بریا او پرمختګ

نن ژوند وکړئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس غواړم يو راز تاسو سره شريک کړم. آيا په دې پوهېدئ چې په اونۍ کې دوه داسې ورځې شته چې تاسو پکې بايد اصلاً د ډار او تشويش احساس ونلرئ. په دې دوه ورځو کې مو بايد پاملرنه او توجه ډېره وي. لومړنۍ ورځ هماغه پرونۍ ورځ ده (پرون ورځ). ټولې تېروتنې او غلطيانې مو چې کړي دي، دردونه مو چې ګاللي دي… دا ټول د پرون يا تېرې ورځې پورې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په نرمښت او انعطاف کې بريا ده

ژباړه: محمد عزيز پردېس هېڅ څه په دې نړۍ کې د اوبو په څېر نرم او انعطاف منونکي نه دي، خو سربېره په دې همدا اوبه بيا ترټولو سختو او کلکو څيزونه ماتوي او له منځه يې وړي. نرمي په سختۍ غلبه کوي او لطافت په خشونت، ټول په دې پوهېږي؛ خو ډېر لږ بيا پرې عمل کوي! انسان نرم او لطيف زېږول کېږي، خو د مرګ پر مهال بيا وچ او سخت کېږي. نباتات … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ماتې يا شکست مفهوم څه دی؟ د نړۍ له نوموتو پوهانو يې واورئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس تېروتنه د برياليتوب پايه ده او هغه وسيله ده چې کولی شو په مرسته يې برياليتوب ته ورسو. له خپلو تېروتنو څخه مه شرمېږئ او هغه جرم مه ګڼئ. کنفسيوس تېروتنه هغه فرصت دی چې موږ ته دا راښايي چې عاقلانه ګام پورته کړو. هنري فورډ هرکله مو چې بد خبرونه د بدلون لپاره يو ضرورت او نه د يو منفي خبر په توګه ومانه، نو تاسو ماته نه ده خوړلې؛ … نور ولولئ
سیاست

د معمر قذافي د حکومت پرمهال، د ليبيا اوضاع څه ډول وه؟

ژباړه: محمد عزيز پردېس د نړۍ ټول خلک قذافي د يو ديکتاتور او ظالم شخص په توګه پېژني، د لاندې ليکنې په لوستلو به د نوموړي د حکومت پرمهال د ليبيا د اوضاع په اړه خبر شئ. ـ د ليبيا د ټولو اوسېدونکو لپاره برېښنا وړيا وه. ـ د بانکي تعرفې په نامه څه نه و. ـ د هر ليبيايي لپاره د کور لرل يو مسلم حق و. ـ هرې تازه واده شوې جوړې ته … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د روژې په میاشت کې په دې ډول مثبت بدلون راخپل کړئ

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس موږ ټول غواړو چې د رمضان دېرش ورځې په ښه توګه روژه ونيسو، هغسې روژه چې مونږ کې مثبت تغيیرات راولي، راځئ د دې ترڅنګ دېرش ښه کارونه هم تمرين کړو. هره ورځ يو کار… ۱) يوه ورځ الله تعالی ته او ځان ته دروغ ونه وايو. ۲) يوه ورځ په نورو او پر ځان مهربانه واوسو. ۳) يوه ورځ ځپل ځان او نور وبښو. ۴) يوه ورځ ارامه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په برياليتوب او پرمختګ کې د کليمو رول او اغېز

ژباړه: محمد عزيز پردېس انسان په يوې کليمې سره پرځېدی او په يوې کليمې سره د بريا لوړو څوکو ته رسېدی شي. هغه کليمه کېدای شي؛ تاسو وهڅوي، مثلاً: ( مينه درسره لرم ). تاسو وپرځوي او مات مو کړي، مثلاً: ( له تا څخه کرکه لرم ). تاسو غوسه کړي، مثلاً: ( ستړی يم ). تاسو ښېرازه کړي او مو پنځوي، مثلاً: ( خوښ يم ). تاسو ته ښکلا دروبخښي، مثلاً: ( مننه کوم … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ارامښت پنځه اصول کوم دي؟

ژباړه: محمد عزيز پردېس لومړی اصل: زه خپل ذهن ته د منفي افکارو لپاره لار نه ورکوم، زه په هرډول حالاتو او د ژوند ترټولو سختو شېبو کې هم مثبت فکر کوم. دويم اصل: زه خپل ځان ته دا اجازه نه ورکوم چې د الله تعالی په تقدير دې نيوکې وکړم، هغه له ټولو څخه په غوره توګه په ټولو حالاتو ښه کنټرول لري. درېيم اصل: زه د ټنبلۍ، ځان غوښتنې او بېکارۍ اجازه نلرم، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

انسانان له څلوېښت کلنۍ وروسته دا ‌ډول چلند او اوصاف پيدا کوي

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس موږ هميشه په دې فکر کې يو چې انسانان له څلوېښت کلنۍ څخه وروسته نور نه خاندي، چکر ته نه ځي او لوبو يا تفريح ته اړتيا نلري! څلوېښت کاله وروسته د انسان لپاره يوه بله متفاوته او په زړه پورې نړۍ وي، د انسان هڅې ګړندۍ کېږي؛ ترڅو وشي کولی د ځوانۍ د پړاو نيمګړې هيلې پوره کړي. مختلفو ځایونو ته په سفرونو او د مختلفو لوبو په … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د لاسته راوړنو څخه ډکې او بريالۍ ورځې به مو څنګه په نصيب شي؟

ژباړه: محمد عزيز پردېس که ودې کولی شو چې یو شخص يا يو څه لږ ډېر درک کړې، نو بريالۍ ورځ به ولرې. که دې وکولی شو چې پر يو بد چلند يا تفکر غلبه وکړې او پر ځای يې ښه چلند او تفکر ځای ناستی کړې، نو بريالۍ ورځ به ولرې. که و دې کولی شو چې په خپل ځان او نورو مهربانه واوسې، نو يوه غوره ورځ به ولرې. که په کارونو کې … نور ولولئ
افغانستان

کندز کې د شمال دوديزه کلنۍ مشاعره د سولې او پخلاينې په نوم ترسره شوه

راپور: محمد عزيز پردېس شمال دوديزه کلنۍ مشاعره هر کال د پسرلي په ګلورين موسم کې د پردېس کلتوري او ادبي ټولنې او کندز مېشته فرهنګيانو په نوښت د کندز ښار په مختلو سيمو کې ترسره کېږي. ياده مشاعره کې د کندز مرکز او ولسواليو په شمول د هېواد مختلفو سيمو او په ځانګړي ډول د شمالي ولايتونو شاعران، ليکولان او د شعر او ادب مينه وال ګډون کوي. دې مشاعرې ته د پښتنو شاعرانو، … نور ولولئ