ځوانان او زده کړې

له دغو لارو چارو ګټه واخلئ او مه پرېږدئ چې مقابل لوری درته دروغ ووايي!

څېړونکي وايي چې شاوخوا ۶۰ سلنه خلک کابو لس دقیقې هم له دروغ ویلو پرته نه شي تېرولای. نو د دغو شمېرو له مخې کولای شو ووايو چې زموږ د شاوخوا خلک د ورځې په اوږدو کې موږ ته څومره دروغ ويلای شي. خو اندېښنه مه کوئ، ځینې داسې لارې چارې شته چې په کارولو یې موږ کولای شو و پوهېږو چې مقابل لوری موږ ته دروغ وایي او که رښتونی دی. په نننۍ لیکنه … نور ولولئ
روانې سلامتي

د انسان د بدن پينځه حیرانونکي حقیقتونه

نننۍ نړۍ ډېر پرمختګ کړی دی، او د همدغو پرمختګونو له امله موږ د خپل بدن ټول غړي پېژنو او د خپل بدن په ډېرو ځانګړنو پوهېږو. خو په دې باور ولرئ چې لا تر اوسه هم زموږ په بدن کې ځينې ځانګړنې شته چې موږ د هغو په اړه ډېر نه پوهېږو او يوازې ډېر لږ کسان د انسان د بدن په دغو ځانګړنو پوهېږي. په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د انسان … نور ولولئ
کرونا

د نوبل جایزې ګټونکي؛ یوازې د کرونا واکسین مو نه شي ژغورلی

دوه پوهان چې د نوبل جایزې ګټونکي هم دي وايي؛ نړۍ تېروتلې ده چې فکر کوي د کورونا واکسین به موږ د کوويډ۱۹ له ناروغۍ څخه ژغوري، په داسې حال کې چې کورونا په هند کې له کنټروله وتلې ده. دغه دوه پوهان، يو یې ډاکټر ابیجیټ بانرجي او بل یې ډاکټر استر دوفلو نومېږي. دوی په دې باور دي چې چارواکي او پوهان باید په دې پوه شي چې د کورونا واکسین نړۍ له … نور ولولئ
خواړه

د مناسب چاغښت د ترلاسه کولو لپاره، دا مېوه وخورئ!

دا سمه ده چې لږ وزن لرل د ښایسته اندام د درلودلو لامل کېږي خو بېخي لږ وزن لرل هم ښه نه وي او انسان پکې ښکلی نه ښکاري. نو له همدې امله ډېری هغه کسان چې لږ وزن لري د دې په هڅه کې دي چې د مناسب چاغښت د ترلاسه کولو لپاره خواړه او مېوې وکاروي تر څو وکولای شي چې مناسب او ښکلی اندام ولري. هغوی نه غواړي چې د درملو پر … نور ولولئ
روانې سلامتي

ایا د کورونا واکسین، پر کورونا د اخته کېدو لامل کېږي؟

په افغانستان کې د کورونا واکسین د تطبیق د پیلېدو سره سم د هېواد په ګوټ ګوټ کې د دغه واکسین په اړه بېلابېلې نظريې هم خپرې شوې دي. ځینې په دې باور دي چې د کورونا واکسین روغتیا ته هېڅ ډول زیان نه لري او انسان له مرګ نه ژغوري خو بیا ځینې په دې باور دي چې د کورونا واکسین نه يوازې دا چې موږ د کورونا وایروس څخه نه ژغوري بلکې ډېر … نور ولولئ
نړۍ

د نړۍ دغو ۱۵ هېوادونو ته تګ ازاد، خو بېرته راتګ منع دی!

که څه هم د يوه کال راهيسي د کورونایې شرایطو لپاره د نړۍ ډېرو هېوادونو ته تګ راتګ منع شوی دی او خلک نه شي کولای چې په اسانۍ سره له يوه هېواد نه بل هېواد ته سفر وکړي، خو په دې ډله کې يو شمېر داسې هېوادونه هم شته چې د نړۍ وګړو ته یې د سفر کولو اجازه ورکړې ده او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه بېلابېل وګړي ورته سفر کولای شي. … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د غوره او ارام خوب، لارې چارې وپېژنئ

د ورځنیو چارو او ارام ترمنځ د انډول نه شتون د خوب پر څرنګوالي او څومره والي نېغ په نېغه اغېزه کوي. کله چې يو څوک په ساعتونو نه ويده کېږي، د هغه د ژوند بڼې ته زیان رسېږي. خوب د سالمې تغذیې او ورزش په څېر هغه عادت دی چې باید په سمه توګه تنظیم شي. په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته ځینې هغه لارې چارې در وښيو چې په عملي کولو یې … نور ولولئ
روانې سلامتي

د زړه د سکتې ځینې نښې

ډېری خلک ګمان کوي چې د زړه د سکتې تر ټولو څرګنده نښه د سينې په کپس کې د درد احساس دي. دا سمه ده چې د سينې په کپس کې د دردونو را پيدا کېدل د زړه ناروغيو او سکتې يوه نښه ده خو ځینې نورې نښې هم شته چې په رابرسېره کېدو یې پوهېدلای شو چې د زړه ناروغي لرو او کېدای شي د زړه له سکتې سره مخ شو. په نننۍ لیکنه … نور ولولئ
افغانستان

د روژې په مبارکه میاشت کې کاري ساعتونه

افغانستان يو اسلامي هېواد دی نو ځکه د هېواد وګړي هر کال د روژې په مبارکه مياشت کې روژه نیسي او په معمولي ډول هر کال د دغې میاشتې لومړۍ ورځ عمومي رخصتي اعلانېږي. خو د لومړۍ ورځې د رخصتۍ ترڅنګ د دولتي ادارو د کارکوونکو په کاري ساعتونو کې هم کمښت راځي. سږ کال هم د هېواد د کار او ټولنيزو چارو وزارت د تېرو کلونو په څېر د دولتي کارکوونکو په کاري ساعتونو … نور ولولئ
په زړه پورې

روژه؛ د نړۍ ۲۲ سلنه وګړي روژه نيسي

لیکنه او راټولونه دا چې د روژې مبارکه میاشت روانه ده، نو و مې پتېله چې د روژې په اړه يوه لیکنه وکړم. نو د همدې لپاره مې د روژې په اړه داسې ځینې حقایق او جالب معلومات راټول کړل چې هر مسلمان ته پرې پوهېدل اړین دي، دلته یې له تاسو سره شریکوم. دا چې د افغانستان ډېری اوسېدونکي مسلمانان دي او روژه نیسي نو ارومرو د روژې اړوند معلومات لري خو کېدای شي … نور ولولئ