افغانستان

مجاهد: مخالفین د ګواښ په حد کې نه دي؛ خو خنډونه باید ونه لرو

د افغانستان ا.ا د سرپرست حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې د هېواد د څلورو کنجونو امنیت یې تر پوښښ لاندې دی او د نظام مخالفین ګواښونه نه شي جوړولی. د نوموړي په خبره، که چېرته د نظام پر ضد څوک پورته کېږي نو ځپل کېږي به خو ټینګار کوي چې د ستونزو د حل او د نظام د لا پیاوړتیا لپاره لومړی د علماوو ناسته او وروسته … نور ولولئ
سیاست

مریم نواز عمران خان ته؛ ژړا پرېږده، له واک تېر شه او کډه باروه

عمران خان یو ځل بیا خپلو مخالفینو ته خبرداری ورکړی دی. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په یوه تلویزیوني وینا کې ویلي، چې مخالف ګوندونه یې له رامنځ ته شوي وضعیت دده پر ضد استفاده کوي او هڅه کوي دی له واک لرې کړي. عمران خان زیاته کړې، چې په پاکستان کې ګراني رامنځ ته شوې، دی یې د حل په لټه کې دی، خو ګوندونه دې د خلکو له احساساتو ناسمه ګټه نه … نور ولولئ
افغانستان

برېټانیا: افغانانو سره د مرستو پر لارو چارو فکر په کار دی

په افغانستان کې د بشري مرستو د رسوولو لپاره پر نوو لارو چارو فکر په کار دی. څو پخوانیو لوړپوړو برېټانوي چارواکو ګارډین ورځپاڼې ته په یوه لیک کې ویلي چې په افغانستان کې بشري ناورین روان دی او د نړیوالو مسوولیت دی چې ددغه ناورین مخه ونیسي. دوی وایي په ځينو مواردو کې دې بندیزونه پر خپل ځای وي، خو هغه برخې چې عامه خدمات وړاندې کوي، بشري فعالیتونه ترسره کوي او د عامو … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: له افغان لوري سره شفافې ديپلوماسۍ ته ادامه ورکوو

امریکا وایي د افغانستان له نوي حکومت سره خپلې شفافې ديپلوماسۍ ته ادامه ورکوي. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ ویلي امریکا په دې لټه کې ده چې په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوی وکړي. د نوموړي په خبره په همدې موخه له نوي حکومت سره خپلې شفافي ديپلوماسۍ ته ادامه ورکوي. هغه همدا راز ویلي چې امریکا په یوه با ثباته او امن افغانستان کې خپلې دایمي ګټې ویني او … نور ولولئ
افغانستان

راپور: ۴۰ قانون جوړونکو د افغانستان د مالي شتمنۍ ازادېدل غوښتي

په دې وروستیو کې دریو امریکایي قانون جوړونکو د یو لیک له لارې له ولسمشر جوبایډن څخه وغوښتل چې د افغانستان مالي شتمني ازاده کړي، څو په دغه هېواد کې د روان بشري او اقتصادي بحران د لا پراختیا مخه ونیول شي. د بزنیس انسایډر په خبره تر اوسه پورې ۴۰ امریکایي قانون جوړونکو په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره له بایډن څخه د دغه هېواد د مالي شتمنۍ د … نور ولولئ
سیاست

اوکراین ته د امریکا د نظامي مرستو لړۍ پيل شوه

اوکراین ته د امریکا د نظامي مرستو لړۍ پيل شوه. د راپورونو له مخې امریکا د ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۹۰ ټنه وسلې او مهمات اوکراین ته لېږلي او وایي دا د جګړې په لومړۍ کرښه کې پرتو عسکرو ته ورکول کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي روسیه سل په سله هڅه کوي چې پر اوکراین برید وکړي نو دوی باید خپلې تیارۍ ولري. بلخوا یې د ناټو غړو هېوادونو ته سپارښتنه … نور ولولئ
افغانستان

نن ناروې کې د افغانستان په اړه غونډه ترسره کېږي

نن په ناروې کې د افغانستان په اړه یوه مهمه غونډه ترسره کېږي. نارويژي رسنۍ وایي چې دغه غونډه د ناروې په کوربه توب ترسره کېږي چې تر ډېره پکې افغانان په خپلو کې خبرې کوي، خو د ځینو نړیوالو بنسټونو استازي هم پکې ګډون لري. د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، له دې غونډې موخه دا ده چې په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوی او له کومو لارو چارو د بشري حقونو … نور ولولئ
افغانستان

هرات کې چاودنې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په هرات کې یوې چاودنې اووه کسه وژلي دي. د راپورونو له مخې تېره ورځ ماښام مهال په هرات ښار کې پر یوه ټونس ډوله موټر چاودنه شوې چې له امله یې اووه کسه وژل شوي دي. په وژل شوو کې څلور یې ښځې دي. د هرات روغتیایي چارواکي وایي چې په پېښه کې د څلورو مېرمنو په ګډون اووه کسه وژل شوي او نهه کسه نور ټپیان دي. د هرات امنیه قومنداني هم پېښه … نور ولولئ
سیاست

امریکايي او روسي چارواکو د اوکراین پر سر خبرې کړې دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په جنیوا غونډه کې سره وکتل او د اوکراین په اړه یې خبرې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل چې امریکا او روسیه د خپلو اختلافاتو د حل کولو تمه نه لري. په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم دغه خبرې اترې ګټورې بللې دي. له خپل … نور ولولئ
افغانستان

ګڼو امریکایي سناتورانو د کنګل شوې شتنمۍ د ازادولو غوښتنه کړې

لسګونه امریکایي ډموکراټ سنارتورانو د دغه هېواد ولسمشر جوبایدن ته د یوه لیک په استولو سره یو ځل بیا له هغه غوښتي چې افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاره د افغانستان د کنګل شوېو پیسو ډېره برخه خوشې کړي. د امریکا د کانګرس دغو غړو ویلي، امریکا دغه پیسې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولیو له لارې باید په داسې ډول افغانانو ته ورسول شي چې د طالبان لاسته ورنه … نور ولولئ