خوندیتوب

د خوب لپاره تر ټولو غوره وخت

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري خوب د خوړو او ساه اخیستلو په څېر اړین دی، که یو انسان په عادي او نورمال ډول خوب ونه کړي له ډېرو ستونزو، لکه ژور خپګان، هیجان او د وینې لوړ فشار سره مخ کېږي، خو هېر مو نه شي چې نه یوازې د خوب وخت بلکې د خوب کیفیت او څرنګوالی هم ډېر اړین دی. دلته د خوب له کیفیت او څرنګوالي څخه موخه دا ده چې انسانان … نور ولولئ
خواړه

که د مڼې خستکې وخورئ، څه به وشي؟

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري مڼه یوه خوندوره مېوه ده او د زړه د فعالیتونو په پیاوړي کولو کې ډېره مرسته کوي. د مڼه او د مڼې پوستکی بدن ته ډېره زیاته ګټه لري، خو د مڼې دانې او یا خستکې (تخمونه) بدن ته ډېر زیان لري، ان تر دې چې انسان د مړینې له خطر سره هم مخ کولای شي. د دې لیکنې موضوع مو په همدې هکله غوره کړې ده، موږ غواړو د … نور ولولئ
خواړه

خواړه او د سترګو د رنګ بدلون

ژباړه: عایشه حیدري ښکلې سترګې لرل د ښکلې څېرې درلودلو مانا لري. ښکلې سترګې د انسان ټوله څېره ښایسته او زړه راښکونکي کوي، خو یوازې د سترګو ښایست اړین نه دی، بلکې د سترګو د ښکلا لپاره د سترګو روغتیا هم ډېره اړینه ده، ځکه که سترګې روغې وي ټول بدن به روغ وي، او که چېرې د سترګو روغتیا ښه نه وي، ټول بدن ورسره نارامه او ناروغ وي.   که څه هم کله … نور ولولئ
خواړه

هنډوانه د زړه ناروغۍ رامنځته کوي او عضلې کمزورې کوي

ژباړه: عایشه حیدري هندواڼه اوبزنه مېوده چې شاوخوا ۹۰٪ یې له اوبو څخه جوړه شوې، او د A، C او B6 ویټامینونو غوره سرچینه ده. همدارنګه هندواڼه د انټي اکسیډېنټ او امينو اسيد لرونکې ده. خو پر دې سربېره چې هندواڼه خورا ډېرې ګټې لري، ځینې زیانونه هم لري چې په دې لیکنه کې غواړو په دې اړه مالومات درکړو چې هندواڼه په کومو وختونو کې انسان ته زیانونه رسوي او څه وخت باید هندواڼه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ټارالېن؛ ډېر وزن لرونکې موډله

ژباړه: عایشه حیدري دا ښکاره خبره ده چې ټول موډلان، خصوصاً ښځینه موډلانې باید ډنګرې وي او لږ وزن ولري، د نړۍ په هرې برخې کې چې د یوه اعلان او یا هم نندارې لپاره یوه موډله ټاکل کېږي، نو د ټاکلو لومړنی شرط یې د وزن کموالي او یا په عامه اصطلاح ډنګروالي دی، خو ځینې داسې موډلې مېرمنې هم شته چې د هغوی لپاره د کم وزن شرط له پامه غورځول شوی او … نور ولولئ
خواړه

په خرما او نورو مېوو د دې لپاره موم وهل کېږي چې تر ډېره خرابې نه شي

ژباړه: عایشه حیدري خرما هغه خوندوره مېوه او خواړه دي چې تر ډېره په ګرمو هېوادونو کې موندل کېږي، زیات خلک پر دې باور دي چې خرما یوازې ګټې لري او د ګټې درلودلو له امله باید دغه مېوه پرېمانه وخوړل شي، خو داسې نه ده. د خرما خوراک د پرېمانه ګټو لرلو ترڅنګ ځینې زیانونه هم لري چې په دې لیکنه کې غواړو تاسو ته د خرما اته زیانونه در وپېژنو، چې د خرما … نور ولولئ
خواړه

درملو ته څنګه نوم ټاکل کېږي؟

ژباړه: عایشه حیدري  تاسو ارومرو د خپل ژوند په اوږدو کې درمل کارولي دي او یا مو لږ تر لږه د کورنۍ غړو ته د روغتیاپالانو په سلا مشوره درمل پېرلي او لیدلي مو دي، خو د درملو د پېژندنې او نوم اېښودنې په اړه به ممکن ډېر مالومات ونه لرئ. له تاسو سره به ارومرو دا پوښتنه هم وي چې ډاکټران څنګه او څه ډول په نسخه کې د درملو نوم لیکي او یا … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

هارنام کوور؛ د اوږدې ږيرې لرونکې نجلۍ

ژباړه: عایشه حیدري هرنام کوور Harnaam Kaurد هندي توکمه برېټانوۍ ده او اوس په بریټانیه کې اوسېږي. نوموړې د اوږدې ږیرې له امله خورا ډېره مشهوره ده او له همدې امله یې نوم د ګينس د نړیوالو ريکارډونو په کتاب کې ثبت شوی دی. هرنام کوور د ۱۹۹۰ زېږدیز د نومبر په ۲۹مه زېږېدلې ده او د ۲۰۲۰ زېږدیز د نومبر د میاشتې په ۲۹مه یې د عمر دېرش کلونه پوره کېږي. د هغې ۱۵ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

مه لقا جابري: دا ښکلې او موډله پیغله څنګه دې ډګر ته لاړه؟

ژباړه: عایشه حیدري مه لقا جابري Mahlagha Jaberi په ۱۳۶۸ کال کې د ایران په اصفهان کې زېږېدلې، هغې خپلې زده کړې د سوداګرۍ په برخه کې کړې دي، په ماشومتوب کې له نورو ماشومانو څخه هوښیاره وه او د ریاضي او فزیک په برخو کې تکړه وه. نوموړې د خپل شخصي ژوند په اړه له نورو سره ډېر مالومات نه شریکوي. مه لقا اوس مهال ۳۱ کلنه ده، ۱۷۸ سانټي ميټره قد لري، په‌ … نور ولولئ
خواړه

کوم ډول تروه لېمو و پېرو او څنګه ورڅخه ساتنه و کړو؟

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري لېمو د C ویټامین د غني سرچینې په توګه د انسانانو د خوښې مېوه ده، نن سبا چې د کورونا وبا په نړۍ سیوری غوړلی دی نو د لېمو او نورو ویټامین لرونکو مېوو او سبو ارزښت څو برابره زیات شوی او بیه یې هم لوړه شوې ده، ځکه چې د روغتیا پالانو په خبره هغه مېوې او سابه چې ویټامینونه لري د بدن مقاومت لوړوي او په کورونا د … نور ولولئ