افغانستان

امریکا: ټول افغان کډوال له نظامي اډو ایستل شوي دي

امریکا وايي ټول افغان کډوال له نظامي اډو ایستل شوي دي. د امریکا ددفاع وزارت له لوري په خپرو شوو معلوماتو کې راغلي چې د امریکا په بېلو نظامي کمپونو کې زرګونه افغانانو حضور درلود چې دمګړی ټول له دغه نظامي اډو ایستل شوي دي. سرچینه وایي چې ډېری دغه کډوالو ته کورونه نیول شوي او ډېری نور بیا تر دې دمه په کرایي کورونو او هوټلونو کې ځای پر ځای شوي دي. د امریکا … نور ولولئ
افغانستان

سیګار: افغانستان کې د بېکارۍ کچه په لوړېدو ده

سیګار یو ځل بیا په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی. د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړي پلټونکې ادارې یا سیګار په تازه ټوېټ پيغامونو کې ویلي چې په افغانستان کې بېوزلي مخ په پراختیا ده او لا ډېر وګړي بیکاره شوي دي. سرچینه وایي اټکل کېږي چې په ۲۰۲۲ کال کې د بېکارۍ کچه ۴۰ سلنه لوړه شي او د کورنیو د لګښتونو کچه هم تر ۴۴ … نور ولولئ
افغانستان

یونسیف: اروپایي ټولنه د افغان ښوونکو د دوو میاشتو معاشونه ورکوي

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې (یونسیف) ویلي چې اروپایي ټولنه د افغان ښوونکو د دوو میاشتو معاشونه ورکوي. د یادې ادارې په وینا، یونسیف د ۱۹۴ زره دولتي ښوونځیو د ښوونکو د معاشونو ورکړې لپاره بودجه ځانګړې کړې ده او ژمنه یې کړې ده چې ژر به هر ښوونکي ته د میاشتې سل ډالر ورکړي. د دغې ادارې په وینا، له دې چارې نه یې موخه د افغان ښوونکو ستونزو ته رسېدګي … نور ولولئ
افغانستان

ایران د هلمند سیند اوبو پر خوشې کولو ټينګار کړی

د ایران د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې دوی له افغان حکومت سره د هلمند سیند اوبو خوشې کولو پر سر په تېرو دریو میاشتو کې په مسلسل ډول مذاکرات کړي دي. ایراني رسنیو د دغه هېواد د انرژۍ وزیر له قوله ویلي، سره له دې چې دوی له افغان لوري څخه په لنډه موده کې د هلمند سیند اوبو خوشې کولو غوښتنه هم کړې ده خو افغان حکومت تر اوسه په دې برخه … نور ولولئ
افغانستان

دې هېل: بایډن په ښکاره له افغانانو غلا ته ملا تړلې ده

بایډن په ښکاره د افغانانو له شتمنۍ سترې غلا ته ملا تړلې ده. دې هېل نشریې په یوه مطلب کې په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت، د امریکا وتلو او د بایډن وروستۍ پرېکړې ته کتنه کړې ده. سرچینه وایي نړیوالو قوانینو ته په کتو د بایډن اداره د یوې داسې پرېکړې حق نه لري، نو له همدې امله دا یوه ښکاره غلا ګڼل کېږي. سرچینه وایي بایډن له یوه بېوزله هېواد غلا کوي او … نور ولولئ
افغانستان

پنټاګون: امریکا ته ځينې راغلي کډوال خطرناکه جرمي سابقه لري

امریکا وایي د تخلیې ماموریت کې د تللو ځينو کسانو دوسیې یې څېړلې او ثابته شوې چې دوی خطرناک مجرمین دي. . د امریکا د دفاع وزارت په یوه راپور کې ویلي د راغلو افغان کډوالو په منځ کې شاوخوا پنځوس کسه یې داسې دي چې په خطرناکو جرمونو یې لاس پورې کړی دی او ان له ترهګرو ډلو سره د اړیکو مخینه لري. سرچینه همدا راز وایي دې مسئلې دوی اړ کړي چې د … نور ولولئ
افغانستان

د پوهنتونونو استادان: امریکا له یو فقیر هېواده غلا او باجګیري کوي

د افغانستان د پوهنتونو استادانو د یوې غونډې په ترڅ کې ویلي چې د سپټمبر پېښې ۱۱مې قربانیانو ته د افغانستان له مالي پانګې د پیسو تخصیص د یو فقیر هېواد له خلکو د باجګیري او غلا مانا لري. د پوهنتونونو استادانو نن د افغانستان د رسنیو مرکز کې یوې غونډې ته تر خبرو وروسته په خپل پرېکړه لیک کې، د افغانستان د مالي زېرمې په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن پرېکړه ظالمانه، د … نور ولولئ
افغانستان

اروپایي ټولنه: ا.ا د افغانستان اساسي قانون ته د درناوي ژمنه کړې

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي ویلي چې د افغانستان ا.ا پلاوي ژمنه کړې ده چې د افغانستان جمهوري نظام اساسي قانون ته به درناوی کوي. ایسنا د اناتولي اژانس په حواله د وان برنت له قوله ویلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په مشرۍ د ا.ا پلاوي په دوحه کې دوی ته ډاډ ورکړی دی چې د افغانستان اساسي قانون ته به درناوی کېږي. هغه زیاته کړې ده چې … نور ولولئ
افغانستان

سیګار: افغانستان کې اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ دی

سیګار وایي ښایي د افغانستان نا خالص داخلي تولید شاوخوا ۴ میلیارده ډالر راښکته شي. سیګار د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې د یوه راپور پر بنسټ ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت له څو کلونو راهیسې مخ پر ځوړ دی. سرچینه وایي چې ان د تېر حکومت پر مهال د افغانستان د سړي سر کلنی عاید راښکته شوی دی او ټاکل شوې چې په ۲۰۲۲ کال کې دغه عاید ۳۵۰ ډالرو ته راښکته … نور ولولئ
افغانستان

نړیوال بانک د افغانستان ۶۰۰ میلیونه ډالر کنګل شوې شتمني ازادوي

ښايي نړیوال بانک د افغانستان ۶۰۰ میلیونه ډالر کنګل شوې شتمني ازاده کړي. رویټرز خبري اژانس وایي د نړیوال بانک مدیره هیت یو وړاندیز لاسلیک کړی چې له مخې یې ددغه بانک په امانتي صندوق کې د افغانستان میلیونونه ډالر کنګل شوې شتمني ازادېږي. راپورونه وایي چې دغه پیسې به د بیا رغونې وجهي صندوق تمویل کوونکو ته په افغانستان کې د مرستو په موخه ورکول کېږي. نړیوال بانک ویلي چې دا شپږ سوه میلیونه … نور ولولئ