افغانستان

ملګري ملتونه: د نړیوالې ټولنې د غړیتوب لپاره باید بشري حقونه رعایت شي

ملګرو ملتونو یو ځل بیا له نوي حکومت د بشري حقونو د رعایت غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، داسې ښکاري چې مېرمنې او نجونې په افغانستان کې د کار او زده کړو په څېر له خپلو اساسي حقونو محرومېږي. دده په وینا نوي حکومت ته په کار ده چې د رسمیت پېژندلو او نړیوالې ټولنې د غړي کېدو لپاره د بشر اساسي حقونو او … نور ولولئ
افغانستان

امریکا ته تللي زرګونه کسان د دایمي اوسېدو په شرایطو برابر نه دي

امریکا ته زرګونه تللي افغان کډوال د دایمي اوسېدو په شرایطو برابر نه دي. امریکايي رسنیو هغه راپور ته لاسرسی موندلی چې د افغان کډوالو په اړه د امریکا کانګریس ته لېږل شوی دی. ددې راپور پر بنسټ شاوخوا ۳۴ زره افغان کډوال داسې دي چې امریکا ته تللي خو د دایمي اوسېدو په شرایطو برابر نه دي او نه هم د اوسېدو جواز اخیستو لپاره د قناعت وړ دلایل لري. دا راپور د امریکا … نور ولولئ
افغانستان

دفاع وزیر: له خپلې خاورې او خلکو د دفاع پوره وړتیا لرو

د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب او لوی درستیز فصېح‌الدین فطرت پرون دشمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت د اروزنې په موخه جوزجان ولایت ته تللي. د دفاع سرپرست وزیر مولوي یعقوب د ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې له خپلې خاورې او خلکو د دفاع او ساتنې پوره توان لري. یعقوب ویلي افغان ځواکونه د هېواد له خاورې او پولو څخه د دفاع وړتیا لري او هېڅ تېري … نور ولولئ
افغانستان

روسیه: د امریکا له امله افغانستان کې د نشه يي توکو کارو بار زیات شوی

روسیه وایي امریکا په افغانستان کې د نشه يي توکو د کرکېلې د ډېرېدو لامل وه. د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمتري مدودوف روسي رسنیو ته ویلي چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر کرکېله سترګې پټې کړې وې. دده په خبره افغانستان د امریکا له راتګ سره د نشه يي توکو کارو بار او کرکېله ډېره شوه. مدودوف وایي له ۲۰۰۱ کال راهیسې په … نور ولولئ
افغانستان

ا.ا: هیڅوک د خلکو په کورونو شپني عملیات نشي کولی

د زندانونو عمومي رییس محمد یوسف مستري چې په څرخي پله زندان کې يې د امنیتي ځواکونو د فراغت غونډې ته خبرې کولې، وویل چې د شیخ هبة الله اخندزاده د فرمان له مخې تر دې وروسته هېڅ څوک پر خپل سر او د شپې له خوا د خلکو په کورونو عملیات نه شي کولی. د اصول نامې له مخې امنیتي ځواکونه باید د خلکو کورونو پلټنې په وخت کې د اړونده جومات ملا امام … نور ولولئ
افغانستان

امریکا واشنګټن کې د افغان سفارت تړلو تابیا لري

واشنګټن غواړي چې په امریکا کې د افغانستان سفارت وتړي. سپوټنیک اژانس د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی دی چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او کنسولګري تړل کېږي او دغه راز له دې سره به د یاد سفارت د کارکوونکو ډيپلوماټیک مسوونیت هم لغوه شي. هېره دې نه وي، چې تر دې وړاندې هم په واشنګټن کې د افغان سفارت ځينو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې امریکایي حکومت له یوې میاشتې … نور ولولئ
سیاست

امریکا: یو ځل بیا مو هم د اوکراین پر سر روسیې ته د خبرو وړاندیز کړی

امریکا وایي روسیې ته یې د دوی د غوښتنو ځواب لېږلی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن یو ځل بیا ویلي چې امریکا د مذاکراتو ملاتړې ده. دده په خبره په نوو ځوابونو کې یې هم له روسیې سره د خبرو نوې لارې وړاندیز کړې دي او تمه لري چې روسیه هم د خبرو لار خپله کړي. امریکايي چارواکي ویلي که روسیه د خبرو لار خپله نه کړي، نو سخت زیان به … نور ولولئ
افغانستان

ملګرو ملتونو افغانستان سره د مرستو نوې تګلاره اعلان کړه

ملګرو ملتونو افغانستان ته د مرستو رسولو په تړاو نوې تګلاره اعلان کړه. د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېر ماښام د افغانستان په اړه غونډه لرله، چې ددغه شورا ډېری غړو وینا پکې وکړه. دوی ټینګار وکړ چې له افغانستان سره به بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او د همدې موخې لپاره یې نوې تګلاره اعلان کړې ده. ددې تګلارې له مخې به ملګري ملتونه دا فرصت لري چې د افغانانو د ستونزو د کمولو … نور ولولئ
افغانستان

ګوتریش: افغانان باید له خطر او ستونزو وژغورل شي

ملګري ملتونه وایي د افغانانو ژوند د لوږې او بېوزلۍ له امله له سخت وضعیت سره مخ دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، چې افغانان د ژمي او لوږې له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې ددغه ستونزې د حل لپاره اړینې مرستې وکړي. هغه وایي چې د افغانستان … نور ولولئ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت: افغان او امریکايي لوری د کنګل شوې شتمنۍ په اړه غږېدلي

بهرنیو چارو وزارت د کنګل شوو شتمنیو په اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې افغان پلاوي په اوسلو کې د امریکا د خزانې وزارت له چارواکو سره د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو په اړه خبرې کړې دي. سرچینه وړاندې لیکي، چې دغه خبرې رغنده وې او ژر به پایله ولري. په اعلامیه کې راځي چې په دې مذاکراتو کې … نور ولولئ