ژوند بڼه

يوه ښځه له خپل خاوند نه کومې تمې لري؟

په ګډ ژوندانه کې ښځه او خاوند له يو بل نه ډېرې او بېلابېلې تمې لري، ځکه د هغوی ژوند يو په بل پورې تړلی دی. خو په دې برخه کې ښځې د نارينه وو په پرتله ډېرې حساسې دي. کله چې يوه ښځه دې ته چمتو کېږي چې د خپل خاوند لپاره هر څه ان خپله کورنۍ پرېږدي، په بدل کې یې له خپل خاوند نه ډېرې تمې پيدا کوي، د دې ډول تمو … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

په لوړ عمر کې موټر چلول؛ ستونزې او حللارې یې

څومره چې عمر لوړېږي هومره د انسان وړتیاوې کمېږي. له دغې ډلې کمزورتیاوو نه يو هم د موټر چلونې وړتیا ده. څومره چې د انسان عمر لوړېږي هغومره د انسان د ځان‌باورۍ کچه لوړېږي او ځان ازاد احساسوي. نو له همدې امله غواړي چې وګرځي او له ژوند نه خوند واخلي او ډېری لوړ عمر لرونکي کسان خوښوي چې موټر یې ورسره وي او هرې خوا ته وګرځي. خو په لوړ عمر کې موټر چلول … نور ولولئ
خواړه

ولې کېله د وزن د کمولو لپاره ګټه لري؟

مېوې روغتیا ته ډېره ګټه لري او په ټوله نړۍ کې خلک د خپلې روغتیا د ساتنې لپاره له مېوو نه ګټه اخلي. د مېوو له ډلې یوه خوندوره او ترڅنګ یې خورا ګټوره مېوه کېله ده. په حقیقت کې کېله هم د وزن د کمولو او هم د روغتيا لپاره بې شمېرې ګټې لري. هر کله چې غواړئ، خپل وزن کم کړئ نو ارومرو باید له ډاکټر نه په دې برخه کې مشوره وغواړئ! … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

ايا تر اوسه مو فکر کړی چې هره وريځ څومره وزن لري؟

موږ او تاسې د طبیعت په اړه پوهېږو، پېژنو یې او په ورځني ژوند کې هره ورځ له طبیعت نه ګټه اخلو. کېدای شي د طبیعت د ډېرو برخو په اړه ډېر معلومات ولرئ، و یې پیژنئ او ځانګړنې یې درته معلومې وي. وريځ د هوا له سړېدو سره سم هغه مهال جوړېږي چې فضا کې هوا ونه شي کولای په خپل منځ کې بخار ځای کړي، په دې حالت کې بخار د اوبو په … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د انسان د بدن هغه غړی چې تر ټولو ډېر شمېر هډوکي لري

خدای (ج) انسان ډېر ښکلی پيدا کړی دی او د اړتيا او ورځنیو غوښتنو سره سم یې انسان ته بېلابېل غړي او بېلابېلو غړو ته بېلابېلې وړتیاوې ورکړې دي. د انسان د بدن غړي نه يوازې د هغه د ښکلا لپاره بلکې د هغه د اړتیاوو د پوره کولو او له دغو غړو څخه د غوره او سمې ګټې اخیستنې لپاره ورکړي دي. کېدای شي د انسان د بدن په اړه ډېر معلومات ولرئ او … نور ولولئ
ژوند بڼه

د لږ جذابيت لرونکو نارينه وو سره مېرمنې خوشاله وي

ولې ښځې له هغو نارينه وو سره چې لږ جذابیت لري خوشاله وي؟ ځینې ښځې د ښکلو نارينه وو په اړه فکر کوي او په خپل ذهن کې له هغوی سره د غوره ژوند خيالونه وهي. دوی فکر کوي چې له ښکلي خاوند سره ښه ژوند هم لرلای شي، خو د ښه خاوند درلودل د ښکلي خاوند تر لرلو غوره دی. هغه مېرمنې چې د خپل ژوند خوشالي په ښکلا کې لټوي تېروتنه کوي. څیړنې … نور ولولئ
اقتصاد

په بامیان کې د يوې مېرمنې نوښت

په بامیانو کې يوې نوښتګرې مېرمنې د «شمامه» په نامه یو داسې پارک جوړ کړی چې شنه فضا، رسټورانټ، میلمه‌خونې او د ناستې او بنډار ځايونه لري. يادې مېرمنې د دغه پارک په جوړونه کې ۶ میلیونه افغانۍ لګولې دي. دا «بختاور مهدوي» نومېږي او د څلورو ماشومانو مور ده، نوموړې غواړي چې د سوداګرۍ پر بنسټ د خپل هېواد په پرمختګ کې برخه واخلي او د نورو لپاره د غوره راتلونکي زیری ورکړي. مېرمن … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

ولې ښځې د نارينه وو په پرتله ژر زړېږي؟

دا منو چې ښځې د نارينه وو په پرتله اږود ژوند کوي، خو دا خبره هم باید ومنو چې ښځينه د نارينه وو په پرتله ژر زړېږي. په نننۍ لیکنه کې غواړم تاسو ته د نارينه وو په پرتله د ښځينه وو د ژر زړښت د لاملونو په اړه معلومات درکړم. د لیکنې تر پایه مې ملتیا وکړئ. لومړی: ښځې د نارينه وو په پرتله ډېره اندېښنه کوي په ټولیز ډول ښځينه د نارينه وو … نور ولولئ
د ماشوم نړۍ

د نوي زېږېدلي ماشوم د تغذیې لارې چارې

په دې ټول پوهېږي چې نوی زېږېدلی ماشوم باید تر زېږون وروسته په لومړيو اونيو کې شيدې وڅښي. خو په نننۍ لیکنه کې موږ غواړو، تاسو ته په دې اړه معلومات درکړو چې څه ډول او څه وخت خپل ماشوم ته شيدې ورکړئ د لیکنې تر پایه مو ملتیا غواړم. د ماشوم تر زېږون وروسته په لومړيو اونيو کې يوازې او يوازې هغه ته د مور شيدې ورکړئ خو که چېرې مور شیدې نه لرلې … نور ولولئ
د ماشوم نړۍ

د نوي زېږېدل شوي ماشوم د وینځلو لارې چارې

ډېری میندې په ځانګړي ډول‌ هغه میندې چې د لومړي ځل لپاره مور کېږي په دې نه پوهېږي چې نوی زېږېدل شوی ماشوم څنګه او څه وخت و وينځي. لکه څنګه چې تر زېږون وروسته یو ماشوم خوړو او ساتنې ته اړتيا لرې ترڅنګ یې وينځلو ته هم اړتیا لري ځکه چې د ماشوم د روغتيا د ساتنې لپاره تر ټولو اړين ټکی د ماشوم پاکوالی دی. د يوه نوي زېږېدل شوي ماشوم د وینځلو … نور ولولئ