افغانستان

د اختر په شپو ورځو کې د افغانانو جالب دودونه

لیکنه: عایشه حیدري اختر د مسلمانانو د خوشحالۍ او خوښۍ جشن دی چې د نړۍ ټول مسلمانان یې په کال کې دوه ځلې په دریو دریو ورځو کې نمانځي، خو په افغانستان کې په دودیز ډول د اختر لمانځنه تر درې عادي ورځو ډېر وخت نیسي او د هېواد په ځينو برخو کې د اختر لمانځنه اووه او یا لسو ورځو ته رسېږي. کله چې د اسلام مبارک دین د عربو په ټاپو کې را … نور ولولئ
پوهنه

سلولوریس؛ د نړۍ تر ټولو ښکلی خو خطرناک حیوان

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري سلولوریس Slow loris وړوکی، خو زیان رسوونکی حیوان دی، هېر مو نه شي چې هېڅکله د دغه حیوان په ښایست دوکه نه شئ، سلولوریس یو زهري څاروی دی او کله چې د خطر احساس وکړي د لاسونو په پورته کولو سره له خپلې خولې څخه زهر شيندي. له تصور څخه لرې خبره ده چې دومره ښکلی او زړه راښکونکی حیوان چې تورې ګردې ګردې سترګې او نرم وړین پوستکی لري … نور ولولئ
خواړه

د چرګې د هګۍ ګټې

ژباړه: عایشه حیدري د چرګانو او د چرګې هګۍ په ټوله نړۍ کې پېژندل شوي خواړه دي، هر چېرې پیدا کېږي، او افغانان هم ورسره بلد دي، ځکه په کلیوالو سیمو کې کورنۍ چرګان ساتي او له غوښې او هګیو څخه یې خپل ورځني خواړه برابروي. دا چې د چرګانو د هګیو موندل اسانه ده او اسانه پخېږي، نو ډېر خلک یې خوښوي او داسې څوک به ونه مومئ چې د چرګانو له هګیو استفاده … نور ولولئ
پوهنه

د نړۍ لس پیاوړې زلزلې

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري په دې لیکنه کې مو د نړۍ د قوي زلزلو په اړه معلومات راټول کړي چې تر دې مهاله ثبت شوي دي، ملتیا مو وکړئ او د نړۍ د پیاوړو زلزلو په تړاو خپل معلومات زیات کړئ. ۱ – د ۱۹۶۰ کال زلزله – چیلي د نړۍ تر ټولو پیاوړې زلزله چې د ریکټر په کچه ۹،۵ درجې وه د ۱۹۶۰ زېږدیز د مې په ۲۲مه په چیلي کې وشوه. … نور ولولئ
په زړه پورې

برج خلیفه او اسمانڅکه ودانۍ: د دوبۍ آمر ولې لوړترینه ودانۍ جوړوي؟

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري د عربي نړۍ تر ټولو ډېرې دنګې ودانۍ په عرب متحده اماراتو کې دي او که د دغه خلیجي هېواد کوچنیوالي ته پام وکړو، نو په نړۍ کې د ډېرو دنګو دانیو کوربه، کوچنۍ هېواد دی. تر ۱۹۶۰ زېږدیز وړاندې متحده عربي امارات، خصوصاً د دوبۍ امارت یو ریګستان و، خو وروسته د دوبۍ امیر د دوبۍ څېره بدله کړه. شیخ محمد بن راشد المکتوم، چې اوس د دوبۍ امیر … نور ولولئ