ټولنیز ژوند

د رښتينې او واقعي مينې ځانګړنې

ژباړه: محمد عزيز پردېس ټول اشخاص په شمول د ښځينه و او نارينه و د رښتيني عشق يا مينې په لټه کې دي، تاسو پوهېږئ چې رښتينې مينه څه ځانګړنې لري او څنګه کولی شو چې رښتينې مينه پيدا کړو؟ رښتينې مينه څه ته وايي؟ د يوې سالمې اړيکې رامنځ ته کېدل، ساتل او په پايله کې په بريالي توګه د دواړو لورو يوځای کېدل يا هم واده کولو ته واقعي مينه ويلی شو. په … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د بريالي او هوسا ژوند درې رازونه

موږ ټول انسانان طبيعتا د دې په لټه کې يوو چې خوښ، بريالی او هوسا ژوند ولرو. د يو ارامه ژوند لپاره هره څوک په هر هغه توګه چې دی يې مناسبه ګڼي هڅه کوي. د هر دين، قانون او اصولو پيروان هم د بريالي ژوند لپاره ځانګړې لارښوونې او قواعد لري. په دې اړه ډېری ليکوالانو، پوهانو، څېړونکو، ژباړونکو… د خپل وس مطابق مقالې ليکلي، څېړنې يې کړي او په ټوله کې خپلې هڅې … نور ولولئ
په زړه پورې

د نړۍ ترټولو پخوانۍ ډوبه شوې کشتۍ وموندل شوه

لرغون پېژندوکو د تورې بهېرې په تل کې څو ورځې وړاندې يوه ډوبه شوې کشتۍ په داسې حال کې وموندله چې تمه کېږي د نړۍ ترټولو پخوانۍ کشتۍ وي. ترټولو جالبه بيا دا ده چې ياده کشتۍ تر دې دمه په خپل حالت پاتې ده، يانې لاس نا وهل شوې ده. اټکل کېږي چې د نوموړې کشتۍ عمر به له ۲۴۰۰ کلونو څخه هم ډېر وي او د څېړونکو لپاره ترټولو جالبه بيا ده ده … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

پر نفس باور مو بريا ته رسوي

ژباړه: محمد عزيز پردېس پر نفس باور او اعتماد هغه څه دي چې تاسو د برياليتوب او پرمختګ هسکو او لوړو څوکو ته رسولی شي. که پرځان، مسلک او وړتياوو مو باور ولرئ، نو هېڅ ډول ستونزې به ستاسو مخ ډب نه کړي. دلته مو د بریالي ژوند او دا چې څنګه يو انسان په خپل ورځني ژوند کې د ستونزو پر وړاندې کامياب شي، يو څو ټکي راټول کړي دي: ۱- په خپل ځان … نور ولولئ
په زړه پورې

د نړۍ ترټولو لوړه مجسمه نن په هند کې پرانېستل شوه

راپور: محمد عزيز پردېس یاده مجسمه د هندوستان د خپلواکۍ رهبر سردار والاباه باهی پاتل د يادښت په موخه جوړه شوې چې لوړوالی يې ۱۸۲ مترو ته رسېږي. د نوموړې مجسمې کار پنځه کاله وړاندې د هندوستان په سادو جزيرې کې چې د نارمادا اوبو په منځ کې موقعيت لري، پيل شو چې د سلهاو چينايي کارکوونکو په شمول پکې شاوخوا ۲۵۰۰ کارګران په کار بوخت و. دا مجسمه د امريکا د آزادۍ مجسمې دوه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ژوند ښکلی دی، خوند ترې واخلئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس لويه ربه څرنګه چې دې زموږ سترګې له خوب څخه وروسته راپرانېستلې، همدرانګه زموږ زړونه هم د غفلت له خوبه راويښ کړه… او څرنګه چې دې نړۍ د سهار په نور او ځلا سره روښانه کړې، زموږ ژوند هم د هدايت او لارښوونې په نور روښانه کړه… لويه ربه زموږ ګناوې، زموږ عيبونه، زموږ د زړه سختوالی، زموږ غمونه او ستونزې اوبښه او په خپل مرحمت يې حل کړه… لويه ربه … نور ولولئ
خواړه

د انارو څو ګټې

ژباړه: محمد عزيز پردېس انار چې په انګرېزي کې ورته Pomegranateاو په سوچه پښتو کې ورته نرګسي هم وايي سور رنګه او مزه ناکه مېوه ده چې د ونو لوړوالی معمولا يې د ۵-۸ مترونو پورې رسیږي. داسې ويل کېږي چې انار د هند لخوا نورې نړۍ ته ورپېژندل شوی، خو د نړۍ تر ټولو غوره انارو کې د افغانستان نوم په سر کې يادېږي. په قفقاز کې له پخوا څخه د دې نبات کرکېله … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

واقعي نيکمرغي

ژباړه: محمد عزيز پردېس هرڅوک د خپلې خوښۍ او نېکمرغۍ ته د رسېدو لپاره په خپل ذهن کې موخې او برنامې لري، خو څېړنو ښودلې ده چې رښتينې خوښي او نيکمرغي د حال ( روان حالت ) په ښه احساس کې نغښتې ده. د هاروارډ پوهنتنون د ارواپوهنې برخې استاد، ډنيل ګيلبرټ د خپلو شويو مطالعاتو په ترڅ کې دا ثابته کړې ده چې: دغه خبره اصلا غلطه ده، چې ووايو: هغه وخت نېکمرغه کېږم … نور ولولئ
اقتصاد

مخکې له واده څخه بايد په مالي مسائلو فکر او خبرې وکړئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس څېړنې ښيي چې پيسې د زوجينو د تفاهم يو اصلي لامل دی. که مخکې له واده څخه په صداقت او رښتينولۍ سره د مالي مسائلو په اړه خبرې وکړئ، نو دوامداره او په زړه پورې ژوند به ولرئ. پيسې د شتمنۍ تعيين کوونکي بلل کېږي، خو د زوجينو برابرۍ، امنيت، عشق، قدرت او ازادۍ کې ډېر رول لري. مخکې له دې چې يوې انجلۍ/ هلک سره د واده تړون کوئ، نو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د شپې لخوا د تلويزون ډېر کتل، مو مغشوش او ستړي کوي

ژباړه: محمد عزيز پردېس تاسو د شپې لخوا د خپلې خوښې د ټلويزوني خپرونو مينه وال ياست؟ او دا کار تاسو سره مرسته کوي چې وروسته د يوې ستړې او کاري ورځ څخه لږ دمه او ارام وکړئ؟ ښه، دا په داسې حال کې ده چې تاسو يې تصور کوئ، دا کړنه ستاسو د خوب سيستم خرابوي او ورو ورو مو د ستړيا او اضطراب په لور بيايي. د کاردان پيتسبورک پوهنتون په يوه څېړنه … نور ولولئ