افغانستان

یوناما د بین الافغاني خبرو د بیا پیل هرکلی کړی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو د بیا پیل هرکلی کړی دی. یوناما نن سه شنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا ځل خبرې باید په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت سبب شي. په خبرپاڼه کې راغلي، دوی دوحې ته د حکومت د مذاکراتي ټیم د تګ او خبرو د بیا پیل هرکلی کوي او هیله لري چې … نور ولولئ
افغانستان

پکتیا کې د ځنغوزیو د پروسس فابریکه پرانیستل شوه

د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د ځنغوزیو د پروسس فابریکې پرانیسته وشوه. دغه فابریکه د رحیم ګردېزي ګروپ له خوا جوړه شوې چې د پرانیستې مراسمو ته یې ولسمشر اشرف غني د کابینې د یو شمېر غړو په موجودیت کې په انلاین توګه وینا وکړه. د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په چهار چنارماڼۍ کې په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د پکتیا مرکز ګردېز څخه د … نور ولولئ
افغانستان

له افغانستان د چین لس تنه جاسوسان وایستل شول

امریکايي رسنۍ وايي، د افغانستان حکومت له خپلې خاورې ۱۰ چینايي جاسوسان ایستلي دي. د انټیل نیوز د راپور له مخې، د افغانستان حکومت دا لس تنه تېره میاشت نیولي وو او په تحقیقاتو کې څرګنده شوه چې هغوی له طالبانو سره اړیکې لري. د دغو کسانو له نیول کېدو سره هم مهاله امریکايي رسنیو راپور ورکړ چې امریکا ته څرګنده شوې چې چین په افغانستان کې پر امریکایانو د حملو لپاره وسله والو طالبانو … نور ولولئ
افغانستان

ارګ یو ځل بیا له طالبانو د اوربند غوښتنه کوي

ولسمشرۍ ماڼۍ  دوحې ته د افغان حکومت د سولې د مذاکراتي پلاوي له سفر سره سم یوځل بیا پر اوربند او د تاوتریخوالي پر درېدو ټینګارکړی دی. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټویټر لیکلي، د افغان دولت مذاکراتي پلاوی دوحې ته روان شوی دی او ډېر ژر به د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو پیل شي. هغه زیاته کړې یاد پلاوی د افغان دولت او خلکو بشپړ ملاتړ له ځان سره لري او … نور ولولئ
افغانستان

زلمی خلیلزاد د سولې خبرو لپاره تر قطر مخکې کابل ته راغلی

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د سولې په اړه د سلا مشورو لپاره کابل ته راغلی دی. تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې هغه له اسلام اباد قطر ته تللی دی. ښاغلي خلیلزاد قطر ته تر روانېدو مخکې په افغانستان کې د جګړې روان شدت او هدفي وژنې د نه منلو وړ وبللې او له دواړو خواوو یې د سولې په خبرو کې د پرمختګ هیله وکړه. … نور ولولئ
افغانستان

د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی نن قطر ته ځي

ټاکل شوې چې د سولې مرکچي پلاوی د سولې د خبرو دویېم پړاو پیلېدو په خاطر نن سه شنبه دوحې ته سفر وکړي. د یاد پلاوي غړې فوزیه کوفي د دوشنبې په ورځ یوې غونډې ته وویل چې دوی به سه شنبه دوحې ته سفر وکړي. نوموړې د سولې په پروسه کې بیا ځلي د مېرمنو او بشرحقونو پرخوندیتوب ټینګار وکړ. کوفي وایي سوله یوازې د جګړې درېدو او د وسلې لېرې کېدو په معنا … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد: دویم پړاو مذاکراتو کې باید اوربند وشي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په پاکستان کې د پاکستاني پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره تر لیدنې وروسته دوحې ته تللی دی. نوموړي په ټوېټ پیغامونو کې ویلي دي چې د مذاکراتو په دویم پړاو کې باید چټک او د پام وړ پرمختګونه وشي. زلمي خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې دوحې او د سیمې نورو هیوادونو ته په دې هیله ځي چې افغان خواوې د افغانستان د سولې … نور ولولئ
افغانستان

امریکا ته د افغان ځواکونو د ملاتړ له کبله طالبانو خبرداری ورکړ

د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې تیره ورځ امریکایي ځواکونو پر وسله‌والو طالبانو هوايي برید وکړ چې ۱۳ تنه په کې ووژل شول، طالبان ورته سخت غبرګون ښودلی دی. وسله‌والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د امریکایي ځواکونو له لورې پر دوی هوایي بریدونه کړي او دغه راز د کندهار په ارغنداب کې د افغان امنیتي ځواکونو له لورې عملیات روان دي چې امریکایي ځواکونه یې … نور ولولئ
سیاست

پاکستاني پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مشر سید علم محسود هم نیولی

پاکستان کې د بشري حقونو نامتو ملاتړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر سید علم محسود نیول شوی دی. د دغه غورځنګ د غړي سید علم محسود زوی یوه ویډیو خپره کړې او په ویډیو کې ښکاري چې محسود پېښور کې له خپل کوره نیول شوی او پر دې تورن شوی چې د دولت ضد څرګندونې یې کړې دي. https://www.facebook.com/108207972620470/posts/3559123177528915/ د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې بلې مشرې سنا اعجاز پر فېسبوک یوه وېډیویي پيغام … نور ولولئ
افغانستان

دویم پړاو مذاکرات؛ د افغان مذاکراتي پلاوي سفر سبا ورځ ته وځنډید

  ټاکل شوې د افغانستان مذاکراتي پلاوی د دویم پړاو بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره سبا دوحې ته لاړ شي. د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی نن ماسپښین دوحې ته روان شي خو د نامعلومو دلایلو پر بنسټ دغه سفر د سبا سهار لپاره ځنډېدلی او ټاکل شوې یاد پلاوی سبا دوحې ته روان شي. بلخوا د دویم پړاو پر مذاکراتو اندېښنې او پر پیلېدو یې شکونه موجود دي، د افغان … نور ولولئ