بریا او پرمختګ

په کسب او کار کې د برياليتوب په اړه د نړۍ د مشرانو ښکلې ويناوې

ژباړه: محمد عزيز پردېس په کسب او کار کې د برياليتوب او پرمختګ لپاره مخکې له پانګې، پوهې، تجربې، وسايلو او امکاناتو څخه غښتلې او پياوړې ارادې ته اړتيا ده. داسې اراده چې هېڅ ډول ماته يې مخه ډب نکړي. په دې ليکنه به د کار او کسب په اړه د نړۍ د مختلفو مشرانو الهام بښوونکې خبرې له تاسو سره شريکې کړو، ويې لولئ او د خپل کار په پرمختګ کې ترې ګټه پورته … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه درې برخې چې ټولې اخلاقي نيمګړتياوې ترې سرچينه اخلي

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس ښايي دا تاسو ته جالبه وي چې ټولې اخلاقي نيمګړتياوې له دې درې برخو: رنځ، عصبانيت او ډار ( د ځان د بوختيا مثلث )! څخه سرچينه اخلي. ۱- رنځ: زموږ د هغو تېرو وختونو او کړنو په اړه غبرګون دی چې ترې خوښ نه يوو او زموږ په خوښه مخ ته نه دي تللي. ۲- عصبانيت: د اوسني وخت او حال پر وړاندې زموږ او تاسې مخامخېدل او … نور ولولئ
اقتصاد

د امريکايي بريالي شتمن وارن بافټ ژوند او لنډې ويناوې

ژباړه: محمد عزیز پردېس بریالي سوداګر او د بشري حقوقو فعال وارن بافټ د هاوارډ بافټ زوی په کال ۱۹۳۰ لمريز کې د امريکا په نبراسکا کې نړۍ ته سترګې وغړولې، هغه څوک چې د شلمې پېړۍ بريالی پانګه وال شمېرل کېږي. نوموړي له ماشومتوبه له پانګې اچونې او سوداګرۍ سره مينه وه او په همدې برخو کې يې زده کړې هم وکړې. هغه دمګړی د برکشاير هاټاوي شرکت رئيس او مشر دی. نوموړی همدارنګه … نور ولولئ
اقتصاد

د چينايي شتمن ( جک ما ) د برياليتوب رازونه

ژباړه: محمد عزيز پردېس جک ما د اوسني عصر د برياليو کسانو له ډلې څخه دی، هغه په هڅو وشو کولی چې د انګليسي ژبې له معلمۍ څخه د چين د شتمنو کسانو له ډلې څخه شي. نوموړی د علي بابا بنسټ ايښودونکی او مالک دی، هغه شرکت چې په انلاين بازار کې د امازون نړيوال شرکت سيال شمېرل کېږي. جک هغه څېره ده چې د دغه بريالي شرکت (علي بابا) تر شاه ده. د … نور ولولئ
ادبیات

د شهید زین العابدین پردېس ۳۸ تلین غونډه

راپور: محمد عزيز پردېس کندزي فرهنګپالو او اديبانو د شاعر او ليکوال شهيد زين العابدين پردېس د شهادت ۳۸ تلين غونډه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځله! وړمه ورځ د کب د مياشتې ۱۱ مه، شنبه ماسپښین د کندز ولايت ضيايي فرهنګي خونې، گستره موج های آمو، پردېس کلتوري او ادبي ټولنې او يو شمېر کندزي فرهنګپالو لخوا د شاعر او ليکوال ارواښاد زين العابدين پردېس د شهادت اته دېرشم تلین غونډه د … نور ولولئ
اقتصاد

د اپل شرکت مالک، سټيو جابز د برياليتوب ۶ رازونه

ژباړه: محمد عزيز پردېس د ټکنالوژۍ او ډيجيټلي نړۍ متفکر مغز، هغه څوک چې د ستونزو له دريابه راپورته شو او اوس په ټوله نړۍ کې دروند او ښه نوم لري. هغه په ماشومتوب کې ډېرو ستونزو سره مخ و او وروسته له ۶ مياشتو له پوهنتون څخه وويستل شو. دا نو هغه وختونه و چې نوموړي په ډېرې سختۍ سره د خپلې ورځنۍ ډوډۍ مصارف پيدا کول؛ خو هغه وروسته له ډېرې مبارزې بريالی … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

۱۲ اغېزلرونکې خبرې چې ژوند مو ښکلی کوي

ژباړه: محمد عزیز پردېس ۱) ژوند د هېندارې په څېر دی، کله چې پکې مٌسکا وکړئ؛ نو ترټولو غوره پايله لاس ته راوړئ. ۲) هېڅکله مو ځان د بل چا سره مه پرتله کوئ، که دا کار مو کړ؛ نو ځان ته به مو توهين کړی وي. ۳) ژوند د ستورو او سپوږمۍ په څېر ښکلی دی، پرته له هغه وخته چې د غم ورېځې يې وپوښي. ۴) په اوسني حال کې هڅه کول او … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

خوږې خبرې

ژباړه: محمد عزيز پردېس د حال يا اوس په ارزښت پوه شئ، چې تېر هېڅکله نه راځي او راتلونکی ښايي رانشي. که د سيند او سمندر پر وړاندې تيږې يا صخرې نه وای، نو هېڅکله به يې غږ نه راوته. توريالي او شجاع کسان فرصتونه زېږوي او ډارن او کمزوري خلک د فرصت په انتظار وي. هر انسان تېروتنه کوي، خو يوازې احمق انسانان خپلې تېروتنې تکراروي. ټول هغه توکي او څيزونه چې تاسو بايد … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له سبا نه وېرېږم، ځکه پرون مې ليدلی او نن سره مينه لرم

ژباړه: محمد عزیز پردېس که دې نړۍ ته بې وزله راغلي ياست، دا ستاسو تېروتنه نه ده؛ خو که په بې وزلۍ کې مړه شئ، دا بيا ستاسې تېروتنه ده. بېل ګېټس ***** د برياليتوب لپاره درې جملې: الف) د نورو څخه ډېر پوه شئ. ب) د نورو څخه ډېر کار وکړئ. ج) توقع او انتظار مو بايد کم وي. ویلیام شکسپیر ***** هرڅوک د نړۍ د تغيير په فکر کې دی، خو هېڅوک هم … نور ولولئ
کلتور او هنر

مورنۍ ژبه یعنې د هماغې ژبې د ویونکو بقا

ليکنه: محمد عزیز پردېس هرکال د فبرورۍ ۲۱ مه په ټوله نړۍ کې د مورنۍ ژبې نړيوالې ورځې په نامه يادېږي. مورنۍ ژبه يانې کله چې يو ماشوم دې نړۍ ته سترګې غړوي، وروسته له يو څه مودې دې ته متوجه کېږي چې مور، پلار او د کورنۍ نور غړي يې په کومه ژبه خبرې کوي؛ دی هم د هغوی په تقليد سره ورو ورو په خبرو راځي او خپله مورنۍ ژبه زده کوي. پوښتنه … نور ولولئ