افغانستان

قطر ولسمشرغني ته؛ د تلپاتې سولې او پرمختګ غوښتونکي یوو

راپور: بشر درویش د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام پلازمېنه دوحه کې د قطر لومړي وزیر شیخ خالد بن خلیفه بن عبدالعزیز ال ثاني سره وکتل. افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د قطرلومړي وزیر ولسمشر غني ته د ښه راغلاست پرمهال قطر ته د هغه په سفر خوښي وښوده او وې ویل: «قطر او افغانستان دوه دوست او وروڼه هیوادونه دي او موږ په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د … نور ولولئ
سیاست

ټرمپ: مشاوره مې کرونا شوه، زه او میرمن مې ټیسټ ته منتظر یوو

راپور: بشر درویش د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه تازه پيغام کې ویلي چې مشاوره یې کرونا شوې او دا ددوی لپاره هم د خطر نښه ده. هغه ویلي چې هوپ هیکس چې پرته له ځنډه سخت کار کوي او اوس کرونا نیولې. ډونالډ ټرمپ ویلي چې دی او میرمن یې میلانیا ټرمپ هم منتظر دي چې د کرونا ټیسټ یې څه ډول دی. Hope Hicks, who has been working so hard without even … نور ولولئ
افغانستان

افغان کالیزه کې د ډاکټر ورځ نومول کیږي او په ویاړ یې څلی جوړیږي

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په کالیزه کې دې یوه ورځ د ډاکټر په نوم ونومول شي. نوموړي دا خبرې پرون د افغانستان طبي شورا له لوري د ناروغ د خوندیتوب، د روغتیا او د لوړو زده کړو سیستمونو د پیاوړتیا لپاره د سرچینو او نظرونو د همغږۍ ملي سمپوزیم کې د ګډون پرمهال وکړې. ولسمشر غني وویل چې د روغتیایي سکتور د کرونا د شهیدانو په ویاړ په کابل کې … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان: هاروارډ پوهنتون او نورو بین المللي بنسټونو سره مشورتي غونډه وشوه

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ هاروارډ پوهنتون او یو شمېر نورو بین المللي بنسټونو سره د اقتصادي مشورتي بورډ غونډه وشوه. دا ناسته پرون ماښام د ویډو کنفرانس له لارې جوړه شوې وه. ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د ناستې په پيل کې د افغانستان بانک عمومي رئیس اجمل احمدي وویل، د اقتصادي پالیسۍ مشورتي بورډ، هغه نوښت دی چې د افغانستان دولت د معتبرو بین المللي ارګانونو په غړیتوب … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد: طالبان اوربند نه کوي، تاوتریخوالي راکمولو ته کار کوو

راپور: بشر درویش د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتوځانګړی استازی وايي، فکر نه کوي چې طالبان به تر هغه وخته اوربند وکړي چې تر هغې دواړه خواوې سیاسي موافقې ته نه وي رسیدلي. نوموړي دا خبرې د له پي سي بي نیوز سره په مرکه کې کړي دي. ده ویلي طالبان به اوربند ونه مني. ښاغلي خلیلزاد ویلي: «موږ ژمن یوو چې د تاوتریخوالي کمولو په اړه یوې هوکړې ته رسیدو لپاره له … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: ټاپي پروژه تر راتلونکي کال هرات ته رسیږي

راپور: بشر درویش افغان ولسمشرمحمد اشرف غني پرون ماسپښین په ولسي جرګه کې د فراه او بادغیس ولایتونو د خلکو له استازو سره وکتل. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، دا ناسته په ارګ کې ترسره شوې ده. په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي عبدالستار حسیني او د بادغیس ولایت د خلکو استازي عبدالبصیر عثماني د نورو په استازیتوب د امنیت، د پوهنې د پراختیا، انکشافي پروژو او په بېلابېلو دولتي ادارو کې د دغو … نور ولولئ
افغانستان

کروندګرو سره مرسته؛ نیمروز کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوي

راپور: بشر درویش د نیمروز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت په مرکز او درې ولسوالیو کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه د ۳۵ پروژو چارې روانې دي، چې رغنیزې چارې یې ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي. د نیمروز ولایت د کرنې ریاست د کرنېزو چارو امر انجنیر ذبیح الله اولیازاده وایي، چې په دې ولایت کې د کروندګرو او بڼوالو ستونزو د را کمېدو په … نور ولولئ
افغانستان

غني: موږ د نړیوال تروریزم په پنځمه څپه کې ژوند کوو او مړه کېږو

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي مجمع ۷۵ یمې غونډه کې ګډون وکړ او وینا وکړه. هغه د انلاین ګډون ترڅنګ دې مجمعې ته وینا هم کړې ده. ولسمشرۍ ماڼۍ د هغه قوله خبرې خپرې کړې چې د افغان سولې په اړه پر بیلابیلو مسایلو یې خبرې کړي دي. هغه ددې خبرو په ترڅ کې ویلي چې افغانان د نړیوال تروریزم په پنځمه څپه کې ژوند … نور ولولئ
افغانستان

کندز کې د خوش‌تپې کانال د سربند د سیمې مطالعات پیلیږي

راپور: بشر درویش د خوش‌تپې د سربند د پروژې د ارزونې او شننې اړوند غونډه وشوه. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري په مشری د امریکا متحد ایالاتو نړیوالې پراختیایي ادارې «USAID»، د ‏«SWIM»‏ پروژې او قراردادي شرکت له چارواکو سره د خوش‌تپې کانال د سربند د پروژې د دویم پړاو د ارزونې او ششنې غونډه وشوه. یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې لیکلي؛ په دې غونډه … نور ولولئ
افغانستان

د کندهار په بولدک کې ۲۰ خاورین حوضونه جوړیږي

راپور: بشر درویش د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د بولدک ولسوالۍ د جلال الدین سیمې د ځایي مالدارانو او کوچیانو د اوبو د ستونزې د هوارولو او د مالدارۍ د ودې په پار د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۰ خاروین حوضونه جوړیږي، چې رغنیزې چارې یې رسماً پیل شوي دي. د کرنې وزارت په همدې اړه یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دغه پروژه، چې د کرنې وزارت د … نور ولولئ