افغانستان

د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا غونډه؛ څه تصامیم نیول شوي؟

راپور: بشر درویش د جمهوررئیس غني په مشرۍ د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا غونډه جوړه شوه دا ناسته پرون سه شنبه ترسره شوې ده. ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوه، په پیل کې د چین د مرستې، نیله باغ پروژې د ۱۴۰۰ اپارتمانونو د لومړي فاز تړون چې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست او د چین هیواد MCC19 کمپنۍ … نور ولولئ
افغانستان

اروپا کې د ناټو متحدو ځواکونو ستر قومندان؛ تر هغې چې افغانان غواړي، ورسره ولاړ یوو

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمداشرف غني په اروپا کې د ناټو متحدو ځواکونو ارشد قومندان جنرال ټاډ والټرز سره وکتل. ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه کتنه چې په ارګ کې وشوه، په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر او د ناټو ملکي سفیر هم حضور درلود، دواړو لوریو د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د دوامداره ملاتړ په اړه، بحث او خبرې وکړې. … نور ولولئ
افغانستان

د کرزي مقايسه؛ ولې یې امپراتور او قومندان په یوه تله کې تللي؟

ليکنه: بشر درویش د افغانستان پخواني ولسمشر په یوه وروستي پوسټ افغانانو تاوده غبرګونونه پاريدلي. دا په تېره یوه یا دوه ورځو کې دویمه هغه مسله ده چې په افغان رسنیو کې د بحث وړ ګرځېدلې. خو جالبیت یې دا دی چې دویمه هغه یې هم د لومړۍ مسلې ته د غبرګون په ترڅ کې راپورته شوې ده. اصلي مسله؟ د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال سرور دانش وړمه ورځ بلخ کې د خپلو … نور ولولئ
افغانستان

د دانش خبرو ته غبرګونونه؛ څه یې ويلي، داسې څېرې ولې پاروونکې خبرې کوي او موږ بايد څه وکړو؟

راپور: بشر درویش د افغانستان د جمهوري رياست د لومړي مرستيال سرور دانش وروستيو خبرو تاوده غبرګونونه راپارولې دي. افغان ټولنيزو شبکو کې د هغه خبرې غندل شوي او دا يې د افغان تاریخ سپکاوی بللی. دانش څه ويلي؟ افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون ورځ بامیان ته تللی و. له نوموړي سره په دې سفر کې د نورو مسوولينو ترڅنګ د هغه دویم مرستیال سرور دانش هم وو. ښاغلي دانش ددې سفر په ترڅ … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد: افغانستان لپاره یوه بې سارې شیبه ده، باید استفاده ترې وشي

راپور: بشر درویش د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې اوس د افغانستان لپاره یوه غوره شیبه ده او باید ګټه ترې واخیستل شي. نوموړي دا خبرې د امنیت شورا د وروستۍ اعلامیې هرکلي په پار کړي دي. خلیلزاد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: «د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې چې پکښې د افغانستان پر «حاکمیت، … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار:۲۵۰۰ کاله پخوانی جوړ شوی زندان کشف شو

راپور: بشر درویش د ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ سبز اباد سيمه کې د اطلاعاتو فرهنګ رياست اړوند د لرغون پيژندونکو د کيندنو پر مهال د نورو اثارو ترڅنګ يو داسې زندان موندل شوی، چې شاوخوا ۲۵۰۰ کاله وړاندې جوړ شوی او په نظامي چارو کې ترې کار اخیستل کېده. د ننګرهار د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې دغه زندان په يو ژوره سيمه کې جوړ شوی، چې دروازې نلري او د ځانګړي جوړښت … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان؛ د ۱۵ اوبو لګولو بندونو او زیرمو طرحه، ډیزاین او جوړول منظور شول

راپور: بشر درویش د ۱۵ اوبو لګولو بندونو او زېرمو د طرحې، ډيزاین او جوړولو په ګډون ۴۲ تدارکاتي موارد منظور شول . د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د ولسمشراشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه وړم مازیګر په ارګ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې، د ورکړې، فسخې او تعدیل او د لارښوونو او یادښتونو د غوښتنې په ګډون پر۴۸ تدارکاتي مواردو د بحث په پایله کې د … نور ولولئ
افغانستان

فراه کې د خرماوو ۱۰۰ جریبه بڼ؛ ۲ زره کیلو حاصل ورکوي

خبر: بشر درویش د فراه ولایت د خرماوو ونې، سږکال نږدې دوه زره کیلو حاصل ورکوي. د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دغه بڼ د فراه ولایت د کرنې ریاست له خوا او د «الغرافه» موسسې په همکارۍ، نږدې شپږ کال مخکې جوړه شوې ده. سرچینه زیاتوي؛ دغه بڼ، د یو څېړنیز فارم بڼه لري، چې ددې ګران بیې مېوې د څېړنې او توافق په موخه په دې ولایت کې جوړه شوې … نور ولولئ
افغانستان

د بین الافغاني خبرو پرانیسته کې غیرحاضر(ایران): وايي، د مذاکراتو ملاتړ کوو

راپور: بشر درویش ایران وايي، د افغانستان د سولې له روانه بهیره ملاتړ کوو. دا خبره په افغانستان کې د ایران سفیر بهاد امینیان د ملي پخلاینې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې کړې ده. د مصالحې عالي شورا ویلي چې ښاغلي امینیان د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پيل د هرکلي ترڅنګ د ملاتړ ډاډ ورکړی دی. دې ناسته کې ښاغلي عبدالله قطر ته د سفر … نور ولولئ
افغانستان

د کرندوګرو لاسنیوی؛ لوګر کې ګڼ زیرمتونونه او سړې خونې جوړ شوې

راپور: بشر درویش د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند د ۲۲۶ پروژو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. افغان کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ ددغو پروژو ټولییز لګښت ۱۲۲ میلیونه افغانۍ دی، چې وړمه د لوګر ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالله تسل … نور ولولئ