افغانستان

د کم عمر کوژده شوې انجونې د عمر غم زغمې

په افغانستان کې د ښځو سره د تاوتریخوالې له ډیرو نورو عواملو یو هغه هم په کم عمر کې د انجونو کوژده کول یا هم واده کول دي. موږ ددې ناوړه دود له کبل په ټولنه کې ډیرې بدې کیسې او بد مثالونه هم لرو، نن د یوې داسې لوستې پیغلې انجلۍ د ژوند ترخه درسره شریکوو چې، په کم عمر کې يې د کوژدې کولو تجربه کړي. حسینه د ننګرهار ولایت د یو خصوصي … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

تر سرپناه ډیره جدي ستونزه په ښوونځیو کې د کتابونو نشتون

د افغانستان په تودو سیمو کې که څه هم کلنۍ ازموینو ته شاوخوا درې میاشتې وخت پاتې خو؛ لاهم د ښوونځیوو زده کوونکې د کتابونو له نشتوالي شکایت کوي. که له یوې خوا د ځینو ښوونځیوو زده کوونکې د سرپناه له نشتونه سرټکوي خو؛ له بلې خوا ډیری زده کوونکو ته بیا د سرپناه ډیره مهمه مسله د کتابونو پوره کول دي. سیلۍ د بې بې حوا عالې لیسې د اتم ټولګې زده کوونکې ده … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

مینه او هوس

آیا کله مو دا سوچ کړی چې د هوس او مینې ترمنځ توپیر څه دی؟ یا داسې فکر مو هم کړی چې، ولې د مینې په نوم جوړه شوې اړیکه د څه وخت وروسته په کرکې بدلیږي؟ او کله مو هم د خپل مئين د مینې اظهار په اړه سوچ کړی؟ که مو مینه کړي وي نو خامخا به مو ذهن ته دې ته ورته نورې ډیرې پوښتنې او مختلف ځوابونه ودریږي. ۱. هوس څه … نور ولولئ
سیاست

پارلمان ته د غوره استازي په لیږلو کې دې ټکو ته پام وکړئ

د افغانستان د ولسې جرګې ټاکنو ته که څه هم د ګوتو په شمار ورځې پاتي، خو بیا هم کوښښ په کار دی چې سم استازي وټاکو او راتلونکې کې پښیمانه نه شو.. ددې لپاره چې سمه ټاکنه وکړئ، دغه څو مشورې په نظر کې ونیسئ: ۱. رایه مو په پیسو مه پلورئ زموږ په ځینو هیوادوالو کې یوه ستونزه داده چې ځینو ته هر وکیل ډیرې روپۍ ورکړي، نو هماغې ته رایه ورکوي. راتلونکو … نور ولولئ
کلتور او هنر

ستونزې یوازې نارینه نه، بلکې ښځې هم شعر ته لیکلو ته مجبوروي

شاعرې که د یو شاعر یا شاعرې ځانګړی استعداد او الهام ګڼل کیږي، خو دغه استعداد ته د پرمختګ پرځای ځینې انجونې قبر کیندې او خښوې يې. آسماء نومې ۲۴ کلنه شاعره خپله شاعري کوم طبعي هنر نه بلکې د ژوند یوه بده خاطره بولي. داچې ولې، هغه خپله کیسه داسې کوي: «د ښوونځې د اووم ټولګي زده کوونکې وم، یوه ورځ مې د ښځو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې ګډون وکړ، د غونډې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څو لاملونه چې ځیني کورنۍ د لوڼو په پيدایښت خفه کیږي

د انجونو په پیدایښت ځینې کورنۍ ناخوښې وي او د انجلۍ پیدایښت ورته لکه د ټوپک ګوزار ښکاري. ولې او څوک د انجلۍ په پیدایښت ناخوښه وي؟ ځوابونه بیلابیل دي: ۱. ناپوهي ناپوهي، او د انجونو د ارزښت څخه ناخبري هغه څه دي چې په ډیری کورنیو کې د انجلۍ په پیدایښت منفي عکس العل ښودل کیږي. د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون اړوند یوه قابله چې نه غواړي نوم يې ذکر شي، وايي: «د … نور ولولئ
خواړه

د مالګینو کلچو پخول

زموږ په کورنیو کې ډیری غړي نه خوښوي چې خوږې کلچې وخوري، ځکه ځیني د خوږو کلچو خوړلو علاقه نلري، بلکې تروشې هغه خوښوي، نو ښه دی چې ورته پخې شي. نن غواړم تاسو ته د داسې کلچو پخولو طریقه در وښیم چې د بورې پرځای پکې مالګه اضافه کړئ. لازم مواد ۱. یو نیم ګیلاس سپین وړه ۲. یو قاشوغه پیکن پوډر ۳. غوړي د ضرورت په اندازه ۴.مالګه یوه قاشوغه ۵.میده کړي غوزان … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

تفریح ته د ښځو اړتیا او ننګرهار کې یې لپاره د مناسب ځای نشتون

خبره له دې پیلوم که د افغانستان نورو ولایتونو په خاص ډول کابل ته نظر وکړو، نو د مېرمنو د تفریح ځایونو لپاره يې ځانګړې توجه کړې، خو که ننګرهار ته پام وکړو دلته د میرمنو د نورو حقونو سربیره يې د تفریح حق هم خوړل شوی او په دې برخه کې میرمنو ته هیڅ ډول توجه نه کیږي. ۱. ولې دې برخې ته پام ندی شوی؟ په ننګرهار کې دوه مشخص ځایونه دي چې … نور ولولئ
خواړه

د ښه پخلي لپاره څو مشورې

تاسو چې پخلی کوۍ حتماً به داسې وخت راغلی وي چې درڅخه سوځیدلی وي یا يې مالګه ډیره شوې وي او یا هم ترې لیټۍ جوړه شوي وي. دلته درته ځینو داسې مشورې درکوو که په نظر کې يې ونیسۍ پخلی به مو نه خرابیږي: ۱. د پخلي د سوزیدو مخنیوی موږ ډیر کله لیدلي چې په کورنیو کې میرمنې پخلی سوزوي چې بیا يې خوند اوړي او نشۍ کولی چې له خوړو خوند واخلۍ. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

میرمنې څنګه کولی شي چې زده کړې او د کور چارې یوځای سمبال کړي؟!

تاسو به ډیری انجونې او یا هم میرمنې لیدلې وي چې د زده کړو پرمهال د کور له کارونو او د سختو درسونو شکایت کوي. په دوی کې یې یو تعداد درس ښه وايي، کار نه کوي او یا هم د کور کارونه کوي، درس سم نه وايي، خو ډیری يې شته چې هم په درس او هم په کارونو کې بریالۍ وي. دا چې څنګه کولای شو په یو وخت هم زده کړو او … نور ولولئ