنیو چارو وزارته ګډون کړی وو چې دا ناسته د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو په ګډ ریاست، د دې بهیر د ملاتړ کوونکو او غړو هیوادونو او سیمه … نور ولولئ
افغانستان

د باغیس په قادس ولسوالۍ کې ۲۰۶ بڼونه جوړ شوي

خبر: بشر درویش د بڼوالۍ د محصولاتو د کیفیت ښه کولو او د تولیداتو د کچې لوړولو په پار دکرنې وزارت د یوې پروژې له خوا، د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې ۲۰۶ بڼونه جوړ شوي دي. کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دغه جوړ شوي بڼونه د مڼې، غوزانو، آلو، زردالو او انګورو بڼونه دي. د یادې ولسوالۍ د «قادس خوردک» کلي یو تن بڼوال عبدالعظیم، چې مخکې یې په لس جریبه ځمکه … نور ولولئ
افغانستان

افغان حکومت: پاکستان دې ژمن پاته شي، پر طالبانو دې د امنیت شورا پریکړه لیک تطبیق کړي

راپور: بشر درویش کابل – د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغان دولت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو د تطبیق په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خپور شوی سند په دقت کتلی او په هراړخېز توګه یې وارزاوه. یاد وزارت ویلي چې  د دې سند مطابق، د پاکستان حکومت ژمنه کړې چې پر طالبانو باندې د سفرونو د محدویت، د وسلو او تجهیزاتو بندیز او طالبانو پورې … نور ولولئ
افغانستان

د ولسي جرګې مشر په لوړ قیمت ځان او کورنۍ لپاره بهرنی تابعیت واخیست

راپور: بشر درویش د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمن رحماني په لوړ قیمت د خپل ځان او کورنۍ لپاره تابعیت اخیستی دی. د الجزیزې یوه راپور کې ویل شوي چې ښاغلي رحماني په د نړۍ په ښکلي هیواد (قبرس) کې د ۲.۵ میلیونه ډالرو په قیمت تابعیت ترلاسه کړی دی. ویل شوي دا طلايي تابعیت نومول شوی او هر چاته نه ورکول کیږي. خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې نوموړي په ۲۰۱۷م … نور ولولئ
افغانستان

د کابل بالاحصار بیارغیږي؛ هند سره ددې تاریخي ځای د رغولو تړون لاسلیک شو

راپور: بشر درویش د افغان ولسمشر محمداشرف غني په حضور کې په افغانستان کې د هند د سفیر او اغاخان انکشافي شبکې ډیپلوماټیکې استازې ترمنځ د کابل بالاحصار تاریخي برخو د تحکیماتو او مرمت تفاهم لیک لاسلیک شو. ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ویي؛ په دغو مراسمو کې چې پرون ماسپښین په همدې مناسبت په ارګ کې ترسره شول د یاد تفاهم لیک تر لاسیک وروسته په افغانستان کې د هند سفیر وینی کمار وویل، … نور ولولئ
افغانستان

حامد کرزی له عبدالله سره د لیدنې لپاره سپېدار ماڼۍ ته ورغلی

راپور: بشر درویش د ملي مصالحې عالي شورا رییس د افغانستان له پخواني ولسمشر سره ولیدل. د ملي مصالحې عالي شورا یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ددې شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون دوشنبه د هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په سپېدار ماڼۍ کې لیدلي دي. ویل شوي؛ پدې لیدنه کې د سولې هڅو په وروستیو پرمختګونو، د بندیانو په تبادلې او د بین الافغاني مذاکراتو په پیل بحث او د نظرونو تبادله … نور ولولئ
په زړه پورې

د پوتین او نتنیاهو خبرې؛ د اماراتو او اسرایلو د تړون هرکلی وشو

راپور: بشر درویش روسي رسنۍ وايي، چې ددې هیواد ولسمشر ویلاد میرپوتین د اسرایلو له لومړي وزیره بینیامین نتنیاهو سره ټیلیفوني خبرې وکړې. ویل شوي؛ د خبرو پرمهال پوتین هیله څرګنده کړه چې د اسرایل – متحده اماراتو تړون به په سیمه کې د ثبات او امنیت پیاوړي کولو کې مرسته وکړي. پوتین ویلي، په دې هیله دی چې وروستی شوی تړون به منځني ختیځ کې د ثبات سبب شي. د روسې د ولسمشر رسنیز … نور ولولئ